د لاسرسي ځای

تازه خبر

رپورټ: د خیبر پښتونخوا زرګونه ښوونکي په دوامداره توګه له سکولونو غیر حاضر دي


د خیبر په تیرا کې زده کوونکي د یو سرکاري ښوونځي میدان ته ورغونډ شوي دي - پخوانی انځور.
د خیبر په تیرا کې زده کوونکي د یو سرکاري ښوونځي میدان ته ورغونډ شوي دي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د تعليمي ادارو د څار اداره وايي چې د روان ۲۰۲۳ز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د هغه صوبې په سکولونو کې څه باندې ۲۵،۰۰۰ استادانو دوامداره او یا خورا زیاتې غیر حاضرۍ کړې دي.

هغې ادارې د اکتوبر پر ۲۷مه په رپورټ کې ویلي دي چې له غیر حاضرو ښوونکو څخه یې څه باندې ۸،۰۰۰ هغه دي چې په دوامداره ډول دندو ته نه دي تللي او د پاتې نورو د غیر حاضریو شمېر خورا لوړ وو.

دا چې په سکولونو کې د استادانو د حاضرۍ د معلومولو طریقه څه ده په اړه یې د تعلیمي چارو د څار ادارې مرستیال وقاص احمد د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، څارونکي یې په ورځني او اوونیز اساس ښوونځیو ته ځي او د حاضرۍ کتابونه (رجسټرونه) ګوري.

دی وايي، که یو ښوونکی په رجسټر کې حاضر ښوول شوی وي او د څارونکو ورتګ پر مهال په سکول کې نه وي، نو پرضد یې کاروايي کېږي.

رپورټ ښيي چې ۴،۶۷۹ ښوونکي داسې دي چې په کور ناست دي او د دندې له ترسره کولو پرته تنخا اخلي او څه باندې ۱۳،۰۰۰ داسې دي چې په اوونۍ کې یو ځل یا دوه ځلې رخصت یا چوټي وي.

په خیبر پښتونخوا کې خلکو په تېرو کلونو کې په بیا بیا د استادانو د غیر حاضرۍ مسله یاده کړې ده او له حکومته یې د هواري غوښتنه کړې ده.

د مومندو د امبار تحصیل یو اوسېدونکي ملک سید ولي شاه مشال راډیو ته وویل چې هلته د متوسطو یا مډل زده کړو یو سرکاري ښوونځی هم دا مسله لري.

دی وايي، له کلونو راهیسې په هغه ښوونځي کې د استادانو شمېر کم دی.

د شاه په خبره، د مومندو استادانو د دې مسلې د هواري لپاره په ښوونځیو کې د حاضرۍ اوونیز نظام جوړ کړی دی.

دی وايي،ټوله مومند ضلع "د نجونو او هلکانو په سرکاري سکولونو کې د استادانو د غیر حاضرۍ له مسلې سره مخامخ ده. د امبار د نجونو په مډل سکول کې دوه استادانې وې خو د پارلېمان [د پخوانیو] غړو رشته دارانې وې نو بالکل نه حاضرېدې. هغوی له دندو لیرې شوې دي اواوس یوه استاده ده چې ۶۰۰ نجونو ته درس ورکوي. بلخوا په ټوله ضلع کې استادانو په خپلو کې د سکول پر کچ نظام جوړ کړی دی چې [له مخې یې] یوه هفته یو [ډله] استادان دنده [ترسره] کوي بله ډله [ښوونکي] بله هفته."

اخوا د خیبر پښتونخوا د تعلیمي چارو د ارزونې ادارې مرستیال ریاض اکبر وايي، اته میاشتې مخکې یې یوه سروې کړې وه چې موندنې یې ښيي چې د صوبې له ښوونځیو څخه د استادانو دوامداره غیر حاضرۍ، په سکولونو کې د اسانتیاوو نه شتون یا کموالی او نورو عواملو له کبله د زده کوونکو تعلیمي وړتیا او قابلیت ۵۰ فیصده اغېزمن شوي دي.

دی وايي، د سرکاري ښوونځیو د تعلیمي استعداد او لیاقت یا قابلیت اندازه د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو او د طب پوهنځي (کالج) د داخلې له ازموینو کېدای شي.

دی وايي، د سرکاري ښوونځیو یو زده کوونکي چې د ۱۱م او ۱۲م ټولګیو په ازموینو کې له ۱،۱۰۰ څخه ۱،۰۰۰ نمبرې (نومرې) اخیستې وي نو د طب پوهنځي د داخلې په ازموینه کې ۴۰ فیصده هم نه ترلاسه کوي. "سږ کال له ۴۶،۰۰۰ زده کوونکو څخه یې نیمايي هم د [طب کالج د داخلې] په ټېسټ (امتحان) کې بریالي نه شول."

په همدې حال کې د تعلیمي ادارو د څار اداره وايي چې د ابتدايي، ثانوي او اعلا ثانوي ښوونځیو د نظم ادارې ته یې د غیر حاضرۍ په اړه خپل رپورټ استولی دی چې هغه اقدامات وکړي.

خو د لومړنیو او ثانوي سکولونو د نظم ادارې ویاند فخر عالم وايي چې په هغه رپورټ کې ورکړي ارقام د دوامداره غیر حاضرۍ ښکارندويي نه کوي.

دی وايي، په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو زیات یعنې "۵۵ فیصده سرکاري کارکوونکي یوازې د تعلیم څانګې ملازمان دي. په صوبه کې د تعلیم څانګې د کارکوونکو شمېر له ۳۵۰،۰۰۰ زیات دی چې پکې له ۱۳۰،۰۰۰ زیات استادان دي."

د عالم په خبره، دا ممکنه ده چې کله څارونکي ښوونځیو ته تللي وي نو استادان "د ناروغۍ، بیړنی ضرورت" له وجې غیر حاضره ول او "یا بې له تنخا اخیستو رخصت ول" چې دا هر څه غیر حاضري بلل کېدای شي، "خو دا د غیر حاضرۍ د یو مستقل رجحان ښکارندويي نه کوي."

عالم زیاتوي چې که د رپورټ ارقامو ته وګوري نو د غیر حاضرۍ تناسب "له درې فیصده زیات نه دی نو که دې عواملو ته وګورو نو د غیر حاضرۍ تناسب د نشت برابر دی."

په همدې حال کې د تعلیمي ادارو د څار ادارې مرستیال ریاض اکبر ټینګار کوي چې د استادانو غیر حاضري د ښوونکي او زده کوونکي ترمینځ تړاو او اړیکه ماتوي چې دا بیا په تعلیم کې د زده کوونکو د دلچسپۍ کمېدو لامل کېږي نو ځکه دې مسلې ته توجه اړینه ده.

XS
SM
MD
LG