د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې له وسلوالو سره په نښته کې ۱ تن وژل شوی دی


په تېر شاوخوا یو کال کې په سوات کې د ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې شوي دي ـ پخوانی انځور
په تېر شاوخوا یو کال کې په سوات کې د ناامنۍ ضد پراخې مظاهرې شوي دي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې په غرییزه سیمه بنجوټ کې د وسلوالو په ډزو کې يو ځايي تن وژل شوی او یو پولیس سرتېری ژوبل شوی دی.

د ملاکنډ ډوېژن پوليسو مشر ناصر محمود ستي د مې پر ۲۳مه خبريالانو ته وویل چې د منګلور په بنجوټ کې ځایي خلکو د وسلوالو لاره ونیوله چې له دې سره د دواړو خواوو ترمینځ ډزې پیل شوې چې پکې یو ولسي وګړی ووژل شو.

دی وايي، چې کله پولیس هلته ورسېدل نو له وسلوالو سره یې په نښته کې سرتېری ژوبل شو.

ستي زیاتوي چې وسلوالو په یو غار کې پناه اخیستې وه او لټون یې روان دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه وسلوال د کومې ډلې غړي ول. داراز، هېڅ وسلوالې ډلې لا د بنجوټ د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د تېر کال له اوړي راهیسې د خیبر پښتونخوا په سوات او نورو سیمو کې ناامني زیاته شوې او په بریدونو کې ولسي وګړو او سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده. د سوات اوسېدونکي دعوه کوي چې هلته وسلوال ورغلي دي. د سیمې اوسېدونکو په تېر شاوخوا یو کال کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې کړې دي. خو انتظامیه وايي چې هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.

له دې پرته تېر کال د پاکستان پوځ سوات ته سرتېري واستول او وايي، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG