د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف ته لس او مریم نواز ته اووه کاله د بند سزا واورول شوه


نواز شریف او د هغه لور مریم نواز
نواز شریف او د هغه لور مریم نواز

نن جمعه په اسلام اباد کې د احتساب عدالت ایون فیلڈ ریفرنس کې پخواني وزیر اعظم نواز شریف ته د لسو کالو د بند او د اته میلیونه پاونډه جرمانې سزا اورولې ده، د هغه لور مریم نواز ته یې د اوو کالو د بند او د دوو میلیونو پاونډو جرمانې سزا اورولې ده، د هغه زوم ریټایرډ کېپټن صفدر ته یې د یوه کال سزا اورولې ده.

د دغه ریفرنس (مقدمې) له تېرو نهه نیمو میاشتو راهیسې اورېدنه روانه وه چې نواز شریف، مریم نواز، حسن نواز، حسین نواز او کېپټن صفدر یې تورن کسان ول خو ورسره ورسره د نواز شریف دوه زامن حسن او حسېن یې اشتهاري ملزمان ګرځولي ول.

د احتساب عدالت د دغه پرېکړې په اړه مریم نواز پر خپل تویټر کښلي چې د پاکستان په اویا کلن تاریخ کې د نادیده قوتونو پروړاندې ودرېدو دا سزا ډېره کمه ده. او زیاتوي چې د ظلم خلاف روانه مبارزه کې یې حوصله نوره لوړه شوې ده.

د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شريف په لاهور کې خبري غونډې ته وويل د احتساب عدالت فېصله ورته په هېڅ ډول قبوله نه ده.

د نوموړي وينا وه د پاکستان ولس او مسلم ليګ ن دا فيصله ردوي ځکه چې په ټوله مقدمه کې څه کوټلي قانوني ثبوتونه پېش نه کړل شول، د نوازشريف نوم نه خو په پاناما مقدمه کې چرته ليکل شوی دی، نه په ایون فيلډ او نه اف شور کمپنيانو لرلو کې راغلی دی نو د انصاف ترلاسه کولو لپاره به ټولې اييني او قانوني لارې خپلوي او د ګوند ټول غړي او کانديدان دې خپل انتخابي کمپاېن چلوي او په خپلو جلسو کې دې پرامنه احتجاج هم کوي.

بلخوا د پاکستان تحريک انصاف پخوانې پارلماني استازې علي محمد خان وايي د عدالتي فېصلې به د پاکستان په سياست مثبت اثرات پرېوځې ځکه چې په ملک کې په ړومبي ځل د طاقت لرونکو خلکو احتساب شورو شو.

ګېلاني: د نواز شریف په اړه د احتساب عدالت پرېکړه سمه نه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د احتساب عدالت په سېشنبه د ايون فيلډ په نوم د کرپشن کېس فيصله خوندي کړې وه او ويلي وو چې د جولايي پر شپږمه نېټه به يې اعلانوي.

د پاکستان پخواني وزيرعظم او د مسلیم ليګ (ن) رهبر نواز شريف له احتساب عدالته خواست کړې وو چې د ده او اولادونو پرضد د کرپشن د مقدمې د فيصلې اورول دې تر څو نورو ورځو پورې وځنډوي. ځکه چې مېرمنه یې ناجوړه ده.

نوموړي د چارشنبې مازيګر په لندن کې د ځانګړې خبرې غونډې پر مهال وویلچې د تېرو څو مياشتو په موده کې د کرپشن په دې مقدمه کې سره له خپلې لور مريم نواز تر ۱۰۰ ځله زيات عدالت ته حاضر شوی دی او غواړي چې عدالت دا فيصله د هغه په موجودګی کې واوري.

د احتساب عدالت جج محمد بشير له نهه (۹) مياشتو زیات د ایون فيلډ رېفرنس مقدمې اوريدنه وکړه او د جولايي په درېمه (۳) نېټه يې فېصله محفوظه کړه کومه چې د جمعې په ورځ واورولې شوه، د نوازشريف لخوا د زيارت په ورځ د کېس فېصله اوه (۷) ورځو لپاره د ځنډولو درخواست جمع کړې شوې وو خو عدالت د نوموړي درخواست ردولو ورستو څه د پاسه څلور بجې د کېس فېصله واوروله.

په اېون فيلډ رېفرنس کې ټول د اتلس (۱۸) ګواهانو بیانونه ريکارډ کړل شوي دي چې پکې د ګډې پلټنيزې ډلې مشر واجد ضياء هم شامل دی.

نواز شريف ویلي وو که عدالتي فيصله یې په حق يا خلاف کې راغله خو دی به په دواړو حالتونو کې هرو مرو پاکستان ته ستنېږي.

اوړند مطالب

پر مسلیم لیګ ن فشار دوام لري

د مقدمو په اړه د نواز شریف شکایت پر ځای دی؟

نواز شريف ویلي وو په پاکستان کې د نورو پخوانيو وزيراعظمانو پرضد هم د احتساب ادارې نېب د کرپشن مقدمې جوړې کړې دي خو هغوی په تېرو پنځو کلونو کې يوازې درې درې ځله عدالت ته حاضر شوي دي.

د پاکستان سپريم کورټ د ۲۰۱۷مه کال د جولايي پر ۲۸مه نېټه نواز شريف د پاناما اسنادو په مقدمه کې نااهله ګرځولی وو او په فيصله کې يې احتساب ادارې نېب ته حکم کړی وو چې د هغه او اولادونو پرضد دې د کرپشن مقدمې جوړې کړي.

له دې وروسته نېب پر نوازشريف او د هغه پر بچیانو د درغلۍ درې مقدمې جوړې کړې چې پکې يوه هم ايوين فيلډ نومي مقدمه ده چې په اړه يې د احتساب عدالت د سېشنبې پر ورځ خپله فيصله محفوظه کړه.

د نېب څارنوال عدالت ته ويلي وو چې نواز شريف د لندن په ايون فيلډ پارک لېن کې څلور اپارتمانونو اخيستي دي خو نواز شريف وايي چې اپارتمانونو يې په جایزو پېسو رانيولي دي.

د احتساب عدالت د فیصلې له مخې د ایون فیلډ کورونه هم ضبط وګرځول شو.

د شريف کورنۍ پرضد د لندن ايون فيلډ جايیداد علاوه دوې نورې مقدمې روانې دي چې پکې یوه د سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او دوهمه د نوازشريف کورنۍ پنځلس (۱۵) اف شور کمپنيانې لرلو په اړه دي.

پېښور: نواز شریف ته د سزا اورولو پرضد مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:53 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د نواز شریف او د هغه د لور او زوم خلاف د احتساب عدالت د پرېکړې خلاف د پاکستان په ګڼو ښارونو کې ولسي احتجاجونه راپارېدلي دي.

XS
SM
MD
LG