د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان زده کوونکي د سکولونو په پرانستل کېدو خوشاله دي


د شمالي وزیرستان د سکولونو زده کونکي وايي له عملیاتو وروسته د دوي په زده کړو کې ښکاره بدلون راغلی دی.

دوي وايي اوس داسې زیاتره سکولونه هم فعال شوي دي چې مخکې به د حجرو او بیټکونو په توګه استعمالیدل.

دا زده کونکي وايي تر عملیاتو وړاندې تر کلونو خلک په تیاره او بد امنۍ کې پراته وو او د تعلیم تر څنګ یې د ژوند ټولې برخې بدامنۍ متاثره کړې وې.

د دوي په وینا ، اوس نه یوازې خلک د تعلیم په اهمیت پوه شوي او هر څوک غواړي چي زده کړې وکړي بلکې پولیټیکل انتظامیې ، پوځ او د تعلیم څانګې هم د سکولونو فعالیت ته زیاته توجو ورکړې ده.

د شرمان الله په نامه یو زده کونکي مشال راډیو ته وویل ، تر بې کوره کېدو وروسته یې تعلیم ته لا ډېر پام کړی دی او هڅه کوي چې له ځان څخه یو څه جوړ کړي.

یو بل زده کوونکي وویل ، نوم یې محمد دین دی او په کډوالۍ کې یې د هغو سیمو د زده کوونکو ښه حالت لیدلی او په خپله یې هم له زده کړو سره مینه لا زیاته شوې ده.

په شمالي وزیرستان کې د سرکاري سکول یو ښوونکی عطاالله جان وايي دوی بدامنۍ ډير ځپلي وو خو د عملیاتو نه پس اوس حالات سم شوي او له زدکړو سره د زده کوونکو مینه هم زیاته شوې ده.

نوموړی وايي اوس انتظامیه او تعلیم څانګي مشرانو هم د سکولونو دوري شورو کړي چي لوجې یې په کلونو غیر حاضر استاذان هم سکولونو ته حاضر کړل:

هلته د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران افریدي وايي د عملیاتو نه پس چې خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي نو پولیټیکل انتظامیې د سکولونو فعالیت ته ډیره توجو ورکړې ده.

ده وویل چې اوس یې د دې لپاره هم کمپاین پیل کړی دی چې ښوونکي سکولونو ته حاضر کړي او کوم چې په حاضرۍ کې ناکامه شوي هغه یې له دندو لرې کړي.

نوموړي هم دا راز وویل اوس مهال په هغو ټولو سکولونو کې هم د زده کړو سلسله روانه ده چې وړاندې به خلکو د حجرو په توګه استعمالول.

بلخوا د شمالي وزیرستان دغو زده کونکو له چارواکو غوښتنه کړې چې میرامشاه کالج دې هم د اعلا زده کړو لپاره بیا پرانستل شي.

XS
SM
MD
LG