د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثنا الله: د نواز شريف هرکلي ته مو تيارۍ پېل کړې دي


رانا ثنا الله د ډېسېمبر پر نهمه په لاهور کې خبري غونډې ته وويل چې د انتخاباتو له اعلان سره سم به نواز شريف پاکستان ته ورستنيږي.
رانا ثنا الله د ډېسېمبر پر نهمه په لاهور کې خبري غونډې ته وويل چې د انتخاباتو له اعلان سره سم به نواز شريف پاکستان ته ورستنيږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله وايي د مسلم ليګ (ن) د رهبر نواز شريف هرکلي لپاره يې تيارۍ پېل کړې دي.

رانا ثنا الله د ډېسېمبر پر نهمه په لاهور کې خبري غونډې ته وويل چې د انتخاباتو له اعلان سره سم به نواز شريف پاکستان ته ورستنيږي.

نوموړي زياته کړه چې عمومي انتخابات به د راتلونکي کال په اکتوبر کې کيږي خو د ده په خبره که د خيبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتې کړل شوې نو د دې دواړو صوبو انتخابات به په نوي (۹۰) ورځو کې دننه کيږي.

پاکستان تحريک انصاف چې په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې حکومت لري، وايي که د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ اوسنی ایتلافي حکومت له وخته مخکې عام انتخابات نه اعلانوي نو د يادو صوبو اسمبلۍ به ماتې کړي.

نواز شریف دا مهال په لندن کې دی. پر هغه د درغليو مقدمې دي‌ او د قید سزا ورته اورول شوې ده. خو عدالت نوموړی د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د اتو اوونیو په ضمانت پرېښی وو او بیا میاشت وروسته هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د خپلې درملنې لپاره کولای شي چې څلور اوونۍ له ملکه بهر لاړ شي.

نواز شريف پر ځان لګيدلي د درغليو تورونه په وار وار رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG