د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې ۵ کاله وروسته موبایل انټرنېټ بحال شو


د قبایلي سیمو زده کوونکو د موبایل انټرنېټي خدماتو بحالۍ لپاره احتجاجونه هم کړي ول - انځور له ارشیفه
د قبایلي سیمو زده کوونکو د موبایل انټرنېټي خدماتو بحالۍ لپاره احتجاجونه هم کړي ول - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت په کورمه کې تر پینځو کلونو وروسته د موبایل ټېلېفون انټرنېټي شبکه بحاله کړې ده. د پاکستان د مخابراتو ادارې (پي ټي اې) د ډېسېمبر پر ۲۸مه په بیان کې ویلي دي چې دا پرېکړه یې په ضلع کې د امنیتي وضعیت تر جاج اخیستو وروسته وکړه.

د کورمې اوسېدونکو له کلونو راهیسې د درې جي او څلور جي انټرنېټي خدماتو د بحالۍ غوښتنه کوله او د دې لپاره یې احتجاجونه هم کړي ول.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د کورمې استازي محمد ریاض بنګښ د ډېسېمبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، د عدالت له امر سره سم، پي ټي اې باید په جولای کې انټرنېټ نېټورک بحال کړی وای خو په سیمه کې د امنیتي اندېښنو له وجې دا کار و نه شو.

پېښور های کورټ د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې د پاکستان مخابراتو ادارې ته امر کړی وو چې په کورمه کې انټرنېټي خدمات بحال کړي.

مدني فعال سید محمد په قبایلي ضلعو کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ بندېدو ضد عدالت ته درخواست ورکړی وو. ده پر ټولنیزو شبکو د درې جي او څلور جي انټرنېټي خدماتو بیاپیلېدل ستایلي دي.

د کورمې اوسېدونکي هم د حکومت دې اقدام خوشاله کړي دي. د میرباغ پټان عبدالخالق مشال راډيو ته وویل چې انټرنېټ د ټولو خلکو یوه اساسي اړتیا ده چې باید خلک ورڅخه بې برخې نه وي.

په ۲۰۱۶ز کال کې حکومت د ناامنیو تر پېښو وروسته په قبایلي ضلعو کې د موبایل انټرنېټ سروېس وتاړه. حکومت او پوځ ویلي ول چې وسله وال د خپلو فعالیتونو لپاره موبایل انټرنېټ کاروي نو ځکه یې تړل اړین ول.

د پاکستان حکومت اکثر د هېواد د پلازمېنې په ګډون په نورو لویو ښارونو کې هم د مهمو غونډو، جلسو او ولسي فعالیتونو امنیت ساتلو لپاره د لنډ وخت لپاره موبایل انټرنېټ تړي. حکومت د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې پرمهال هم انټرنېټي شبکې تړلې وې.

په ۲۰۲۰ز کال کې چې پاکستان د کورونا وایرس جهاني وبا د کنټرول لپاره تعلیمي ادارې وتړلې او ورته یې د انلاین زده کړو سپارښتنه وکړه نو د قبایلي سیمو زده کوونکو په بیا بیا شکایت کړی وو چې د انټرنېټي خدماتو نه موجودګۍ له وجې یې زده کړې اغېزمنې شوې دي. خو اوس د کورمې ترڅنګ په زیاتره قبایلي ضلعو کې موبایل انټرنېټ موجود دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG