د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د هېواد "طاقتورو" اداري فساد "بد" نه باله


پخوانی وزیراعظم عمران خان وايي، "طاقتورو" په هغه هېواد کې اداري فساد (کرپشن) بد نه ګاڼه - پخوانی انځور
پخوانی وزیراعظم عمران خان وايي، "طاقتورو" په هغه هېواد کې اداري فساد (کرپشن) بد نه ګاڼه - پخوانی انځور

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي چې "طاقتورو"په هغه هېواد کې اداري فساد (کرپشن) بد نه ګاڼه.

نوموړي دا خبره نن (د نومبر پر ۲۶مه) په راولپېنډۍ کې د ګوند يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وکړه. له طاقتورو د هغه مراد د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دي.

نوموړي ادعا وکړه چې د هغه د وزيراعظمۍ پر مهال د احتساب قامي اداره د هغه تر واک لاندې نه وه بلکې د ايسټېبليشمېنټ تر واک لاندې وه او هغې ادارې ته يې د طاقتورو خلکو د نيولو امر نه ورکاوه.

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو په وار وار د نوموړي دا ډول ادعاوې رد کړې او ويلي يې دي چې عمران خان د ناسمو او "درواغو" تورونو پر اساس یوه بیانیه جوړه کړې چې له لارې یې د پوځ امنیتي ادارې د بدنامۍ هڅه شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د حکومت ضد جلسه نن (د نومبر پر ۲مه) په راولپنډۍ کې وشوه. د ګوند لخوا له رسنیو سره د شریکو شویو معلوماتو له مخې، د هیواد له بیلا بیلو برخو نه د تحریک انصاف پلویان د قافلو په شکل کې راولپنډۍ ته رسېدلې دي.

عمران خان د نومبر پر ۲۴مه په یوه خپره شوې ویډیو کې پر خپلو پلویانو غږ کړی وو چې د نومبر په ۲۶مه دې د راولپنډۍ په” حقیقي ازادي مارچ “ کې ګډون وکړي.

اخوا په اسلام اباد کې ریډ زون ( حساسه ساحه) تړل شوی او له راولپنډۍ نه اسلام اباد ته تلونکې ټولې لارې بندې دي او خواوشا کنټېنرې لګول شوي دي. په راولپنډۍ کې د امینت په خاطر نږدې ۸۰۰۰ امنیتي سرتېري ځای پر ځای کړل شوي دي.

د عمران خان په مشرۍ کې لانګ مارچ د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره پیل شوی وو. خو وروسته له هغې پکې ځنډ راغلو چې د نومبر پر درېېمه د پنجاب په وزیراباد سیمه کې د لانګ مارچ پر کنټینر د ډزو په پېښه کې عمران خان زخمي شو.

په عین حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په یو تازه بیان کې ویلي، د خفیه ادارو رپورټونه وايي چې د عمران خان ژوند ته د وسله والو لخوا خطر دی، نو له راولپنډۍ څخه اسلام اباد ته دې خپل لاریون وځنډوي. نوموړي د نومبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د جلسې د ځای د امنیت په اړه هدایات جاري کړل شوي او د پي ټي ای مخکښ اسد عمر یې خبر کړی دی.

رانا ثنا الله زیاته کړه چې پولیسو ته د محتاطه اوسېدو ویل شوي او په راولپنډۍ کې د لانګ مارچ په ځای او ورته تلونکو ټولو لارو باندې د امنیت د سخت ساتلو امر شوی دی. د دې تر څنګ د سټیج په حفاظت به هم کلک نظر ساتل کېږي. خو نوموړي پر لانګ مارچ نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا په هیواد کې د ثبات د خرابولو یو تحریک دی. نوموړي وویل، که عمران خان انتخابات غواړي نو له سیاسي مشرانو سره دې مذاکرات وکړي.

هم پرون (د نومبر په ۲۵مه) د کورنیو چارو وزرات یوه غونډه کې پي ټي ای د لانګ مارچ جلسې او دهرنې په اړه پر حکمت عملۍ خبرې وشوې. په غونډه کې د اسلام اباد چیف کمېشنر، د امنیتي ادارو استازي او نور لوړپوړي چارواکي موجود وو. په غونډه کې وویل شول چې د یو سیاسي ګوند لخوا پر وفاق باندې د یلغار غیرقانوني اقدام مخنیوی د صوبايي حکومتونو اییني ذمه واري ده.

مخکې عمران خان اسلام اباد های کورټ ته درخواست کړی وو چې د هغه هیلي کاپټر ته دې په پریډ ګراونډ اسلام اباد کې د کوزېدو اجازت ورکړل شي. وروسته د تحریک انصاف مخکښ اسد عمر پرون وویل چې د اسلام اباد انتظامیې ورته دا اجازت ور نکړ. خو د اسلام اباد انتظامیې پي ټي ای ته په مشروط ډول په فیض اباد کې د جلسې اجازت ورکړی دی.

عمران خان دغه لاریون د انصاف او حقیقي ازادي مارچ بولي. نوموړی تر ټاکل شوي وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کوي او او لومړی یې ویلي ول چې حکومت یې د یو بهرني (امریکايي) سازش له لارې ړنګ کړل شوی خو وروسته له خپل دغه دریځه په شا شو.

بل پلو حکومت وايي، انتخابات به له ټاکلي وخت سره سم د ۲۰۲۳زکال په اکتوبر کیږي.

د روان کال په اپریل میاشت کې د ایتلافي ګوندونو د عدم اعتماد تحریک له لارې د وزیراعظمۍ له څوکۍ نه د لرې کېدو راهیسې عمران خان جلسو او غونډو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG