د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ولس انټرنیټي خپلواکي نه لري: فریډم هاوس


فریډم هاوس ادارې ویلي، پاکستان په هغو هېوادونو کې یو دی چې پکې ولس د انټرنیټ په برخه کې خپلواکي نه لري.

دې ادارې د سېپټېمبر پر ۲۱مه د ۲۰۲۱ز کال په خپور کړي راپور کې د انټرنیټ خپلواکۍ په لړ کې نړۍ په درو برخو کې د نمبرونو په حساب سره تقسیم کړی چې پکې یوه برخه خپلواکه، بله جزوي خپلواکه او دریمه برخه بې واکه ده. دا راپور په ۲۰۲۱ز کال په نیټ کې خپلواکي (فریډم ان د نیټ ۲۰۲۱م) نومېږي.

د فریډیم هاوس ادارې په فهرست کې د انټرنیټ په حواله سره تر ټولو زیات خپلواکي لرونکیو هېوادونو کې ایس لېنډ تر ټولو مخکی دی چې په ۹۶ نمبر راغلی، ورپسې ایستونیا په ۹۴م او کانډا او کوسټا ریکا په ۸۷ نمبر راغلي دي.

خو د انټرنیټ په برخه کې د خپلواکي نه لرونکیو هېوادونو په فهرست کې پاکستان په ۲۵م نمبر راغلی دی.

په خیبرپښتوخوا کې د این لایټ لېب ادارې مشرې او مدني فعالې طاهره کلیم د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال رېډيو ته وویل چې د پاکستان حکومت او ریاست د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره اکثره د هغو کسانو خلاف اقدامات کړي چې ولس په ټولنیزو شبکو له حقایقو خبروي.

''په پاکستان کې د پيکا یا پاکستان الیکټرانک کرایم ریګولټریري ایکټ راغلی چې پخپله هم ډېر سخت قانون دی ځکه چې په دې کې د یو بل تن اکاونټ بې له هغه د خبرولو کتلو او د کرکې خورولو د ویناګانو لپاره سزاګاني دي خو په دې کې دا نه دې ویل شوي چې د کرکې وینا څه ده یانې د چا په حق کې او د چا په مخالفت کې خبرو ته د کرکې وینا ویل کېږي. دا خبره رښتیا ده چې پاکستان کې د ریاست خلاف یا له یوې مخصوصې مفکورې نه جلا خبره کول ډیر لوی ګواښ دی.''

په پاکستان کې څېړنيزه اداره " انسټيټيوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډيويلپمېنټ" وايي چې په پاکستان کې په ۲۰۱۶ م کال کې د جوړ شوي انټرنيټي جرمونو مخنيوي قانون (پيکا) له مخې تر دې دمه ګڼ شمېر خبريالان، مدني فعالان او عام وګړي په ټولنيزو رسنيو او انټرنېټ د خپلو پوسټونو او نورو فعاليتونو له کبله له تحقيقاتو، تښتونو او ګرفتاريو سره مخامخ شوي دي.

اسلام اباد های کورټ د ۲۰۲۱م کال د جولايي پر ۳۰مه امر کړی وو چې د ملک وفاقي تحقيقاتي اداره - اېف ای اې - دې د انټرنیټي جرمونو د مخنيوي قانون ناسم استعمال ودروي. په دې موقع ايډيشنل اټارني جنرل عدالت ته ویلي ول چې د اېف ای اې سايبر څانګې ته د انټرنيټي جرمونو د مخنيوي قانون (پيکا) لاندې ۲۲،۸۷۷ شکايتونه ورغلي چې پکې ۳۰ درخواستونه د خبريالانو خلاف دي.

د فریډم هاوس د انټرنیټ خپلواکي نه لرونکیو هېوادونو په فهرست کې پاکستان له سعودي عرب، ایران او چین سره تقریبا نیږدې راغلی دی. په دې فهرست کې ترکیه په ۳۴م، روسیه پر ۳۰م، متحده عربي امارت پر ۲۷م، سعودي عرب پر ۲۴م، ایران پر ۱۶م نمبر دی خو چین بیا په دې لیسټ کې په ۱۰ یانې په ترټولو ټیټ نمبر راغلی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان د پاکستان لپاره استازي اقبال خټک بیا وویل چې د پاکستان حکومت نه غواړي چې ولس معلوماتو ته رسایي ولري خو د دې باوجود په هېواد کې د بیان د ازادۍ لپاره مبارزه روانه ده.

بلخوا د واکمن تحریک انصاف ګوند او د قامي اسمبلۍ د انفارمېشن ټیکنالوجۍ او ټیلي کمیونیکېشن کمیټۍ غړي صاحبزاده صبغت الله له مشال رېډیو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل چې ګواکې موجوده حکومت د ولس د انټرنیټ د خپلواکۍ په حق کې نه دی او یا نه غواړي چې ولس معلومات ترلاسه کړي.

''موږ دا راپور ردوو. داسې هېڅ خبره نشته چې په هغې زموږ حکومت پابندي لګولی وي. په پاکستان کې خلکو ته د انټرنیټ سهولت شته. په فېسبوک او ټویټر خو زموږ کنټرول نشته، د هغوی خپل قوانین دي او هغه پر مخ وړي. حکومت دا اوس د لیرې پرتو سیمو لکه، دیر، چترال، قبایلي ضلعې او دغسې د نورو سیمو د انټرنیټ لپاره یو ارب روپۍ منظور کړي دي.''

د فریډم هاوس د انټرنیټ په برخه کې خپلواکي لرونکیو هېوادونو په فهرست کې جرمني په ۷۹ م او امریکا په ۷۵ م نمبر راغلی. دغسې په جزوي توګه د انټرنیټ په برخه کې خپلواکي لرونکیو هېوادونو کې بیا هند پر ۴۹م نمبر، عراق پر ۴۱م او بنګله دیش پر ۴۰م نمبر دی.

XS
SM
MD
LG