د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان بلوچستان کې د ایران بریدونو غبرګون کې له تهرانه خپل سفیر هېواد ته غوښتی دی


ایران تر پاکستان وړاندې په عراق او سوریه کې هم بریدونه کړي دي ـ پخوانی انځور.
ایران تر پاکستان وړاندې په عراق او سوریه کې هم بریدونه کړي دي ـ پخوانی انځور.

پاکستان تر هغې وروسته له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وربللی دی چې تهران وویل، د پاکستان په خاوره کې یې د جیش العدل ډلې پر دوو مرکزونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو حملې کړې دي.

ایرانیو دولتي رسنیو د جنورۍ پر ۱۶مه ناوخته ادعا کړې وه چې ایران د پاکستان د بلوچستان په زرغون غره سیمه کې د هغې وسلوالې ډلې دوه مرکزونه یې ویشتلي او ویجاړ کړي دي.

په همدې حال کې پاکستان ویلي دي چې له ایرانه یې خپل سفیر هېواد ته ورغوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې "بې له پارونې" د ایران برید د "نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو سرغړونه" ده.

وزارت ویلي دي چې په پاکستان کې د ایران سفیر، چې اوسمهال په خپل هېواد کې دی، ته د اوس لپاره اسلام اباد ته د ستنېدو اجازه نه ورکوي.

په بیان کې وړاندې راغلي دي چې د تهران "اقدام په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی" او دا چې پاکستان هم د "هغه ناقانونه کړنې د ځواب ورکولو حق لري چې د پایلو مسوولیت به یې په بشپړه توګه د ایران په غاړه وي."

بیان زیاتوي چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې له ایران سره د لوړې کچې د چارواکو دوه اړخیزه جاري او په راتلونکو ورځو کې پلان شوي سفرونه هم ځنډوي.

د ایران حکومت لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه بیان په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۷مه تر نیمې شپې وروسته په لومړي بیان کې د ایران بریدونه په کلکه وغندل.

په هغه اعلامیه کې راغلي دي چې پاکستان د ایران له خوا د خپلو فضایي حدودو سرغړونه په کلکه غندي.

بیان وايي چې په هغه برید کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونه ژوبلې دي.

پاکستان خبرداری ورکړی دی چې د "حاکمیت دا سرغړونه د منلو نه ده او جدي پایلې لرلی شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې زیاته کړې چې له تهران سره یې د خبرو لپاره د اړیکو ګڼې لارې شته نو په داسې حال کې خپلسرې کړنې به د دواړو هېوادونو ترمینځ باور ته ډېر زیان ورسوي.

اخوا پر ټېلېګرام په جیش العدل پورې تړلي چینل په بیان کې ویلي دي چې شپږ بې پیلوټه الوتکو او یوشمېر توغندیو هغه کورونه په نښه کړي دي چې پکې د هغې وسلوالې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

په همدې حال کې چین پر دواړو هېوادونو غږ کړی دی چې له زغمه دې کار واخلي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نېنګ د جنورۍ پر ۱۷مه په بیجنګ کې خبري غونډې ته وویل، "موږ پاکستان او ایران دواړه نېږدې ګاونډیان او لوی اسلامي هېوادونه ګڼو. موږ پر دواړو هېوادونو غږ کوو چې له زغمه کار واخلي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د ترینګلتیا زیاتېدو سبب کېدای شي او دواړه باید په سیمه کې د امن او ثبات لپاره کار وکړي."

ایران د پاکستان پر خاوره حمله تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته کړې ده چې جیش العدل ډلې د هغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په راسک کې پر پولیسو د یوه برید ذمه واري ومنله. په هغه برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي ول.

تهران تر هغې حملې وروسته له پاکستانه د جیش العدل پرضد د اقدام غوښتنه کړې وه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په یوه بیان کې ویلي ول چې د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په ټېلېفوني خبرو کې هغه برید غندلی وو او ورته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.

تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي.

خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

د امریکا په ګډون ایران او یوشمېر لویدیځ هېوادونه جیش العدل ډله یو ترهګر سازمان ګڼي.

جیش العدل يوه بلوڅ سني وسلواله ډله ده چې له ایرانه د بلوچستان - سیستان سیمه ازادول غواړي.

هغې ډلې په دې لړ کې له کلونو راهیسې خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکړی او د ایران په بېلابېلو برخو کې یې خونړي بریدونه کړي دي. ایران هم په غبرګون کې د هغې ډلې ګڼ مشران وژلي دي.

جیش العدل د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د ایران په زاهدان ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز برید کړی وو او دوه سرتېري یې وژلي ول.

تر هغه برید وروسته د پاکستان او ایران د پوځ مشرانو په شریکه د ترهګرۍ پرضد پر اقداماتو سلا شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر ۱۵مه د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني سره ملاقات وکړ.

د جيلاني دفتر په دې اړه په خبرپاڼه کې ويلي ول چې په دې ملاقات کې د سیمې امنيت لپاره د اړیکو او همغږۍ پر زیاتولو ټينګار وشو.

ایران د پاکستان په بلوچستان کې تر برید مخکې د جنورۍ پر ۱۵مه په سوریه (شام) او عراق کې هم د توغندیو حملې کړې وې.

ایرانیو رسنیو ويلي چې په هغو بریدونو کې په شام کې د اسريیلو استخباراتي دفتر په نښه شوی او په شام کې د داعش مرکزونه ویشتل شوي دي.

عراقیو چارواکو د استخباراتي مرکز شتون بې بنیاده ادعا بللې ده او احتجاجاً یې خپل سفیر له تهرانه ورغوښتی وو.

XS
SM
MD
LG