د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د اپارتمانونو قضیه کې د مریم نواز سزا ختمه کړه


د احتساب عدالت مریم نواز ته په لندن کې د اپارتمانونو لرلو په قضیه کې د اووه کلونو بند سزا اورولې وه - پخوانی انځور.
د احتساب عدالت مریم نواز ته په لندن کې د اپارتمانونو لرلو په قضیه کې د اووه کلونو بند سزا اورولې وه - پخوانی انځور.

اسلام اباد های کورټ د مسلم لیګ (ن) مرستیاله مشره په برتانیا کې د اېونفیلډ په نوم د اپارتمانونو لرلو په قضیه کې بري کړې ده.

دا مقدمه چې څلور کاله روانه وه پکې احتساب عدالت په ۲۰۱۸ز کې مریم نواز ته د اووه کاله بند او د دوه مېلیونه برتانیوي پاونډو جرمانې سزا اورولې وه. نوموړې د هغې فیصلې ضد درخواست دایر کړی وو او په ضمانت ازاده وه.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه دوه کسیزه جرګګۍ په خپله فیصله کې د مریم نواز سزا ناقانونه وبلله او مقدمه یې ختمه کړه.

په ۲۰۱۸ز کال کې د اسلام اباد احتساب عدالت د لندن په اېونفیلډ سیمه کې د څلورو ګران بیه اپارتمانونو لرلو په قضیه کې د مریم نواز پلار او پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ته د ۱۰ کلونو او د هغې مېړه او پخواني پوځي افسر محمد صفدر ته هم د یو کال بند سزاګانې اورولې وې.

د احتساب ادارې څارنوال تور پورې کړی وو چې هغوی له خپلو امدنیو زیاته شتمني لرله چې د درغلۍ ښکارندويي کوي او په هم هغو پیسو یې اپارتمانونه اخیستي ول.

عدالت هغه مهال په فیصله کې د اپارتمانونو د ضبطولو امر هم کړی وو.

خو شریف، مریم نواز او صفدر پر ځان لګېدلي تورونه ناسم بللي ول او د هغې فیصلې پرضد یې اسلام اباد های کورټ ته د تګ فیصله کړې وه.

شریف هغه مهال ویلي ول چې پرضد یې مقدمه سیاسي ده او دا چې په اېونفیلډ کې یې اپارتمانونه په خپلو پیسو اخیستي ول.

تر دې مخکې په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان سپریم کورټ د خپلو ټولو شتمنیو نه ښوولو په تور نواز شریف د پارلېمان او داراز د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو او د احتساب ملي ادارې ته یې د هغه پرضد د درغلیو د قضیو پرانیستو امر کړی وو.

نواز شریف تر څه مودې په زندان کې وو خو په ۲۰۱۹ز کال کې د درملنې لپاره لندن ته ولاړ. نوموړی له هغه وخت راهیسې هلته اوسي.

XS
SM
MD
LG