د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې شیعه او سني مشرانو د امنیت ټینګښت لپاره جرګه کړې ده


په کورمه کې شیعه او سني مشران د امن جرګې په مهال په تالار کې ناست دي - انځور له ارشیفه
په کورمه کې شیعه او سني مشران د امن جرګې په مهال په تالار کې ناست دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې شیعه او سُني مشرانو په سیمه کې د امنیت ټینګښت پر موضوع جرګه کړې ده.

د اکتوبر پر ۲۴مه هغې جرګه کې د نیول شویو کسانو خلاصولو اوپر ټولنیزو رسنیو د مذهبي کرکې د مخنیوي پر موضوعاتو دواړو خواوو خبرې کړي دي.

تر جرګې وروسته د سیمې مشر جلال حسین بنګش مشال راډیو ته وویل چې په بالیشخېلو کې د حکومت په سرپرستۍ کې جوړې شوې هغې جرګې د تاو تریخوالي پېښو وروسته درې نیول شوي کسان خپلو خپلوانو ته وسپارل شول.

دا تر هغې وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۳مه، په خیرالدین کلي کې نامعلومه کسانو د لقمان خېلو پر هغو اوسېدونکو برید وکړ چې هغوی له شیلوزون تنګي خوړ باجري وړله. تر دې وروسته شیعه او سنې ډلو پر یو بل بریدونه پېل کړل چې مرګژوبله یې واړوله. په بریدونو کې د دواړو خواوو درې کسان ووژل شول او پینځه ژوبل شول. دا راز درې کسان بندیان شول.

د دې ترڅنګ په شیلوزون تنګې کې پارېدلو خلکو د سېمې د خلکو کورونه ړنګ کړل. په غبرګون کې یې د شیلوزون تنګې خلکو احتجاج شروع کړ چې لا هم دوام لري.

د شیلوزون تنګې مقامي مشر مولانا داود حقاني مشال راډیو ته وویل چې د خیرالدین کلي پېښه د شخصي دښمنۍ زېږنده وه خو مذهبي رنګ ورکړل شو. خو د لقمان خېلو مقامي مشر تجمل حسین مشال راډیو ته وویل، هغوی له چا سره شخصي دښنمني نه لرله. نوموړي زیاته کړه چې که څه هم د دوی کلي خلک په نښه شول خو نه یې د چا کورونه ړنګ کړي او نه یې غیرقانوني ګام اخیستی دی.

د مرګژوبلې تر پېښو وروسته په سیمه کې ترینګلتیا دوام لري، ځینې لارې تړل شوي او انټرنیټ بند کړل شوی دی.

د کورمې پولیس وايي د وروستيو ناامنيوو تر پېښو وروسته، د فرقه ییزو شخړو د مخنيوي کوښښ کوي. د دې ضلعې پولیسو مشر محمد عمران د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د شخړو د مخنیوي لپاره یې ګامونه اخیستي دي او له دواړو خواوو سره په رابطه کې دي.

په کورمه کې د جولای پر ۱۳مه شیعه او سني ډلو غونډه کړې وه او په دې سلا شوي ول چې که په سیمه کې کومه ناخواله پیدا کېږي نو په غبرګون کې ډلې د بدلې اخیستو پر ځای حکومت ته مراجعه کوي.

په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې که هر فریق له دې اصولو سرغړونه وکړي نو حکومت به ورڅخه ۱۲ کروړه روپۍ جرمانه اخلي او پر ضد به یې قانوني کارروایي کوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG