د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سني او شیعه ډلې په ګډه د امنیت ټینګولو لپاره سلا شوي


د اکتوبر پر شپږمه په سده کې د جرګې ګډونوال د امن لپاره دوعا کوي.
د اکتوبر پر شپږمه په سده کې د جرګې ګډونوال د امن لپاره دوعا کوي.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې شیعه او سني مشرانو د امنیت د ښه کولو او دخپلمنځيو شخړو د هواري په اړه د سلا مشورې لپاره جرګه کړې ده.

د اکتوبر پر شپږمه د کورمې په صده کې شوې دې جرګه کې پر دې خبرې شوې دي چې د سیمې د امنیت د ټینګښت او د هر ډول خپلمنځي شخړو د هواري لپاره به په شریکه کار کېږي.

ځايي انتظامیې یاده جرګه وروسته له هغې بللې وه چې په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د جرګې یو ګډونوال ملک فخر زمان مشال راډیو ته وویل چې دا جرګه به ښې پایلې ولري. د ملک فخر زمان په وینا، انتظامي چارواکو هم ډاډ ورکړی چې دوی به خپلې ذمه وارۍ سرته رسوي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د مذهبي ډلو مشران د حکومت په سرپرستۍ کې په پاړه چینار کې راغونډ شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې سني مشرانو تور پورې کړی چې د سېپټېمبر پر اوومه په کونج عليزیو کې اهل تشیع د دوی څلور تنه درولي او ورسره یې ناسم چلند کړی دی.

د شیعه ګانو مشران دا تور ردوي او وايي، هغه کسان پر هغه ورځ د امام حسین د څلوېښتۍ د مراسمو پر مهال د ښځو لپاره پر ځانګړو شویو لارو ګرځېدل.

شیعه او سني مشران د اکتوبر پر شپږمه د غونډې پر مهال د یوې خېمې لاندې ناست دي
شیعه او سني مشران د اکتوبر پر شپږمه د غونډې پر مهال د یوې خېمې لاندې ناست دي

تر هغې وروسته د کورمې د امن جرګې مشرانو د سېپټېمبر پر ۱۶مه پر شیعه ګانو او سنیانو غږ وکړ چې د امن موافقې ته ژمن پاتې شي او هره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG