د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه نښتې: صوبايي حکومت ضلعې ته د پوځ او اېف سي سرتېري وربللي


د پاکستان پوځ یو کاروان د کورمې له یوې برخې څخه بل لوري ته روان دی - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځ یو کاروان د کورمې له یوې برخې څخه بل لوري ته روان دی - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د ځمکې لانجې پر سر نښتې پر شپږمه ورځ هم دوام لري او صوبايي حکومت د امنیت ټینګښت لپاره سیمې ته د پوځ او اېف سي ځواک سرتېرو استولو اعلان کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ او اېف سي ځواک سرتېري به د امنیت تر بحالېدو پورې په کورمه کې وي.

په همدې حال کې د کورمې انتظامیې د وضعیت کنټرول لپاره په ضلع کې د جنايي قانون ۱‍۴۴مه ماده (دفعه) عملي کړې ده چې ورسره سم، پر جلسو او لاریونونو، په یو ځای کې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلو پر ګرځولو بندیز دی.

د جولای پر اوومه د بوشهرې (چې بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي) او د ډنډرو سیمو اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښتې پیل شوې چې دوه ورځې وروسته د کورمې نورو برخو ته هم وغځېدې.

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن په جون کې هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړ.

روغتیايي چارواکي وايي چې په نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي.

د پاړه چینار روغتون مشر ډاکتر میر حسن د جولای پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، تر نښتو پیلېدو وروسته تر اوسه هلته اته مړي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل ورلېږدول شوي دی. دی زیاتوي چې له ژوبلو څخه یې د زیاترو روغتیايي حالت له خطرې بهر دی.

تر دې یوه ورځ مخکې د سدې روغتون مرستیال مشر ډاکتر ارباب مشال راډیو ته ویلي ول چې هلته دوه مړي او ۱۴ ژوبل کسان ورانتقال شوي دي.

روغتیايي چارواکي وايي د پاړه چینار روغتون ته اته مړي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل کسان وروړل شوي دي - پخوانی انځور.
روغتیايي چارواکي وايي د پاړه چینار روغتون ته اته مړي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل کسان وروړل شوي دي - پخوانی انځور.

په همدې حال کې د کواټ د انتظامي مشر ډاکتر عظمت وزیر په مشرۍ ۳۰ کسیزه جرګه کورمې ته رسېدلې او په نښتو کې یې د ښکېلو خواوو له مشرانو سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

په جرګه کې د کواټ، هنګو او اورکزیو سني او شیعه او ولسي مشران شامل دي.

وزیر د جولای پر ۱۱مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، په جګړه کې د ښکېلو خواوو مشران په اوربند سلا شوي دي او ژر به هلته وضعیت سم شي.

د عوامي نیشنل ګوند یو ځايي مشر پیر ذوالفقار بوټو سیمې ته د جرګې ورتګ ښه ګام بولي او وايي، د هغه ګوند پلاوی هم د جولای پر ۱۲مه کورمې ته ځي.

دی ټینګار کوي چې په کورمه کې تازه تاوتریخوالی د ځمکو لانجو پر سر پیل شوی او لامل یې فرقه ییز نه دی.

په کورمه کې امنیتي وضعیت د مې میاشتې له پیل راهیسې خراب دی. د مې پر څلورمه پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو په دولتي ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

د مې میاشتې له پېښې راهیسې په سیمه کې تاوتریخوالی او د نښتو یوشمېر پېښې وشوې او اوسمهال نښتې تر بوشهرو، ډنډرو، بالشخېلو، سر سرنګ، ښار کلي، میرو کڅ، مقبل او ځینو نورو سیمو غځېدلې دي.

XS
SM
MD
LG