د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او ایران چارواکو پر افغانستان او سیمه ییز امنیت خبرې کړې دي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ یو پخوانی انځور.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ یو پخوانی انځور.

د پاکستان او ایران چارواکو په اسلام اباد کې پر سیمه ییز امنیت خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۵مه په بیان کې ویلي دي چې د افغانستان لپاره د ايران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني پر افغانستان هم وغږېدل.

بیان وايي، جيلاني ټينګار وکړ چې د سیمه ييز ثبات لپاره د هم اهنګۍ د زیاتولو ضرورت دی او په دې لړ کې یې د افغانستان د ګاونډيو کردار مهم وباله.

قمي تر جيلاني مخکې، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره ليدلي ول. د دراني دفتر په دې اړه رسنيو ته په لېږدولي بیان کې ويلي چې د دې ملاقاتونو هدف سیمه ييز امنيت او اړيکو بهترول دي.

قمي د جنورۍ پر ۱۴مه اسلام اباد ته ورغلی دی.

د ايران او پاکستان چارواکو په داسې حال کې د افغانستان او سيمې د امنيت په اړه خبرې کړې دي چې تهران او اسلام اباد د اسلامي دولت (داعش) ډلې د خراسان څانګې او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په اړه اندېښنې لري.

قمي پر داسې مهال پاکستان ته تللی چې د جنورۍ په درېیمه د ایران په کرمان کې په چاودنو کې تر ۹۰ زیات کسان ووژل شول. د هغو حملو ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې وه. داعش د جنورۍ پر څلورمه پر ټېلېګرام په بیان کې ویلي ول چې د هغې ډلې دوو غړو د انقلاب ساتونکي ځواک د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې د ځانمرګي برید لپاره کارېدونکي "واسکټونه وچوول."

له دې پرته په پاکستان کې هم د ۲۰۲۲ز کال له پای راهیسې حملې زیاتې شوې دي چې د ډېریو ذمه واري ټي ټي پي ډلې منلې ده.

د پاکستان پوځ او رسنیو تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د جنورۍ پر ۱۳مه بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې په یوه بمي چاودنه او عملیاتو کې پینځه سرتېري او اووه مشکوک وسلوال وژل شوي دي. هم تېره اوونۍ په خیبر پښتونخوا کې پر پولیسو په درو جلا، جلا حملو کې تر ۱۰ زیات سرتېري ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول. له هغو څخه یې د دوو حملو ذمه واري ټي ټي پي منلې وه.

بېلابېلو پاکستانیو او ايرانیو چارواکو په وروستيو کې ادعا کړې چې داعش او تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.

خو په کابل کې د طالبانو حکومت دا نه مني او دريځ لري چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد کارولو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان د سفر پر مهال ویلي ول چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ټي ټي پي ډله په افغانستان کې پټنځایونه نه لري. "ټي ټي پي هم په افغانستان کې وجود نه لري. دا د پاکستان خپله موضوع ده چې باید یې خپله په خپل هېواد کې حل کړي او خپلو امنیتي موضوعاتو ته هم باید خپله توجه ورکړي."

XS
SM
MD
LG