د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکي وايي، تر اوسه لږترلږه ۲۴۲۰۰۰ زره بې اسنادو افغان کډوال ستانه شوي


په چمن کې یوشمېر افغان کډوال په لارۍ کې سپاره دي او سپین بولدک ته د اوښتو په انتظار دي - د نومبر څلورمې انځور.
په چمن کې یوشمېر افغان کډوال په لارۍ کې سپاره دي او سپین بولدک ته د اوښتو په انتظار دي - د نومبر څلورمې انځور.

د پاکستان په تورخم او چمن کې انتظامي چارواکي وايي، تر اوسه لږترلږه ۲۴۲۰۰۰ زره هغه افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي چې په پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.

په تورخم کې یوه انتظامي چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط د نومبر پر شپږمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پنځمې تر شپې ناوخته د تورخم پر دروازه افغانستان ته د ستنېدونکو اسناد نه لرونکو کډوالو کورنیو شمېر ۶۶۰۰ ته رسېدلی دی.

د دوی په وینا، له دې سره د ستنو شویو کډوالو مجموعي شمېر ۱۹۲۰۰۰ ته رسېدلی دی.

چارواکي وايي، ځينې افغان کډوال د لواړګي (لنډي کوتل) لنډمهالي کیمپ ته لېږدول کېږي او ځینې یې بیا مستقیماً تورخم ته استول کېږي.

اخوا په چمن کې چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې یې د نومبر تر پنځمې تر ۵۰،۰۰۰ پورې افغانان سپین بولدک ته لېږدولي دي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې د مهاجرت او د افغان وګړیتوب یا شهریت کارډونه لري، په جبري ډول له هغه هېواده له ایستلو مستثنا دي.

هغې ادارې د نومبر پر پینځمه په بیان کې له پاکستانیو چارواکو غوښتي دي چې د راجسټرو افغان کډوالو له ځورونې دې ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهير دوام لري او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

بې اسناده کډوال د کراچۍ، لاهور، ګوجرانواله، سیالکوټ، صوابۍ او د پاکستان له نورو برخو لومړی پېښور او بیا لواړګي ته رسي او له هغه ځایه هېواد ته لېږدول کېږي.

د خيبر پښتونخوا د سرپرست حکومت وياند فېروز جمال کاکاخېل ويلي چې صوبايي کابينې د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو پر مهال هغوی ته د اسانتیاوو ورکولو لپاره يو ارب (بېليون) روپۍ منظورې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا په کورنیو چارو وزارت کې د ناراجسټره افغان کډوالو په اړه د دفتر ویاند لطیف الرحمان د نومبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې د امریکايي سفارت په سپارښتنه یې ټولو اړونده ادارو ته لارښوونه کړې ده چې هغه ۱،۱۵۰ افغانان به نه نیسي چې امریکا ته د تګ لپاره یې درخواستونه ورکړي دي.

دی وايي، د هغو افغانانو د ویزو ترلاسه کولو بهیر روان دی چې وخت نیسي، نو ځکه یې نه ستنوي.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې وویل چې د نومبر له پیله څخه د بې اسناده بهرنیانو پرضد قانوني کاروايي پیلوي.

اخوا د ملګرو ملتونو ادارو د اکتوبر پر ۲۷مه وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د تګ بهیر خورا ګړندی شوی دی.

هغو ادارو پر اسلام اباد ټینګار کړی دی چې د "بشري حقونو د ناورین" تر زېږېدو مخکې دې له خپلې پرېکړې په شا شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند، له پښتونخوا ملي عوامي ګونده جلا شوې ډلې، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG