د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د سېلاب ځپلیو لپاره پاکستان ته نور ۳۰ میلیونه ډالر ورکوي


د پاکستان حکومت وايي، سږ کال د جون له نیمايي څخه د سېپټېمبر تر پیله بارانونو او سېلابونو تر ۳۳ مېلیونه زیات کسان ځپلي دي چې زیاتره یې د سیند صوبې اوسېدونکي دي.
د پاکستان حکومت وايي، سږ کال د جون له نیمايي څخه د سېپټېمبر تر پیله بارانونو او سېلابونو تر ۳۳ مېلیونه زیات کسان ځپلي دي چې زیاتره یې د سیند صوبې اوسېدونکي دي.

په پاکستان کې د امریکا سفیر په هغه هېواد کې له سېلاب ځپلو سره د ۳۰ مېلیونه ډالرو اضافي مرستې اعلان کړې دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اکتوبر پر ۲۷مه په بیان کې ویلي دي چې ډانلډ بلوم دا مرستې د سیند صوبې په سېلاب ځپلې ضلع شکارپور کې اعلان کړې.

بیان وايي، له دې سره سږ کال تر سېلابونو وروسته له پاکستان سره امریکايي مرستې ۹۷ مېلیونه ډالرو ته رسېدلې دي.

سفارت وايي، تازه پیسې به د امریکا د نړیوال پرمختګ اداره یا یو اېس اې ای ډي وتوانوي چې له شاوخوا دوه مېلیونه سختو ځپل شویو وګړو سره د هغوی د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

په پاکستان کې د امریکايي سفارت له خوا پر ټویټر د سفیر ډانلډ بلوم له خولې لیکلي چې دی د دې مرستو په اعلانولو ډېر خوشاله دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري پر ټویټر پانه د امریکا د دې مرستو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په پاکستان کې سېلاب ځپلي لا هم تر ټولو لویه ستونزه ده.

نوموړي د امریکايي سفیر بیان ته په ځواب کې زیاته کړې چې، "موږ په دې سخت وخت کې د خپلو امریکايي‌ دوستانو ډېر منندوی یو."

د پاکستان حکومت وايي، سږ کال د جون له نیمايي څخه د سېپټېمبر تر پیله بارانونو او سېلابونو تر ۳۳ مېلیونه زیات کسان ځپلي دي چې زیاتره یې د سیند صوبې اوسېدونکي دي.

د حکومت په خبره، سېلابونو د هېواد اقتصاد ته د شاوخوا ۳۰ اربه ډالرو تاوان ورساوه او اوس هم په سیند، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د بحالۍ چارې روانې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وار له مخه ویلي چې هیواد یې وروستیو سېلابونو سخت ځپلی او د بیا ابادولو لپاره یې دوی زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

په عین وخت کې ملګري ملتونه وايي‌ چې په پاکستان کې سېلابونو د ماشومانو روغتيا ته لوی خطر پېښ کړی چې په ځانګړې توګه سیند صوبه ډېره متاثره شوې وه.

د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې د سېلابونو په پایله کې د اقتصادي ویجاړۍ په اړه د نړیوال بانک او یو این ډي پي راپور ته په تمه دی، تر څو معلومه کړي چې دوی څنګه له پاکستان سره مرسته کولای شي؟

XS
SM
MD
LG