د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې مشرانو پر ولس غږ کړی چې پر ټولنيزو رسنیو له کرکې خورولو ډډه وکړي


 په کورمه کې پر ټولنیزو رسنیو فرقه ایز تاو تریخوالي ته لمن وهونکو ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته هلته انټرنیټ بند کړل شوی وو.
په کورمه کې پر ټولنیزو رسنیو فرقه ایز تاو تریخوالي ته لمن وهونکو ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته هلته انټرنیټ بند کړل شوی وو.

د خیبر پښتونخوا د کورمې ضلعي چارواکو او ځايي سیاسي او مذهبي مشرانو پر ولس غږ کړی دی چې پر ټولنيزو رسنیو دې د کرکې له خورولو ډډه وکړي.

د بره کورمې مرستیال کمشنر حفیظ الله د اګست پر ۱۸مه له مشال راډيو سره په خبرو کې پر ولس غږ وکړ چې انټرنيټ او ټولنيزې رسنۍ په سیمه کې د سولې لپاره وکاروي.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه سیمه کې له تيرې څه مودې راهیسې بند انټر نيټ د اګست پر ۱۸مه بحال شو.

په کورمه کې د اګست پر ۱۱مه، تر هغې وروسته د ضلعې په بېلا بېلو برخو کې پر انټرنیټ او موبایل خدماتو، حکومت بندیز ولګاوی چې پر ټولنیزو رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې فرقه ییز تعصب او کرکې ته پکې لمن وهل شوې وه.

مرستیال کمېشنر وویل ''د کورمې ډېر باشعوره او پوهه ولس دی او پکار ده چې انټرنیټ د مثبتو کارونو لپاره استعمال کړي او د کرکې او نفرت له خورولو ډډه وکړي. که څوک دا کار کوي باید هغه چارواکو ته په ګوته کړل شي.''

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې هم رامنځ ته شوې دي.

د ۲۰۲۳م کال د جولای پر اوومه د ځمکې لانجې پر سر پیل شویو نښتو وروسته فرقه ییزه بڼه خپله کړه. په هغو شپږ ورځنیو نښتو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شول.

وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې پر یو کلن اوربند موافقه وکړه. تر دې وړاندې د مې پر څلورمه پارېدلو کسانو د تري منګلو په دولتي ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

د صدې يو ځايي مشر ملک عبدلولي خان مشال راډيو ته وویل، انټرنیت د خلکو ضرورت ګرځیدلی خو که د کرکې خورولو لپاره یې د سیمې خلک بیا کارول پیل کړي نو ښایي دا اسانتیا ترې بېرته واخیستل شی او خلک بیا په مشکل کې شي.

خو د پاړه چینار میر افضل خان توري مشال راډیو ته وویل چې حکومت باید د هغو خلکو پرضد کارروایي وکړي چې د انټرنیټ له لارې فرقه ییز تعصب خوروي.

هغه د اګست پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د ځینو خلکو پر غلط حرکت له ټولو خلکو انټرنیټ قطع کول انصاف نه دی.

نوموړي زیاته کړه چې که حکومت یو ځل د هغو کسانو چې غلط مواد خپروي، پرضد کارروایي وکړه نو څوک به بیا داسې جرت نه کوي.

په کورمه کې دا شپږم ځل دی چې حکومت پر انټرنیټ بندیز لګوي. تر دې مخکې په جولای کې د شیعه سني ډلو ترمینځ تر جنګونو وروسته، حکومت تر درې اونیو هغه سهولت ځنډولی وو.

دا راز په ۲۰۱۶ز کال کې د بدامنۍ تر ځینو پېښو وروسته حکومت د سیمې انټرنیټ پینځه کاله بند ساتلی وو چې هغه بندیز وروسته پر عدالتي حکم اوچت شو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG