د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان خلکو پر انټرنېټ د بندېز خلاف مظاهرې کړي


د جنوبي وزیرستان په ګڼو سیمو کې له تېرې یوې اوونۍ راهېسې پر انټرنیټ بندیز لګېدلی چې له وجې یې خلکو د اپریل پر ۲۲مه مظاهرې کړې دي.

د اپریل پر۲۲مه، د سرې روغې اوسيدونکي اسحاق مسيد مشال رېډيو ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې حکومت په جنوبي وزيرستان کې د امنيتي وجوهاتو له کبله چټک انټرنیټ (تري جي او فور جي) بند کړی دی. نوموړی وايي، د انټرنېټ د بندیدو خلاف په سره روغه، واڼا او د جنوبي وزيرستان په یو شمېر نورو سيمو کې مظاهرې شوي دي.

د مکين يو اوسيدونکي شهريار مسيد بيا د اپریل پر ۲۲مه، مشال رېډيو ته وويل چې د جنوبي وزيرستان ټول فور جي انټرنېټ نظام بند کړل شوی دی چې له کبله يې زده کونکي،کاروباريان او هغه خلک ډېر اغېزمن شوي چې خپلوان یې په نورو هېوادونو کې دي.

بلخوا د جنوبي وزيرستان مرستيال کمېشنر فرحان خان د اپریل پر ۲۲مه، ورځ مشال رېډيو ته وويل چې د دغې مسلې په حل خبرې روانې دي او ده ته لا هم معلومه نه ده چې انټرنېټ ولې بند کړل شوی دی؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG