د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کمیونټي سکولونو استادان وايي حکومت دې ورته د ۱۸ میاشتو تنخاګانې ورکړي


چارواکي وایي د کمیونټي سکولونو اصلي هدف ماشومانو نجونو ته د زده کړو فرصت برابرول دي ـ پخوانی انځور.
چارواکي وایي د کمیونټي سکولونو اصلي هدف ماشومانو نجونو ته د زده کړو فرصت برابرول دي ـ پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د کميونټي سکولونو استادان وايي، د دوو کلونو تر احتجاجونو وروسته ورته صوبايي حکومت د اووه میاشتو تنخاګانې ورکړې خو د ۱۸ مياشتو تنخاګانې یې پاتې دي.

د خيبر پښتونخوا د کميونټي سکولونو استادان له يوې مودې راهيسې له حکومته د تنخاګانو غوښتنه کوي.

کمیونټي ښوونځي چې "مکتب سکولونه" هم ورته ویل کېږي، په کورونو، حجرو او يا هم جوماتونو او مدرسو کې دننه وي او د نجونو ترڅنګ هلکان هم پکې تر پينځم ټولګي پورې زده کړی کولی شي. هلته د افغان کډوالو او داراز معذوره ماشومان هم وړيا زده کړې کوي.

په خیبر پښتونخوا کې هغه سکولونه د صوبې د ابتدايي او ثانوي تعليم ادارې تر انتظام لاندې دي.

د کمیونټي سکولونو د استادانو ستونزې

د مومندو د يکه غونډ تحصيل د بنګلو نمبر ۱کلي د کميونټي سکول مشر استاد ارشد خان د جون پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل، حکومت ورته تېره اوونۍ یوازې د اووه مياشتو تنخاګانې ورکړي.

هغه وویل، د عارضي نوکریو ترڅنګ یوشمېر ستونزو د کميونټي سکولونو کارکردګي اغېزمنه کړې ده. "د تحريک انصاف تېر حکومت وعده کړې وه چې نوکرۍ به [مو دایمي کوي]، خو هېڅ و نه شول. زموږ اتحاديه وخت په وخت د خپلو بقاياجاتو لپاره غږ پورته کوي، خو حکومت وايي، پيسې نه لري.''

خان وویل په کميونټي سکولونو کې شاوخوا ۱۷ لکه ماشومان زده کړې کوي او يوازې د قبايلي ضلعو تقريباً ۷۰۰ استادان پکې په کار بوخت دي.

ارشد خان چې د کميونټي سکولونو د استادانو د اتحاديې مخکښ هم دی، وایي، د يکه غونډ تحصيل په بنګلو نمبر ۱ کلي کې اوس هم د نجونو يا هلکانو لپاره سرکاري سکول نه شته او هغه له ۲۰۰۶ز کال راهيسې په خپله حجره کې د دوو خونو يو کميونټي سکول چلوي چې د ۹۰ ماشومانو لپاره يوه ښځینه او دوه نارينه استادان لري.

د تعلیم محکمې دریځ

په خیبر پښتونخوا کې د ابتدايي او ثانوي تعليم ادارې وياند فواد عليشاه وایي، يوازې هغو استادانو ته یې تنخا نه ده ورکړی چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یې انتظامي چارې يې له وفاقه صوبې ته سپارل شوې دي.

شاه د جون پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د هغو سکولونو اصلي هدف ماشومانو نجونو ته د زده کړو فرصت برابرول دي. ''مکتب سکول په هغو سيمو کې جوړوو چې په ۱.۵ کېلوميټره فاصله کې سرکاري سکول نه لري. د مکتب سکولونو ۹۰ سلنه زده کوونکي ماشومانې دي. دا ځکه چې د لیرې پرتو سيمو وړې نجونه د سکول لپاره له يوه کلي څخه بل ته نه شي تللای.''

شاه وویل د تنخاګانو مسله ځکه جوړه شوې چې د خزانې وزارت پيسې نه جاري کوي.

کامیاب او ناکام کمیونټي سکولونه

د پاکستان له وفاقي او د خيبر پښتونخوا له حکومت سره د ماشومانو د تعليمي چارو لپاره د کار کوونکې ناحکومتي ادارې پاک الاينس فار ميتس اينډ ساينس يو مسوول عمر اورکزی هغه نکتې په ګوته کوي چې د ده په خبره، په يوه سيمه کې د مکتب سکول پرانیستلو او په کاميابۍ سره يې د چلولو لپاره په پام کې نیول اړین دي. ''په لیرې پرتو سيمو کې استادان نه لرو، له بندوبستي علاقو يې راغواړو. هغوی بيا هره ورځ ډېوټۍ (دندې) ته نه حاضرېږي. اول بايد سروې وشي چې په کومو غرنيو سيمو کې مو زيات شمېر ماشومان له سکوله بهر دي؟ په کوم ځای کې بايد سکول جوړ شي؟ هلته استاد لرو او که نه؟''

اورکزی وايي، د سروې باوجود په يو سکول کې دوه او په بل کې درې ماشومان وي او نتيجه يې دا شي چې هغه ښوونځي وتړل شي او استادان يې بيا د تنخاګانو د نه ترلاسه کېدو شکایت کوي او خبره ان تر عدالته ورسي.

ده زیاته کړه چې د کمیونټي سکولونو بنيادي هدف ماشومانو ته د ښه تعليم فرصت برابرول او له سکولونو د باندې ماشومانو شمېر کمول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي ویلي هغه مهال یې ټکان وخوړ چې ورته وویل شول چې د صوبې ۳۵ لکه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.

ګورنر د جون پر ۱۰مه په پېښور کې د کميونټي سکولونو د ماشومانو لپاره جوړې غونډې ته وویل، حکومت ذمه وار دی چې په بوديجه کې د ابتدايي او ثانوي تعليم ادارې لپاره زیاتې پيسې بېلې کړي.

XS
SM
MD
LG