د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: د ۲۷۶ زده کونکو لپاره یو استاد


د باجوړ ښار کالج د یو ټولګي انځور
د باجوړ ښار کالج د یو ټولګي انځور

پراګ ـ په باجوړ کې د لوړو زده کړو په ادارو کې د ځای کمي او د زده کونکیو زیاتوالي په تعلیمي ادارو کې ښونکي او متنظمین اندېښمن کړي دي.

که څه هم په پرمختللیو هېوادونو کې د لوړو زده کړو په یو ټولګي کې عموما له پنځلسو تر ۳۲ زده کونکي وي خو په باجوړ کې بیا په یوه ټولګي کې له ۲۷۰ زیات زده کونکي پر یو وخت او یوځای زده کړې کوي.

د باجوړ برخلوزو کالج پروفیسر لیاقت وایي، په ټولګي کې د سبق ښودلو په مهال ورته داسې ښکاري لکه په جلسه کې چې ولاړ وي. هغه وایي ټول زده کونکو ته د غږ رسولو لپاره له لاوډ سپیکره کار اخلي.

"له ډېر مجبورۍ نه زه په هال کې په لاوډ سپیکر درس ورکوم. فکر وکړه چې په لاوډ سپیکر سبق ښودل شي نو هلته به د زده کړو معیار څنګه وي. بجلي هم نه وي، پکي او نور سهولتونه هم په ټولګي کې نه وي."

له ډېر مجبورۍ نه زه په هال کې په لاوډ سپیکر درس ورکوم. فکر وکړه چې په لاوډ سپیکر سبق ښودل شي نو هلته به د زده کړو معیار څنګه وي
پروفیسر لیاقت

په باجوړ کې سږ کال نزدې څلور زره زده کونکي په میټرک یا لسم ټولګي کې کامیاب شوي خو په کالجونو کې د ځایې د نشتوالي له امله څه کم دوه زره زده کونکي له لوړو زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

باجوړ یوه له هغو سیمو څخه دی چې د بدامنۍ او پوځي اپرېشنونو پر مهال پکې تعلیمي ادارې نه یوازې ځپل شوې بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې پکې نوی ادارې هم نه دي جوړې شوي. د ۲۰۱۷ د سرشمېرنې ترمخه هغه ضلع نزدې ۱۲ لاکه ابادي لري خو د لوړو زده کړو لپاره پکې یوازې درې کالجونه او یو هایر سیکنډري سکول دی.

د خېبر پښتونخوا حکومت په قبایلي ضلعو کې د تعلیم برخې ته ۲۲ اربه روپۍ ځانګړی کړي دي، چې پکې به هرې ضلعې ته درې اربه روپۍ برخه رسیږي خو د باجوړ ښار کالج پرنسپل ګل حېدر وایي، په کالج کې نه یوازې له حده زیات زده کونکي دي بلکې د ټولو شاګردانو لپاره د سرسیوري، د ناستې ځای او استادانو مناسب بندوبست هم نشته.

په لیبارټرۍ او هاسټل کې مو هم زده کونکي کینولي دي. ۲۰ یا ۳۰ هلکانو ته د ناستې ځایې وي، پاتې ولاړ وي
پرنسپل ګل حېدر

"د ځای دومره کمی دی چې زده کونکي مو په لیبارټرۍ او هاسټل کې کېنولي وي. بل زموږ د کالج زده کونکي اکثر منډې وهي، چې مېلمانه راشي نو پوښتنه کوي چې دا هلکان (زده کونکي) لیوني شوي خو نه دي چې منډې وهي، زه ورته وایم چې لیونتوب یې دا دی چې په ټولګیو کې کرسۍ کمې دي شل دېرشو هلکانو ته د ناستې ځای میلاوېږي او نور ولاړ وي، نو د ناستې ځای ته د رسېدو لپاره هغوی په منډو وي."

پروفیسر ګل حیدر وایي، د هر تعلیمي کال په پیل کې له حده د زیاتو زده کونکو د ستونزې سره مخامخ وي، خو کال تر بله دا مشکل زیاتېږي، هغه ځکه چې نوې ادارې نه جوړیږي او ابادي په زیاتېدو ده.

د باجوړ تعلیمي ادارو د ستونزې په اړه مې د قبایلي ضلعو لپاره د خېبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار ضیا الله بنګش سره بیا بیا د رابطې هڅه وکړه خو هغه ټلیفون ځواب نه کړ. خو له باجوړه د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړی ګلداد خان وایي، د زده کونکو دا ستونزه یې جدي اخیستي. نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل د ستونزې د حل په اړه له وزیراعلا او د تعلیم له سیکرېټر په تماس کې دی.

"په پشت، لوی سم او برنګ کې د درېوو کالجونو د جوړولو پلان لري او هیله من دی چې له دې سره به د سیمې د زده کونکو ستونزه حل شي."

باجوړ د ابادۍ له پلوه له لویو قبایلي ضلعو څخه دی او د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو پرمهال له وزیرستانونو وروسته ورته تر ټولو زیات زیانونه اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG