د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د میرلي ځوانانو پر انټرنېټ د بندېز خلاف مظاهره کړې


دا له هغې وروسته ده چې د شمالي وزیرستان انتظامیې په سیمه کې پر ډي ایس ایل انټرنیټ بوسټر بندیز لګولی
دا له هغې وروسته ده چې د شمالي وزیرستان انتظامیې په سیمه کې پر ډي ایس ایل انټرنیټ بوسټر بندیز لګولی

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د ځوانانو تنظیم، د فبرورۍ پر ۲۵مه، د ځايي انتظامیې لخوا پر بوسټر انټرنیټ باندې د بندیز د پریکړې خلاف احتجاج کړی.

یو احتجاج کوونکي ځوان شفقت داوړ د فبرورۍ پر ۲۵مه مشال رېډيو ته وویل چې په سیمه کې وار له مخې د ۳ جي او فور جي په نوم د چټک انټرنیټ سهولت نشته نو ځکه دوی د اینټینا په ذریعه ځان ته په ډي ایس ایل کنکشن انټرنیټ برابر کړی وو چې اوس پر بوسټر د پابندۍ له امله ترې دوی محرومه شوي دي.

هغه وايي:

"دا احتجاج د انټرنېټ د بندولو خلاف وو. انتظامیه وايي چې چا هم د انټینا په ذریعه انټرنېټ بوولی نو دا غیرقانوني ګام دی او دا دې بند شي. زموږ مطالبه د دې احتجاج په توسط دا ده چې که حکومت د انټرنیټ د ترلاسه کولو دا لاره غبر قانوني بولي نو په قانوني لاره دې راته چټک انټرنېټ راکړي. موږ په دې ان لاین کلاسونه اخلو او سخت ضرورت ورته لرو."

د سیمي ځینو نورو اوسیدونکو مشال راډیو ته وویل، د ضرب عضب له عملیاتو وړاندې د هغوی سیمه کې ډي اېس اېل انټرنېټ موجود وو خو بیا د جنګ له وجې هغه هم له منځه ولاړ.

دا تر هغې وروسته ده چې د شمالي وزیرستان انتظامیې په سیمه کې پر ډي ایس ایل انټرنیټ بوسټر بندیز لګولی او له ولس نه یې بوسټرې راټولې کړي دي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا بوسټرې غیرقانوني دي چې ورڅخه ترې ترهګر ګټه پورته کولای شي نو ځکه یې د دې خلاف کارروايي پیل کړی ده.

XS
SM
MD
LG