د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف په ضمانت خوشې کېږي


د پاکستان سپريم کورټ د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر ميا نوازشريف د ضمانت غوښتنه د شپږو اونیو لپاره منلې ده.

نن د نهې په ورځ د سپريم کورټ چيف جسټس اصف سعيد کوسه په مشرۍ درې کسيزې جرګګۍ (بنچ) نواز شريف د شپږو اونیو لپاره په ضمانت د خوشېکولو امر وکړو او وينا يې وه چې نوموړی د پاکستان په هر یوه روغتون کې درملنه کول غواړي نو ورته اجازه ده خو نوموړی له هېواده بهره نه شي تلای.

عدالت په خپله لنډه پرېکړه کې ويلي له شپږو اونیو وروستو به د نواز شریف ضمانت پخپله ختم شي او که چېری دی د ضمانت موده غځول غواړي نو های کورټ ته تلای شي.

د سپريم کورټ ودانۍ باهر د مسلم ليګ ن پارلماني استازي او یوشمير کارکنان هم موجود ول او د عدالت په فیصله يې خوښې وښودله.

د مسلم ليګ ن استازي او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي مطبوعاتو ته وويل له عدالته يې د همداسې پرېکړې تمه لرله ځکه چې هغه تل د خپل هېواد ګټې لپاره سیاست کړی دی.

د نوموړي وينا وه: ''زموږ د دې اپيل ړومبۍ ترجيح هم دا وه چې نوازشريف صېب ته د علاج سهولت ترلاسه شي د پنجاب او وفاقي حکومتونو د کوښښونو باوجود عدالت نوموړي ته د علاج اسانتېاوې ورکړې نو نن دا خبره په ريکارډ راغله او عدالت هم ومنله چې د نوازشريف صېب صحت ښه نه دې نو ځکه يې ورله د شپږو اونو لپاره ضمانت منظور کړو او موږ پراميده يو چې د اپيل دوران به هم عدالت نوموړي ته اسانتېاوې ورکړي.''

له دې وړاندې د فېبرورۍ پر پنځويشتمه اسلام اباد های کورټ د نوازشريف په طبي بنیادونو د ضمانت درخواست په ردولو سره په خپلې فیصله کې ویلي ول د بند دوران نوموړي ته د علاج پوره سهولتونه حاصل دي نو ضمانت نه شي ورکولی خو د اسلام اباد های کورټ دا فیصله د نوازشريف وکيل خواجه حارث په روانه مياشت کې په سپريم کورټ کې چېلنج کړه.

پاکستان سپریم کورټ په ۲۰۱۷ز کال کې نواز شریف د پارلېمان له څوکۍ نااهله کړ او د احتساب ادارې ته یې امر وکړ چې د نوموړي په اړه درې مالي قضیې وڅېړي.
په قضیو کې یوه د لندن په اېونفیلډ کې د څلورو قیمتي کورونو لرل وه.

د ۲۰۱۸ز کال د ډيسېمبر پر څلورویشتمه د اسلام اباد احتساب عدالت نوازشريف ته په العزيزيه سټيل مل قضیه کې د اوو (۷) کالو بند او جرمانې سزا واوروله. نوموړی لومړی د پنډۍ اډيالې زندان او ورستو د لاهور کوټ لکهپت جيل ته واستولې شي.

نوازشریف تل په درغلۍ د ککړتیا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG