د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم انوار الحق کاکړ او امریکايي سفیر ډانلډ بلوم پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي


د پاکستان دولتي راډیو وايي، امریکايي سفیر په اسلامي اباد کې له لنډمهالي وزیراعظم سره ولیدل - پخوانی انځور.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، امریکايي سفیر په اسلامي اباد کې له لنډمهالي وزیراعظم سره ولیدل - پخوانی انځور.

په پاکستان کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم له لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ سره په ملاقات کې پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړې دي.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، کاکړ د اګست پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د لیدو پر مهال امریکايي سفیر ته وویل چې د پاکستان او امریکا تعلقات پر ګډو ګټو او درناوي ولاړ دي.

نوموړي د پاکستان په اقتصادي ثبات کې د مرستې لپاره د امریکا ستاینه وکړه.

دولتي راډیو وايي چې امریکايي سفیر ډانلډ بلوم وویل چې هېواد یې د پاکستان د اقتصادي او پرمختیايي اجنډا د ملاتړ هوډ وښود.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ امریکايي سفیر ته ویلي دي چې د هغه د حکومت تر ټولو لوی مسوولیت د انتخاباتو په کولو کې له انتخاباتي کمېشن سره مرسته کول او د جمهوري بهیر دوام دی.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې ډانلډ بلوم له کاکړ سره په ملاقات کې د دواړو هېوادونو تعلقاتو او "ازادو او منصفانه انتخاباتو" ته د واشنګټن پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

په بیان کې د بلوم له خولې زیاته شوې چې هغه وزیراعظم انوار الحق کاکړ د "مذهبي لږکیو خوندیتوب" لپاره اقداماتو ته وهڅاوه.

بلوم دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د اګست پر ۱۶مه د پنجاب په جړاوالا کې پر دوو عيسويانو، اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي تر تور وروسته پارېدلو خلکو پر کلیساګانو او د عیسایانو پر کورونو برید وکړ، ورته یې اور واچاوه او هغه یې چور کړل. تر دې وروسته په ټول هېواد کې مظاهرې وشوي او حکومت له اغېزمنو عیسویانو سره د مالي مرستو ژمنه هم وکړه.

د پنجاب لنډمهالی حکومت وايي چې د پېښې پلټنې کوي او په بلوو کې یې د ککړتیا په تور لسګونه کسان نیولي دي او د څه د پاسه ۶۰۰ کسانو پرضد یې مقدمه دایره کړې ده.

لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د اګست پر ۱۶مه په بیان کې ویلي ول چې دولت ټولو وګړو ته مساوي نظر کوي او د بلوې د پلټنو او پکې یې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غږ کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG