د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه: پر مساپر وړونکو ګاډو برید کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي دي


په کورمه کې پوځیان له پاړه چیناره د امنیت ټینګښت لپاره روان دي - پخوانی انځور.
په کورمه کې پوځیان له پاړه چیناره د امنیت ټینګښت لپاره روان دي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په کورمه کې پر مساپر وړونکو ګاډو د وسلوالو په ډزو کې لږترلږه درې تنه وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د سیمې یو پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۶مه د کوزې کورمې په څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې پر هغو ګاډو ډزې کړې دي چې شیعه ګان پکې سپاره ول او پاړه چینار ته روان ول.

اخوا د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران له مشال راډیو سره په خبرو کې د مرګژوبلې کره شمېر و نه ښود خو ویې ویل چې د پېښې ښکار شوي یې د ټل پوځي روغتون ته لېږدولي دي.

ده وویل چې هغه ګاډي د پولیسو په بدرګه کې روان ول.

عمران زیاته کړه چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي او په برید کې د ککړو کسانو لټون روان دی.

په کورمه کې نښتې

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر له ۲۵مې راهیسې د بره کورمې په بوشهرې (بوشارو او بوشېرو هم بلل کېږي) کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتې شوې دي.

په سیمه کې د پولیسو یو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نښته د اکتوبر پر ۲۵مه پیل شوه او په خوار کلي او بالشخېلو کې د اکتوبر پر ۲۶مه هم ډزې روانې دي چې پکې د مرګژوبلې په اړه معلومات نه لري.

البته د سیمې اوسېدونکي وايي چې په نښته کې دواړو خواوو ته دوه تنه وژل شوي او درې ژوبل دي.

پولیس چارواکی زیاتوي چې امنیتي سرتېري د اوربند او امنیت بحالۍ هڅه کوي.

د دواړو خواوو مشرانو له مشال راډیو سره په خبرو کې پر یو بل د ډزو پیلولو تور پورې کړی دی.

تر اوسه پورې د نښتې پیلېدو لامل معلوم نه دی خو تر دې مخکې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د نښتو لامل اکثر د ځمکو پر سر لانجې، د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې وي.

د سیمې یوه اوسېدونکي محمد ریاض مشال راډیو ته وویل چې د دواړو خواوو مشرانو د اکتوبر پر ۲۵مه هڅه کوله چې د شلوزان تنګي د اوسېدونکو احتجاج ختم کړي، تړلې لارې پرانیزي او امنیت بحال کړي خو نښته پیل شوه.

د مليخېلو حشمت علي د اکتوبر پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې په بوشهرې کې د دواړو لوریو ترمینځ د ځمکې لانجه ده چې د هواري لپاره یې جرګه هم جوړه شوې، خو په وینا یې چې نه پوهېږي چې تازه نښته ولې شوې ده.

په کورمه کې د اکتوبر پر ۲۳مه وسلوالو د لقمانخېلو سیمې دوه کسان ووژل چې د هغې په غبرګون کې شیعه ګانو او سنیانو پر یو بل حملې وکړې. تر دې وروسته یو ولسي لښکر په شلوزان تنګي کې د سنیانو کورونه ړنګ کړل.

تر دې وروسته د شلوزان تنګي اوسېدونکو احتجاج پیل کړ او د تګ راتګ لارې یې وتړلې.

خو د سیمې پولیس وايي چې د فرقه ییزو نښتو د مخنیوي هڅې کوي. د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته ویلي ول چې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د شخړو د مخنیوي لپاره یې ګامونه اخیستي دي او له دواړو خواوو سره په رابطه کې دي.

په کورمه کې د جولای پر ۱۳مه شیعه او سني ډلو غونډه کړې وه او پر دې سلا شوي ول چې که په سیمه کې کومه ناخواله پیدا کېږي نو په غبرګون کې به د غچ اخیستو پر ځای حکومت ته مراجعه کوي.

په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې که هر فریق له دې اصولو سرغړونه وکړي نو حکومت به ورڅخه ۱۲ کروړه روپۍ جرمانه اخلي او پر ضد به یې قانوني کارروایي کوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG