د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي مشران وايي حکومت دې د منځنۍ کورمې سکولونو ته استادان حاضر کړي


د جون پر ۲۴مه استادان او ولسي خلک د پاړه چینار په سرکونو د استادانو وژنې ضد لاریون کوي.
د جون پر ۲۴مه استادان او ولسي خلک د پاړه چینار په سرکونو د استادانو وژنې ضد لاریون کوي.

د خیبر پښتونخوا د کورمې قبایلي ضلعې قبایلي مشرانو یو ځل بیا له حکومته غوښتنه کړې ده چې د منځنۍ کورمې په سکولونو کې دې د استادانو حاضري یقني کړي.

د منځنۍ کورمې د بلدیاتو چيرمېن احسان الله احسان د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې د استادانو د نه ورتګ له وجې د زده کوونکو زده کړې اغېزمنې شوې دي.

ده وویل، "څومره هم استادان چې له دې سکولونو تللي دي، هغوی دې بېرته سکولونو ته راولېږي او که داسې نه کېږي نو د دوی تنخاګانې دې بندې شي او دغه استادان دې رپورټ شي."

د کورمې ځايي‌ خلک وايي زیاتره غير حاضر استادان هغه دي چې نهم او لسم ټولګي ته زده کړې ورکوي، خو په سيمه کې پرايمري سکولونه خلاص دي.


يو قبایلي مشر ملک عبدالباري د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې که د استادانو د ورتګ ستونزه حل نه شوه نو دوی به د سېپټېمبر له پینځمې د خپلو غوښتنو په حق کې پرایمري سکولونه هم د احتجاج په توګه وتړي.

په منځنۍ کورمه کې د تعلیم محکمې مشر معین ګل مشال راډیو ته وویل، دوی ته احساس شته چې د دې مسلې له کبله د ماشومانو زده کړې متاثره کېږي.

خو د ده په وینا ستونزه دا ده چې د تعلیم د ضلعي افسر تبادله شوې ده او پر ځای یې بل افسر لا نه دی ورغلی چې له کبله دا مسله ځنډېدلې ده.

معین ګل زیاته کړه چې که غیر حاضر استادان خپل کار ته نه ورځي نو نور استاذان دې وربدل کړل شي او یا دې هم په عارضي توګه استادان وګمارل شي.

دا له هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۳م کال د مې پر څلورمه د کورمې په تري منګل کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران وژلي ول.

تر هغې پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغه استادان دریځ لري چې دا ګام یې خپل ژوند ته د ورپېښ خطر د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

سکولونو ته د استادانو د نه تګ له وجې د کورمې په نېږدې ۱۵ سکولونو کې تعلیمي چارې اغېزمنې شوې دي. ځینې سکولونه مکمل بند شوي او ځینې یې د استادانو له کمي سره مخ دي.

بل پلو د کورمې د سني سیمو استادانو او اوسېدونکو هلته د سکولونو د بندېدو خلاف مظاهرې هم کړې دي او پر حکومت یې غږ کړی چې د دې مسلې د هواري لپاره ګامونه پورته کړي.

په کورمه کې د تري منګل تر پېښې وروسته لا هم ژوند معمول ته نه دی ستون شوی. د جون پر ۲۲مه د حکومت په سرپرستۍ کې په جوړه شوې جرګه کې سني او شیعه دیني عالمان پر دې سلا شول چې د سیمې د امنیت ترڅنګ په ټولنه کې د زغم او د یو بل مسلکونو ته د احترام، د مذهبي کرکې او بې اتفاقۍ ختمولو لپاره به ګډ کار کوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG