د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاړه چینار کې استادانو د خپلو همکارانو د وژنې ضد لاریون کړې


د جون پر ۲۴مه استادان او ولسي خلک د پاړه چینار په سرکونو د استادانو وژنې ضد لاریون کوي.
د جون پر ۲۴مه استادان او ولسي خلک د پاړه چینار په سرکونو د استادانو وژنې ضد لاریون کوي.

د خیبر پښتونخوا قبایلي صلعې کورمې په پاړه چینار کې د استادانو د وژنې ضد او د هغوی کورنیو ته د انصاف ورکولو لپاره استادانو، زده کونکو او ځایي خلکو لاریون کړی.

د جون پر ۲۴مه په لاریون کې شریکو خلکو د تري منګل په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله. احتجاج کوونکو لومړی د ښار پر سړکونو مزل وکړ او بیا د پریس کلب مخې ته تر څو ساعتونو د احتجاج په توګه کښېناستل.

په احتجاج کې شامل استاد ماهر حسین مشال راډیو ته وویل، دوی یوه غوښتنه کوي چې د استادانو وژونکي دې ونیول شي.

دا له هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۳م کال د مې پر څلورمه د کورمې په تري منګل کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران وژلي ول.

تر هغې پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغه استادان دریځ لري چې دا ګام یې خپل ژوند ته د ورپېښ خطر د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

سکولونو ته د استادانو د نه تګ له وجې د کورمې په نېږدې ۱۵ سکولونو کې تعلیمي چارې اغېزمنې شوې دي. ځینې سکولونه مکمل بند شوي او ځینې یې د استادانو له کمي سره مخ دي.

بل پلو د کورمې د سني سیمو استادانو او اوسېدونکو هلته د سکولونو د بندېدو خلاف مظاهرې هم کړې دي او پر حکومت یې غږ کړی چې د دې مسلې د هواري لپاره ګامونه پورته کړي.

په کورمه کې د تري منګل تر پېښې وروسته لا هم ژوند معمول ته نه دی ستون شوی. د جون پر ۲۲مه د حکومت په سرپرستۍ کې په جوړه شوې جرګه کې سني او شیعه دیني عالمان پر دې سلا شول چې د سیمې د امنیت ترڅنګ په ټولنه کې د زغم او د یو بل مسلکونو ته د احترام، د مذهبي کرکې او بې اتفاقۍ ختمولو لپاره به ګډ کار کوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG