د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيستان بلوچستان کې وسلوال بريد کې ۱۱ ايراني پوليسان وژل شوي دي


سيستان بلوچستان د ايران يوه وروسته پاټې صوبه ګڼل کېږي ـ پخوانی انځور
سيستان بلوچستان د ايران يوه وروسته پاټې صوبه ګڼل کېږي ـ پخوانی انځور

د ایران د جنوب ختیځ سیستان بلوچستان ایالت امنیتي چارواکي وايي چې د پاکستان پولې ته نېږدې په راسک سیمه کې يې په يو وسلوال بريد کې ۱۱ پوليسان وژل شوي او یوشمېر نور يې ژوبل شوي دي.

ايرانيو پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۵مه په یوه بیان کې ویلي چې د دې پېښې پرمهال یوشمېر بریدګر هم وژل شوي او ژوبل شوي دي. د سیستان بلوچستان مرستیال والي (ګورنر) علي رضا مرحمتي ويلي چې دا یو ترهګر بريد وو.

د اېرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د دې برید ذمه واري د جیش العدل په نوم سني وسلوالې ډلې منلې ده. جيش العدل تر دې مخکې هم څو ځلې د ایران د انقلابي ساتندويانو ځواک او سرحدي ځواکونو سره نښتې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG