د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلک وايي د ۲ ډلو ترمينځ جګړه نورو سیمو ته غځېدلې ده


د کورمې چارواکي د بدامنۍ تر یوې پېښې وروسته د سیمې کتو ته ورغلي دي ـ پخوانی انځور.
د کورمې چارواکي د بدامنۍ تر یوې پېښې وروسته د سیمې کتو ته ورغلي دي ـ پخوانی انځور.

په کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ نښتې په شپږمه ورځ هم دوام لري او د سیمې خلک وايي، د جګړې لمن نورو سیمو ته هم په غځېدو ده.

د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تازه نښتې وروسته له هغې پیل شوې وې چې د اکتوبر پر ۲۳مه، په خیرالدین کلي کې نامعلومه کسانو د لقمان خېلو پر هغو اوسېدونکو برید وکړ چې هغوی له شیلوزون تنګي خوړ باجري وړله. تر دې وروسته شیعه او سنې ډلو پر یو بل بریدونه پېل کړل چې مرګژوبله یې واړوله. تر دې وروسته یو ولسي لښکر په شلوزان تنګي کې د سنیانو کورونه ړنګ کړل. تر دې وروسته د شلوزان تنګي اوسېدونکو احتجاج پیل کړ او د تګ راتګ لارې یې وتړلې.

د سیمې ترینګلو حالاتو ته په کتو، ضلعي انتظامیې د مشرانو جرګه جوړه کړه خو دا هڅې هله ناکامې شوې چې د اکتوبر پر ۲۶مه د کوزې کورمې په چارخېل کې وسلوالو پر هغو ګاډو ډزې وکړې چې شیعه ګان پکې سپاره ول او پاړه چینار ته روان ول.

د سیمې خلک وايي، مخکې جګړه په بوشارو، خوار کلي، بالیش خېلو او سده کې روانه وه خو اوس یې لمن تر کونج علیزو، غوز ګړۍ، پیواړ او تري منګلو غځېدلې ده.

د پیر قیوم یو ځايي مشر حکمت خان حکمتیار د اکتوبر پر ۲۸مه، مشال راډیو ته وویل، ورځ تر بلې جګړه نورو سیمو ته د غځېدو په حال کې ده. هغه وایي، په جګړه کې دواړه خواوې نه یوازې د یو بل پر مورچو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي بلکې کورونه هم په نښه کوي.

په سیمه کې تراوسه د شیعه او سني مشرانو درې ځل ناستې شوي خو بیا هم جنګ تراوسه نه ده درېدلی.

د کورمې یو بل مشر ملک عبدلولي خان د جګړې نه درېدل د حکومت کمزوري ګڼي. هغه مشال راډیو ته وویل، حکومت کولی شي چې په جنګ کې د ښکیلو خواوو ترمینځ روغه جوړه وکړي او د سولې لپاره شوي تړونونه په خلکو عملي کړي.

"د شوو لوظنامو خلاف ورزي کېږي خو پوښتنه یې څوک نه کوي. په سوشل میډیا هم دواړه فرقې د یو بل مذهبي شخصیتونو په شان کې ګستاخي کوي او حالات جګړې ته برابروي."

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

سږ کال په جولای میاشت کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ نښته هله بنده شوه چې له اورکزو، هنګو او کوهاټه مشران سیمې ته په جرګه ورغلل او هلته یې د دواړو خواوو ترمینځ د سولې تړون وکړ.

د تړون له مخې که په سیمه کې کومه ناخواله پیدا کېږي نو په غبرګون کې به د غچ اخیستو پر ځای حکومت ته مراجعه کوي.

په هغې جرګه کې پرېکړه شوې وه چې که هر فریق له دې اصولو سرغړونه وکړي نو حکومت به ورڅخه ۱۲ کروړه روپۍ جرمانه اخلي او پر ضد به یې قانوني کارروایي کوي.

د سیمې مشران وایي هغه تړون عملي نه شو او هغه وخت هم ورباندې د ضلعي انتظامیې او پولیسو دریځ مخې ته رانغلو خو پخوانی وفاقي وزیر ساجد حسین توري وایي د جمعې پر ورځ کمېشنر جرګه کورمې ته ورغلې او مذاکرات پیل شوی دي.

توري د اکتوبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې غواړی لومړی جګړه ودروي او بیا دا مالومه کړي چې حالات ولې او چا خراب کړل.

په جګړه کې تراوسه د ضلعې انتظاميۍ، پولیسو او روغتیا محکمې ترمخه، په نښتو کې له دواړو خواوو ۱۷ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات ژوبل دي.

په سیمه کې د حالاتو تر خرابېدو وروسته د موبایل او انټرنیټ خدمات ځنډول شوي او د تګ راتګ لارې تړل شوي دي. په سیمه کې تعلیمي ادارې هم بندې دي.

د دواړو خواوو مشرانو له مشال راډیو سره په خبرو کې پر یو بل د ډزو پیلولو تور پورې کړی دی.

تر اوسه پورې د نښتې پیلېدو لامل معلوم نه دی خو تر دې مخکې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د نښتو لامل اکثر د ځمکو پر سر لانجې، د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې وي.

د سیمې پولیس وايي چې د فرقه ییزو نښتو د مخنیوي هڅې کوي او له دواړو خواوو سره په رابطه کې دي.

سږ کال د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

تر هغې وړاندې د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG