د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انټرنېټ څار نړیواله اداره: پاکستان کې د څو ساعتونو لپاره یوټیوب تړل شوی وو


د انټرنېټ د څار نړيوالې ادارې نېټ بلاکس په پاکستان کې د يوټيوب د بندېدو تصديق کړی دی.
د انټرنېټ د څار نړيوالې ادارې نېټ بلاکس په پاکستان کې د يوټيوب د بندېدو تصديق کړی دی.

په پاکستان کې د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه ټولنيزه شبکه يوټيوب د څو ساعتونو لپاره په موقتي توګه بنده شوې وه.

د انټرنېټ د څار نړيوالې ادارې نېټ بلاکس د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه پر ټوېټر وليکل چې يوټيوب د پاکستان د انټرنېټي خدماتو ورکوونکو پر ګڼو شبکو پر داسې وخت له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی چې ورباندې د پخواني وزیراعظم عمران خان وينا په ژوندۍ بڼه خپرېده.

اداره وايی چې يوټيوب پر دې سربېره بند شوی چې د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پیمرا) د اسلام اباد های کورټ پر حکم په ژوندې بڼه د عمران خان د ویناګانو پر خپرولو بندیز لرې کړی دی.

اسلام اباد های کورټ دا حکم د اګست پر ۲۹مه نېټه ورکړی وو. پیمرا د اګست پر ۲۰مه ناوخته د هېواد ټېلېويژن چینلونو ته امر کړی وو چې د عمران خان ویناوې دې نېغ په نېغه نه نشروي.

پر همدې ورځ عمران خان په اسلام اباد کې یو جلسې ته وینا کړې وه چې د پیمرا په وینا یې پکې "بې اساسه تورونه پورې کړي ول او کرکه خپروونکې او د خلکو پارونکې" خبرې يې کړې وې.

خو عمران خان او تحریک انصاف دا تورونه "بې ځایه" بللي ول او د دې امر پرضد یې اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړی وو.

د ډېجيټل حقونو لپاره کارکونکي اسامه خلجي د سېپټېمبر پر شپږمه نېټه پر ټوېټر په بیان کې د یوټیوب تړل "يو غير اييني او غيرقانوني سانسور" بللی چې د ده په وينا، باید ورڅخه ډډه وشي.

حکومت او د يوټيوب چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG