د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې په نښتو کې ۱۸ تنه وژل شوي، تر ۲۰ زیات ژوبل دي


د کورمې مشرانو او فعالانو د اکتوبر پر ۲۹مه په احتجاج کې پر دواړو خواوو د اوربند کولو غږ وکړ.
د کورمې مشرانو او فعالانو د اکتوبر پر ۲۹مه په احتجاج کې پر دواړو خواوو د اوربند کولو غږ وکړ.

په کورمه کې د شیعه او سني ولسونو ترمینځ له یوې اوونۍ راهیسې په روانو نښتو کې ۱۸ تنه وژل شوي دي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي.

د مرګژوبلې دا ارقام په بوشهره (بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي)، بالشخېلو، تري منګلو، پیواړ، سدې او په ځینو نورو سیمو کې په جګړه کې ښکېلو خواوو مشال راډیو ته ورکړي دي خو حکومتي چارواکو او خپلواکه سرچینو یې د کره والي تصدیق نه دی کړی.

د اکتوبر پر ۲۵مه د بره کورمې په بوشهرو کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتې پیل شوې چې کره لامل یې معلوم نه دی خو تر دې مخکې د نښتو لامل اکثر د ځمکو پر سر لانجې وي چې له کبله یې کله نا کله فرقه ییز تاوتریخوالی هم کېږي.

له دې پرته د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۲۳مه، په خیرالدین کلي کې وسلوالو د لقمانخېلو پر هغو اوسېدونکو برید وکړ چې د شلوزان تنګي له خوړه یې بجري وړله. د دې په غبرګون کې شیعه او سني ډلو پر یو بل بریدونه پیل کړل چې مرګژوبله یې واړوله. تر دې وروسته یو ولسي لښکر په شلوزان تنګي کې د سنیانو کورونه ړنګ کړل. د دې په ردعمل یا عکس العمل کې د شلوزان تنګي اوسېدونکو احتجاج پیل کړ او د تګ راتګ لارې یې وتړلې.

د سیمې ترینګلو حالاتو ته په کتو، ضلعي انتظامیې د مشرانو جرګه جوړه کړه خو دا هڅې هغه وخت ناکامه شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه د کوزې کورمې په چارخېل کې وسلوالو پر هغو ګاډو ډزې وکړې چې شیعه ګان پکې سپاره ول او پاړه چینار ته روان ول.

د سیمې خلک وايي، مخکې جګړه په بوشارو، خوار کلي، بالش خېلو او سده کې روانه وه خو اوس یې لمن تر کونج علیزیو، غوزګړۍ، پیواړ او تري منګلو غځېدلې ده.

د اکتوبر پر ۲۸مه دواړو خواوو د یو بل پر ضد درنې وسلوالې وکارولې. د پیر قیوم یو ځايي مشر حکمت خان حکمتیار د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په جګړه کې دواړه خواوې نه یوازې د یو بل مورچې ولي بلکې پکې کورونه هم په نښه شوي دي.

په سیمه کې د حالاتو تر خرابېدو وروسته د موبایل او انټرنیټ خدمات ځنډول شوي او د تګ راتګ لارې تړل شوي دي. په سیمه کې تعلیمي ادارې هم بندې دي.

یوشمېر سوداګرو او ډرېورانو د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د لارو تړل کېدو له کبله افغانستان ته مال لېږدوونکي شاوخوا ۱۵۰ ګاډي بند پاتې دي.

د سوداګرو ټولنې مشر مصایب حسین مشال راډیو ته وویل د خرلڅیو پولې هغې خوا ته هم یوشمېر ګاډي بند پاتې دي او کورمې ته نه شي اوښتای.

دی وايي، په زیاتره لاریو کې سبزۍ او مېوې بار دي او که لارې خلاصې نه شي نو بزګرانو او سوداګرو ته به لوی تاوان ورسي.

اخوا د کورمې او اورکزیو ضلعو د مشرانو او چارواکو یوه جرګه د اوربند هڅه کوي او د دې لپاره یې د شیعه ګانو او سنیانو له ولسي مشرانو سره لیدلي دي او ورسره یې خبرو ته دوام ورکړی دی.

په همدې حال کې د کورمې یوشمېر مشرانو، سیاستوالانو او مدني فعالانو د اکتوبر پر ۲۹مه د پېښور د خبریالانو مرکز مخکې ته مظاهره کړې ده.

دوی تر مظاهرې مخکې په یو ګډ بیان کې ویلي ول چې د احتجاج له لارې پر حکومت د تاوتریخوالي د درولو ټینګار کوي.

مظاهرچیانو په کورمه کې له دواړو خواوو څخه وغوښتل چې اوربند دې وکړي او د خبرو له لارې دې مسلې هوارې کړي.

د کورمې انتظامي مشر سیف الاسلام د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته ویلي ول چې هڅه کوي ژر امنیت بحال کړي او د تګ راتګ لارې بیا پرانیزي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.

د تړون له مخې که په سیمه کې کومه ناخواله پیدا کېږي نو په غبرګون کې به د غچ اخیستو پر ځای حکومت ته مراجعه کوي.

په هغه جرګه کې پرېکړه شوې وه چې که هر فریق د دې اصولو سرغړونه وکړي نو حکومت به ورڅخه ۱۲ کروړه روپۍ جرمانه اخلي او پر ضد به یې قانوني کارروایي کوي.

د سیمې مشران وایي، هغه تړون عملي نه شو او هغه وخت هم ورباندې د ضلعي انتظامیې او پولیسو دریځ مخې ته رانغی خو پخوانی وفاقي وزیر ساجد حسین توری وایي د کمېشنر جرګه د اکتوبر له ۲۷مې راهیسې په کورمه کې ده او مذاکراتو ته یې دوام ورکړی دی.

سږ کال د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

XS
SM
MD
LG