د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر افغانستانه د سیپیک پروژو غځول څومره امکان لري؟


یو پاکستانی سرتېری په ګوادر بندر کې د پهرې پر مهال. ګوادر د چین-پاکستان اقتصادي لارې د پروژو اساسي برخه بلل کېږي - پخوانی انځور.

بیجنګ او اسلام اباد د چین–پاکستان اقتصادي لارې (سیپیک) پروژو د چارو پر چټکولو او افغانستان ته یې پر غځولو سلا شوي دي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نومبر په دویمه نېټه په ګډه اعلامیه کې وویل، بیجنګ ته د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف په دوه ورځني سفر کې له چینايي چارواکو سره په ملاقاتونو کې پرېکړه وشوه چې د سیپیک پروژو چارې ګړندۍ کوي او تر افغانستانه یې د غځولو لپاره اقدامات کېږي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دواړه هېوادونه، چې لا یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، به څنګه سیپیک تر افغانستانه غځوي او په اعلامیه کې هم په اړه نور معلومات او تفصیل نه شته خو د افغانستان پخواني جمهوري حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د چین د "یوې کړۍ او لارې" په پروژو کې د ورګډېدو په اړه یو مفاهمتي لیک لاسلیک کړی وو البته وروسته د هغې په اړه خاص پرمختګ نه وو شوی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هېواد اقتصادي وضعیت خراب دی او په سیمه کې ناامنۍ کاروباري هلې ځلې اغېزمنې کړې دي، افغانستان ته د سیپیک پروژو غځول څومره امکان لري؟

د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې خبریال او د چینايي چارو پوه رید ستاندېش د نومبر پر درېیمه وویل، افغانستان ته د سیپیک پروژو د غځولو خبره نوې نه ده بلکې له تېرې یوې مودې راهیسې ورباندې بحثونه روان دي خو چین لا تر اوسه په افغانستان کې د لویې کچې پانګه اچونې ته تیار نه دی. "زما لپاره لا هم اسانه نه ده چې ووایم افغانستان ته د سیپیک پروژو غځولو کار پر مخ روان دی. د پروژو له اقتصادي سطحې وراخوا امنیت یوه لویه مسله ده. په سیمه کې د چینایانو لپاره د امنیت وضع په وروستیو کلونو کې د اندېښنې وړ ده، هغوی ورباندې خبرو کولو ته لېواله دي."

د امنیت او سیمه ییزو چارو د پوهانو په وینا، د مرکزي اسیا هېوادونو ته د چینايي مصنوعاتو د رسولو لپاره افغانستان یوه مهمه لاره ده خو هلته له لسیزو راهیسې روانې جګړې او ناکرارۍ، د چین د هغو پروژو مخه نیولې ده چې غواړي بېلابېلې سیمې په اقتصادي ډول له یو بل سره وتړي.

په اسلام اباد کې د مرکزي اسیا د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ پروګرام یو څېړونکی ډاکټر غلام صمد وايي چې افغانستان ته د سیپیک د پروژو غځول د وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر شي جېنپېنګ تر مینځ د وروستي ملاقات مهمه موضوع نه وه. "د چین او پاکستان ترمینځ د سوداګرۍ د ودې لپاره په څلور اړخیزې لوظنامې کې چین، پاکستان، قرغیزستان او قازقستان شامل دي. افغانستان لا له مخکې له موږ سره په پینځم او شپږم دهلېز کې تړلی دی نو د چین د ولسمشر او د پاکستان د وزیراعظم ترمینځ په اېجنډا کې دا خبره نه وه شامله چې د سیپیک پروژه دې له افغانستان سره وتړل شي."

خو د دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې په صراحت تر افغانستانه د هغو پروژو د غځولو ذکر شوی دی. ډاکتر صمد البته زیاتوي چې تر دې مخکې په ازبکستان کې د شانګهای همکاریو سازمان په سرمشریزه کې پر دې موضوع خبرې شوې وې.

بل پلو، په اسلام اباد کې د چین–پاکستان اقتصادي لارې پروژو ادارې (سیپیک اتارټي) یو چارواکي عدنان خان د نومبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته ویلي ول چې افغانستان او مرکزي اسیا ته د هغو پروژو د غځولو په اړه چین او پاکستان په "اصولي توګه رضا" شوي دي او له کراچۍ تر پېښوره د رېل یا اورګاډي پټلۍ له پراخولو سره به په سیمه کې کاروباري هلې ځلې وده وکړي.

دی زیاتوي چې اوسمهال د سیپیک پروژو چارې دویمې مرحلې ته داخلې شوې دي چې په ۲۰۲۵ز کال کې به بشپړېږي او پکې "له کراچۍ څخه تر تورخمه" د اورګاډي پټلۍ پراخوي او داراز، د ایران "تفتان، تورخم او کابل" ترمینځ لویې لارې له یو بل سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG