د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د کورمې له مشرانو په امنیت ساتلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې


د سېپټېمبر پر ۲۹مه د کورمې ولسي او حکومتي مشرانو غونډه وکړه.
د سېپټېمبر پر ۲۹مه د کورمې ولسي او حکومتي مشرانو غونډه وکړه.

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو د کورمې د امنیت په اړه له ځايي مشرانو سره د امنیت پر موضوع غونډه کړې ده.

په غونډه کې شریک د کورمې یو ځايي قبایلي مشر ملک بدیع الزمان مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر د ۲۹مې په غونډه کې د کورمې په مجموعي او امنیتي حالت خبرې شوې دي. ده وویل، حکومتي چارواکي غواړي چې ځايي مشران دې ورسره د امن پر ځای ساتلو کې همکاري‌ وکړي.

د اويدر خېلو ملک بديع الزمان مشال راډیو ته د جمعې پر ورځ وویل، حکومت له ولسي مشرانو غوښتل چې د امنیت په ساتلو کې ورسره مرسته وکړي خو مشرانو ورته وویل چې د امنیت ساتل د حکومت ذمه واري ده.

یاده غونډه له هغې وروسته شوې چې په علي شیرزو کې د لټون تر عملیاتو وروسته پوځ او د ملیشې ځواک سرتیري په وسلوالو پسې پاړه چمکني ته ورغلي.

په غونډه کې شریک یو بل قبایلي مشر مولانا محمد یعقوب مشال راډیو ته وویل، که څه هم په کورمه کې په دا وروستیو کې د ترهګرۍ ځینې پېښې شوي دي‌ خو د ده په وینا، وسلوال هلته په منظم ډول موجود نه دي.

د حکومت او امنیتي ادارو له خوا تر اوسه په دې اړه وضاحت مخې ته نه دی راغلی چې دوی په غونډه کې له ځايي قبایلي مشرانو څه غوښتنه کړې ده.

خو د پاکستان امنیتي ادارو تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې له ځايي خلکو غوښتنه کړې وه چې هغوی دې د وسله والو پرضد د امن لښکرې جوړې کړي خو هغوی یې دا غوښتنه رد کړې وه.

په مینځنۍ کورمه کې په پخوا وختونو کې وسله والو پياوړي مرکزونه درلودل خو په ۲۰۱۰ز کال کې هلته پوځي عملیات وشول او سیمه له وسلوالو پاکه شوه خو په دې وروستیو کې هلته ترهګریزې او فرقه ییزې نښتې وشوې.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه وسلوالو پر شکر تنګي پوسته برید وکړ او یو امنیتي سرتیری یې وواژه او نهه یې ژوبل کړل.

تر دې یوه ورځ مخکې په ساتین کې وسلوالو د پولیسو پر ګاډي برید وکړ.

د اګست پر ۲۶مه په تړلي کلي کې د وسلوالو په برید کې دوه سرتیري ژوبل شول. د اګست پر ۱۴مه په مزرینه کې پر امنیتي پوسته برید کې دوه سرتیري ووژل شول.

دا راز سږ کال په جولای میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر، تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې څو وارې احتجاجونه وشول.

د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې هڅو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG