د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرال باجوه د ځایناستي پر ټاکل کېدو ولې زیات بحثونه کېږي؟


د جنرال قمر جاوید باجوه دویمه کاري موده د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر پای کې ختم کېږي.
د جنرال قمر جاوید باجوه دویمه کاري موده د ۲۰۲۲م کال د نومبر پر پای کې ختم کېږي.

د پاکستان حکومت وایي د پوځ د نوي مشر ټاکلو عمل پیل شوی او تمه ده چې د نومبر پر ۲۵مه یې نوم اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان زیاتره رسنۍ په ملک کې د روانو سیاسي حالاتو په ځانګړې توګه د اپوزېشن ګوند تحریک انصاف او حکومت ترمنځ د ناندریو په تناظر کې د پوځ د نوي مشر پر ټاکل کېدو پرلپسې بحثونه کوي.

دا لومړی ځل نه دی بلکې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د پوځ د مشر دنده، د هغې د غځولو او یا د نوي پوځي مشر ټاکلو موضوع تل د تودو بحثونو مرکز اوسېدلې ده.

خو دفاع وزیر خواجه اصف د نومبر پر ۲۱مه قامي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل چې دا وخت پاکستان له یو اقتصادي بحران سره مخ دی. د ده په وینا، د ملک رسنیو او ادارو ته په کار ده چې د پوځ د نوي مشر د نامه پر ځای د ولس مسلو ته پام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، "د میډیا ۱۰ فیصده وخت باید ولسي خدمت ته ورکړل شي، دا د پېمرا قانون دی خو پیمرا دې اړخ ته نه ګوري، کله چې د شپې ۱۲ او یوه بجه خلک ویده وي نو دوی د ولسي خدمت پیغامونه نشروي او پر اقتصادي مسلو او په دې په خلکو کې د پوهې زیاتولو لپاره هیڅ نه وي."


په اسلام اباد کې څیړونکی او د ریډیو پاکستان د خبرونو د څانګې پخوانی مشر عبدالهادي مایار مشال راډیو ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد د اقتصادي او امنیتي مسلو پر ځای د پوځ د نوي مشر ټاکلو ته زیات پام ورکړل شوی دی.

ده وویل، "د پوځ د مشر اهمیت پر دې زیات دی چې د پاکستان په سیاست کې د پوځ لاسوهنه زیاته ده، د دوی رول تل متنازعه پاتې شوې، نو ځکه د پوځ نوي مشر ټاکلو ته دومره اهمیت ورکړل کیږي."

د تېر پرتله دا ځل د پوځ د نوي مشر ټاکل کېدو مسله ډېره سیاسي شوې ده او ښايي یوه وجه یې د لرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان ځینې هغه څرګندونې او ویناګانې وي چې پر دې مسله یې کړې دي.

خبریال او څیړونکی افتخار احمد د نومبر په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د پوځ د نوی مشر ټاکل یوه عامه خبره ده او باید له دې یوه شخړه جوړه نکړل شي.


نوموړی زیاتوي،‌ "زه له دې خبرې سره اتفاق کوم چې د پاکستان د ولس پر مسلو خبره نه کیږي، دلته غربت دی، بې روزګاري ده، خلک ډېر په ګرانه خپله ګزاره کوي. حکومتونه د دې مسلو په حل را ایستلو کې ناکامه دي، دا زیاتې ضروري خبرې دي."

ده وویل، په سیند کې سیلابونو درې کروړه خلک متاثره کړل ، د هغوي کار روزګار ختم شو، څاروي یې لاهو شول خو د ده په وینا، "د افسوس خبره ده چې موږ دغو مسلو ته هغه هومره اهمیت ورنکړ."

د پاکستان د پوځ مشر چې "چیف اف ارمي سټاف" ورته ویل کېږي، د ۲۲م ګریډ چارواکی وي او د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي خو د دندې موده یې د درو نورو کالو لپاره غځېدای هم شي.

د پوځ د تلونکي مشر جنرال قمر جاوید باجوه لومړۍ کاري موده د ۲۰۱۹ز کال په نومبر میاشت کې پای ته رسېدلې وه خو د هغه وخت د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت تر درو نورو کلونو غځولې وه.

XS
SM
MD
LG