د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ايران د پاکستان په ځوابي بريد کې ۹ کسان وژل شوي دي


پاکستان د جنورۍ پر ۱۸مه د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت په سراوان سيمه کې د توغنديو بريد کړی دی.
پاکستان د جنورۍ پر ۱۸مه د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت په سراوان سيمه کې د توغنديو بريد کړی دی.

پاکستان ویلي دي چې د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې یې د "ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه" کړي دي چې د ايرانيو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په يو بيان کې ويلي چې د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي يې د ډرون، توغنديو او نورو وسلو له لارې بريدونه وکړل او د بلوچستان لېبرېشن ارمي او بلوچستان لېبریشن فرنټ په نوم د وسلوالو ډلو پټنځایونه په نښه کړي دي.

پوځ وایي چې هغه عملیات یې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس کړي دي او ورته یې د "مرګ پر سرمچار" نوم ورکړی وو.

په پاکستان کې بېلتونپالي بلوڅ وسلوال ځان په بلوڅۍ ژبه سرمچار یا د ازادۍ جنګیاليو په نوم یادوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي ول چې د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي شوي بریدونه "خورا منظم او دقیق" ول چې پکې "یوشمېر ترهګر" وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې ويلي چې په ايران کې وژل شوي پاکستانيان دي.

په عين حال کې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د جنورۍ پر ۱۸مه خبريالانو ته ويلي چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته".

بلخوا د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې یوه چارواکي مهر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه برید پر یوه سرحدي کلي شوی، چې قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

د هغه ولايت یوه چارواکي عليرضا مرحمتي ویلي، "نن (د جنورۍ پر ۱۸مه) سهار پر ۴ بجو او ۵۰ دقيقو د سراوان ښار په سیمه کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول او له څېړنو وروسته معلومه شوه چې پاکستان د ایران یو سرحدي کلی په توغنديو ويشتلی دی."

ایرانيو رسنیو ویلي چې تهران تر بريد وروسته د پاکستان ناظم الامور (شارژدافېیر) د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی دی.

پاکستان وايي په ايران کې يې بېلتونپاله بلوڅان په نښه کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:13 0:00

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې اسلام اباد په تېرو کلونو کې په بیا بیا له تهران سره هلته د پاکستان توکمه وسلوالو د پټنځایونو په اړه خپلې "جدي اندېښنې" شریکې کړې وې.

پاکستان دا اقدام تر هغې وروسته کړی چې ایرانیو دولتي رسنیو د جنورۍ پر ۱۶مه شپې ناوخته د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې د جیش العدل ډلې پر مرکزونو د حملې خبر ورکړ.

خو پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه وویل چې په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونه ژوبلې دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې پاکستانیو چارواکو د برید ښکار شوي د پنجګور ضلعي روغتون ته انتقال کړي دي.

پر ټېلېګرام جیش العدل ته منسوب چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

ایرانيو چارواکو مخکې څه وویل؟

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د جنورۍ ۱۷مې پر ماښام د سوېټزرلینډ په ډېووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پر مهال پاکستان د "ګاونډي، ملګري او ورور" په نوم یاد کړ او و یې ویل چې د ایرانیو "بې پیلوټه الوتکو او توغندیو هدف" هغه هېواد نه بلکې "ایرانۍ ترهګره ډله جیش العدل" وه.

نوموړي وویل، د هغې ډلې وسلوال په بلوچستان کې "پټنځایونه" لري او چې په اړه یې له پاکستانیو چارواکو سره "په بیا بیا خبرې کړې" دي.

په همدې حال کې د ایران د ولسمشر مرستیال محمد حسیني ویلي دي چې خپل هېواد ته د هر ګواښ پر وړاندې ځواب وايي. "د پاکستان په اړه په بیا بیا ویل شوي چې پاکستان باید د هغو خلکو مخه ونیسي چې ایران ته راځي او زموږ خلک شهیدانوي. همدې ته په کتو طبیعي خبره وه چې ایران یو غبرګون ولري."

ایرانیو چارواکو دا څرګندونې تر هغې څو ساعتونه وروسته کړې دي چې پاکستان په بلوچستان کې د هغه هېواد برید د "نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه" وبلله.

د پاکستان دریځ

پاکستان وايي چې عبداللهیان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني، چې اوسمهال د یوګانډا په سفر دی، ته ټېلېفون کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ ۱۷مې پر ماخوستن په بیان کې وویل چې جیلاني له خپل ایراني سیال سره په خبرو کې نه یوازې برید وغنده بلکې و یې ویل چې هغه کار د دواړو هېوادونو "دوه اړخیزه تعلقات په جدي ډول زیانمن کړي دي" او دا دریځ یې تکرار کړ چې اسلام اباد "د هغه پاروونکي عمل د ځواب ورکولو حق لري."

په بیان کې راغلي چې جیلاني وویل چې "ترهګري ټوله سیمه ګواښي چې پرضد یې د شریکو او پر همغږۍ ولاړو هڅو اړتیا ده" او ټینګار یې وکړ چې "یو اړخیزه اقدامات د سیمې سوله او ثبات په جدي توګه ګواښلی شي."

عبداللهیان هم په ډېووس کې د وینا پر مهال له خپل پاکستاني سیال سره د ټېلېفوني خبرې تایید کړې.

د امریکا او چین غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو مېلر د جنورۍ پر ۱۷مه په واشنګټن کې د خبري غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې په بلوچستان کې د ایران حمله وغندله.

مېلر زیاته کړه چې ایران "له یوې خوا په سیمه کې د ترهګرۍ له لویو تمویلوونکو او بې ثباتۍ خپروونکو هېوادونو یو دی، او له بل لوري دعوه کوي چې دا ډول اقدامات د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په موخه کوي."

اخوا چین ويلي، چمتو دی چې د ایران او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ د جنوري پر ۱۸مه وويل "چين په کلکه هيله لري چې دواړه خواوې ارامې اوسي، له زغمه کار واخلي او د تاوتريخوالي د زياتېدو مخه ونيسي."

نوموړې زياته کړه "که دواړه خواوې وغواړي، موږ هم چمتو يو چې د وضعيت په کمولو کې رغنده رول ولوبوو."

تر دې مخکې څه پېښ شول؟

پاکستان تر هغې وروسته له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت چې تهران وویل، د پاکستان په خاوره کې یې د جیش العدل ډلې پر دوو مرکزونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې "بې له پارونې" د ایران برید د "نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو سرغړونه" ده.

وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر، چې اوسمهال په خپل هېواد کې دی، ته د اوس لپاره اسلام اباد ته د ستنېدو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۷مه تر نیمې شپې وروسته په لومړي بیان کې د ایران بریدونه په کلکه وغندل او و یې ویل چې د هغه "پاروونکي اقدام د ځواب ورکولو حق لري."

ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته وکړه چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.

تهران تر هغې حملې وروسته له پاکستانه د جیش العدل پرضد د اقدام غوښتنه کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په بیان کې ویلي ول چې د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ټېلېفوني خبرو کې هغه برید غندلی وو او ورته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي.

خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د امریکا په ګډون، ایران او یوشمېر لویدیځ هېوادونه جیش العدل ډله یو ترهګر سازمان ګڼي.

جیش العدل يوه بلوڅ سني وسلواله ډله ده چې له ایرانه د بلوچستان - سیستان سیمه ازادول غواړي.

هغې ډلې په دې لړ کې له کلونو راهیسې خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړی او د ایران په بېلابېلو برخو کې یې خونړي بریدونه کړي دي. ایران هم په غبرګون کې د هغې ډلې ګڼ مشران وژلي دي.

جیش العدل د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د ایران په زاهدان ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی وو او دوه سرتېري یې وژلي ول.

تر هغه برید وروسته د پاکستان او ایران د پوځ مشرانو په شریکه د ترهګرۍ پرضد پر اقداماتو سلا شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۵مه د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني سره ملاقات وکړ.

د جيلاني دفتر په دې اړه په خبرپاڼه کې ويلي ول چې په دې ملاقات کې د سیمې امنيت لپاره د اړیکو او همغږۍ پر زیاتولو ټينګار وشو.

ایران د پاکستان په بلوچستان کې تر برید مخکې د جنورۍ پر ۱۵مه په سوریه (شام) او عراق کې هم د توغندیو حملې کړې وې.

ایرانیو رسنیو ويلي چې په هغو بریدونو کې په شام کې د اسريیلو استخباراتي دفتر په نښه شوی او په شام کې د داعش مرکزونه ویشتل شوي دي.

عراقیو چارواکو د استخباراتي مرکز شتون بې بنیاده ادعا بللې ده او احتجاجاً یې خپل سفیر له تهرانه ورغوښتی وو.

XS
SM
MD
LG