د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د مخالفو لوریو ترمینځ د یو کلن اوربند موافقه شوې ده


په کورمه کې د ځمکې لانجې پر سر تر نښتو وروسته امنیتي سرتېري مورچو ته ختلي - پخوانی انځور
په کورمه کې د ځمکې لانجې پر سر تر نښتو وروسته امنیتي سرتېري مورچو ته ختلي - پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په کورمه ضلع کې مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړې ده.

د کواټ ډېوېژن انتظامي مشر، د پولیسو مشر، د امنیتي ځواکونو لوړپوړي چارواکي او په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی ساجد حسین توری هم د جولای ۱۳مې په جرګه کې شامل ول.

تر دې یوه ورځ مخکې مخالفو خواوو د ځمکو لانجو پر سر تر شپږ ورځنیو نښتو وروسته لنډمهالی اوربند کړی وو.

د هغې ضلعې انتظامي مشر حفیظ الله د جولای پر ۱۲مه ناوخته مشال راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي، د کواټ، هنګو او اورکزیو له ۳۰ کسیزه جرګې سره تر خبرو وروسته په نښتو کې ښکېلو خواوو تر ۳۰ زیاتې مورچې پوځ او د اېف سي ځواک سرتېرو ته وسپارلې.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د امنیت ټینګښت لپاره سیمې ته د پوځ او اېف سي ځواک سرتېرو استولو اعلان وکړ.

په هغه ضلع کې د وضعیت کنټرول لپاره د جنايي قانون ۱‍۴۴مه ماده (دفعه) عملي ده چې ورسره سم، پر جلسو او لاریونونو، په یو ځای کې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د وسلو پر ګرځولو بندیز دی.

د جرګې غړي او د کواټ یوه ولسي مشر پیر نواز شاه د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند تر اعلان وروسته د جرګې غړي هرې مورچې ته ورغلل او هغه یې امنیتي ځواکونو ته وسپارلې.

د کواټ انتظامي مشر ډاکتر عظمت الله وزیر د جولای پر ۱۳مه شپې ناوخته مشال راډیو ته وویل، د دواړو خواوو ترمینځ یې یو کلنه تیږه ايښې او د سیمې ټولې قبیلي د خبرو له لارې د لانجو پر هواري سلا شوې دي.

دی وايي، د جرګې د پرېکړې له مخې، د کورمې ضلعې ټولې لارې به د ټولو خلکو تګ راتګ لپاره خلاصې وي او که په یو ځای کې څه ناوړه پېښه کېږي نو اوسېدونکي به یې د قانون سرغړوونکي چارواکو ته سپاري.

وزیر زیاتوي چې که هر لوري د موافقې سرغړونه وکړه نو نه یوازې به جرګې ته ناغه ورکوي بلکې پرضد به یې قانوني اقدام هم کېږي.

د جرګې ګډونوال او د پاړه چینار جمیل حسین توري مشال راډيو ته وویل چې اوس به جرګه د مخالفو لوریو ترمینځ د ځمکې د لانجې هواري هڅې کوي.

دی وايي، په جون کې د صوبايي حکومت کمېشن د شریکو یا شاملاتي ځمکو د لانجو هواري چارې پیل کړې نو هیله من دی چې له دې سره به زیاتره کشالې حل شي او سیمه به د امنیت پر لوري روانه شي.

د جولای پر اوومه د بوشهرې (چې بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي) او د ډنډرو سیمو اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښتې پیل شوې چې دوه ورځې وروسته د کورمې نورو برخو ته هم وغځېدې.

د ضلعې انتظامي او روغتیايي چارواکي وايي چې په شپږ ورځنیو نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي.

په کورمه کې اهل تشیع او سنیان ګډ اوسي او هلته د ځمکو یوشمېر لانجې دي چې پر سر یې په تېرو کلونو کې خونړۍ نښتې شوې دي.

په کورمه کې امنیتي وضعیت د مې میاشتې له پیل راهیسې خراب دی. د مې پر څلورمه پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګیدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو په دولتي ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ژوبل شوي ول.

د مې میاشتې له پېښې راهیسې په سیمه کې تاوتریخوالی او د نښتو یوشمېر پېښې وشوې او اوسمهال نښتې تر بوشهرو، ډنډرو، بالشخېلو، سر سرنګ، ښار کلي، میرو کڅ، مقبل او ځینو نورو سیمو غځېدلې دي.

XS
SM
MD
LG