د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات درو تحصیلونو کې انټرنېټ تړل شوی دی


په پېښور کې یوشمېر خبریالان انټرنېټ کاروي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوشمېر خبریالان انټرنېټ کاروي - پخوانی انځور.

د سوات په درو تحصیلونو مټې، کبل او خوازه خېله کې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې انټرنېټ تړلی دی.

د هغو سیمو اوسېدونکو د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۰مه انټرنېټ تړلی دی چې له وجې یې له نړۍ سره رابطې پرې شوې دي.

په مټه کې د طب زده کوونکي ضیا الله وویل چې د انټرنېټ نه شتون له وجې په پرلیکه (انلاین) درسونو کې برخه نه شي اخیستای او د زده کړو مواد هم نه شي ښکته (ډاونلوډ) کولای.

د کبل اوسېدونکی ابراهیم خان وايي، د انټرنېټ نه شتون له وجې د خلکو په بهرنیو هېوادونو کې له خپلوانو سره رابطې قطع شوې دي. ده زیاته کړه چې که انتظامیې ژرترژره انټرنېټ بحال نه کړ نو احتجاج پیلوي.

انتظامي او امنیتي چارواکو د سوات د درو تحصیلونو د اوسېدونکو څرګندونو په اړه مشال راډیو ته خپل دریځ ور نه کړ خو هلته د انټرنېټي خدماتو ورکوونکو ادارو زونګ او ټېلېنار چارواکو وویل چې انتظامیې یې ورسره په دې کار کې مشوره نه ده کړې او انټرنېټ یې تړلی دی.

انتظامي او امنیتي سرچینو چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، انټرنېټ یې د امنیتي وجوهاتو له کبله تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو ضد کارروایۍ پیلوي.

تر دې یوه اوونۍ وروسته، د سوات چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې د امنیت ټینګښت لپاره د پوځ درې ډېوېژنه او ګڼ پولیسان سیمې ته تللي دي. پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر ۱۵ کلونو وروسته د سوات امنیتي چارې پولیسو ته سپارلې وې.

تر دې مخکې په سوات او کوز دیر کې د وسله والو فعالیتونو مخنیوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې وې.

له سوات پرته، د روان کال له جولای راهیسې خلکو په شمالي او جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، او پېښور کې خلکو د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

ولسي غونډې تر هغې وروسته پیل شوې چې په یوشمېر ضلعو کې بریدونه وشول او خلکو د وسله والو ډلو د بیا منظمېدو دعوې وکړې. خو د خیبر پښتونخوا صوبايي او د پاکستان وفاقي حکومت وايي، د قبایلو په ګډون په ټولو ضلعو کې د امنیت، او د قانون او ایین عملدارۍ ته ژمن دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG