د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا غیر سرکاري سکولونه احتجاج کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پېښورـ د خیبر پښتونخوا د غیر سرکاري سکولونو ټولنې د خپلو یو لړ غوښتنو د پوره کولو لپاره د درې ورځني احتجاج اعلان کړی دی.

دوی د سېپټمبر پر ۱۴مه، پېښور کې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې او ویل یې چې حکومت یې پوروړی دی.

د یادې ټولنې یو مشر فضل الله داودزي مشال راډیو ته وویل چې حکومت په ۲۰۱۴ کال کې د [اقرا واوچر سکیم] لاندې ۷۴ زره ماشومان په پرایویټ سکولونو کې داخل کړي وو او ژمنه یې کړې وه چې د دغو ماشومانو فیس به ورکوي چې د میاشتې ۵۰۰ روپۍ جوړېږي، خو له یوه کاله ډېره موده کېږي چې سکولونو ته دغه پیسې نه دي ورکړل شوي.

نوموړی وايي، د دغې ستونزې له وجې د غیرسرکاري سکولو مالکانو، په سوات مینګوره کې تر درو ورځو پورې د احتجاجي ناستې اعلان کړی دی:

"دا احتجاجي ناسته د سېپټمبر پر ۱۹، ۲۰ او ۲۱ تاریخونو باندې ترسره کېږي. په دې کې به د ټولې صوبې اغېزمنو شوږ تعلیمي ادارو مالکان، ماشومان او ښوونکي برخه اخلي."

د اغېزمنو شویو سکولونو د ټولنې یو بل مشر ظفر اقبال وايي، د حکومت لخوا د پیسو د نه ورکولو له وجې له زرو زیات سکولونه له ستونزو سره مخ دي.

"دا ستونزه د خیبر پښتونخوا صوبې د ۲۶ ضلعو په ۱۰۳۰ سکولون کې موجوده ده. له ۲۰۱۸ کال نه پس پیسې نه دي راکړل شوي، حکومت وايي په دغو پیسو کې درغلي شوېده."

د سکولونو مالکان وايي، د حکومت د دې اقدام له وجې که له یوې خوا دوی د سختو مالي ستونزو سره مخ دي نو له بلې خوا د ۷۴ زرو نادارو ماشومانو برخلیک هم د خطر سره مخ دی.

حکومتي چارواکو د غیر سرکاري سکولونو د ټولنې د دړکو او د احتجاجي ناستې په اړه تر دې ګړۍ څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې په دې پروژه کې د درغلیو له وجې دغه ستونزه مخې ته راغلې ده. حکومت وايي، په دې اړه یې یوې کمېټۍ ته دنده سپارلې ده چې پلټنې وکړي.

XS
SM
MD
LG