د لاسرسي ځای

تازه خبر

انوار الحق کاکړ وايي د افغان کډوالو ايستل د طالبانو له حکومت سره پر اړيکو تړاو نه لري


انوارالحق کاکړ وايي، غیرقانوني افغان کډوال وباسي له قانوني هغو سره کار نه لري: انځور له ارشیفه
انوارالحق کاکړ وايي، غیرقانوني افغان کډوال وباسي له قانوني هغو سره کار نه لري: انځور له ارشیفه

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم ویلي، دا خبره سمه نه ده چې حکومت یې له هېواده قانوني افغان کډوال په زوره وباسي.

انوار الحق کاکړ د اکتوبر پر ۱۳مه د پېښور په ګورنر هاوس کې خبریالانو ته وویل چې د اسنادونو نه لرونکو افغان کډوالو په اړه د حکومت پالیسي واضحه ده او هغه دا ده چې هلته په ناقانونه توګه مېشت بهرنیان خپلو هېوادونو ته استوي.

هغه وویل: "دا د یوې هفتې یا د دوه درو اوونیو کار نه دی. په دې کې د صوبو خپل چیلنجونه دي چې موږ سره یې شریک کړي دي. موږ به په حقیقت ولاړه یوه داسې تګلاره عملي کوو چې په یوه صوبه یې مالي بوج را نشي."

انوار الحق کاکړ له خبریالانو سره په خبرو کې دا تاثر هم رد کړ چې ګواکې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو له وجې په افغانستان کې د طالبانو له حکومته خپه دی نو ځکه افغان کډوال له هېواده باسي.

نوموړي له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو خبره رد کړه او ویې ویل چې په هېڅ صورت به د ریاست ضد عناصرو سره خبرې اترې نه کېږي.

د پاکستان حکومت د سېپټېمبر په میاشت کې وویل، هغه افغانان شړي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. تر دې وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول. دا راز په اسلام اباد کې د پلازمېنې د پرمختیا ادارې (کیپېټل ډېوېلپمېنټ اتارټۍ یا سي ډي اې) د یوشمېر افغان کډوالو کورونه د اکتوبر پر ۱۱مه ړنګ کړل.

چارواکي وایي چې عمليات صرف د افغانانو پر ضد نه دي بلکې مقصد یې د قبضه یا غصب شویو دولتي ځمکو خلاصول دي.

په همدې حال کې د پاکستان په يوشمېر سيمو کې د افغانانو د نيولو لړۍ روانه ده. د سيند حکومت د اکتوبر پر نهمه وويل چې له سېپټېمبر راهيسې يې ۱،۸۰۰ افغان کډوال په پاکستان کې د استوګنې د قانوني اسنادونو نه لرلو په تور نيولي دي. خو په کراچۍ کې يوشمېر افغان کډوالو او د هغوی وکيلانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو اسناد لرونکي افغانان هم نيولي دي. وکيلانو تور پورې کړی چې پولیس د پیسو لپاره افغان کډوال نیسي، خو پوليسو دا تور رد کړی دی.

داراز د اکتوبر په لومړیو کې پولیسو له اسلام اباد او راولپېنډۍ۸۰۰ افغان کډوال ونیول چې وروسته یې ۴۰۰ هغه افغانان خوشې کړل چې هلته یې د اوسېدو قانوني اسناد يې درلودل.

د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د افغانانو د نیولو لړۍ پیل شوې او د اکتوبر پر اوومه پولیسو ۱۱۶ افغانان ونیول.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

دا راز په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.

په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG