مشال راډیو
پي اېس اېل: نن کوټه ګلیډیېټرز او حیدراباد کېنګزمین او لاهور قلندرز او کراچۍ کېنګز سیالۍ لري
تر دې یوه ورځ مخکې هم دوه سیالۍ شوې وې چې یوه یې پېښور زلمي او دویمه یې ملتان سلطانز وګټله.
په لاهور کې د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې راولپېنډیز لوبډلې لومړی بیټېنګ وکړ او پېښور زلمي ته یې د ۲۱۵ منډو هدف ورکړ. د پېښور لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ او سیالي یې په پینځو وېکټو وګټله.
تر دې وروسته په دویمه سیالۍ کې اسلام اباد یونایټېډ لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۷۱ منډې وکړې. ملتان سلطانز ټاکلی هدف د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
په لاهور کې د پي اېس اېل سیالۍ په منځني ختیځ کې د روانې جګړې او کړکېچ په غبرګون کې د حکومتي کفایت شعارۍ له مخې بې له نندارچیانو ترسره کېږي.
پاکستان کرکټ بورډ د مارچ پر ۲۲مه وویل چې ټولې سیالۍ د هېواد د شپږو لوبغالو پر ځای یوازې په لاهور او کراچۍ کې کوي.
د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې دوه نوې لوبډلې حیدراباد کېنګزمین او راولپېنډيز او شپږ نورې لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز، اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز برخه اخلي.
د مارچ پر ۳۰مه پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره سیالي لري.
د پاکستان سوپر لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ د مارچ پر ۲۶مه پیل شوې دي چې د مې تر درېیمې به روانې وي.
لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰۲۵ز کال کې د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سیالیو په پایلوبه کې کوټه ګلیډیېټرز ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو جام ګټلی وو.
د بشري حقونو څار سازمان: د کابل پر روغتون د پاکستان برید "ناقانونه" وو او "ښايي جنګي جنایت" وبلل شي
هیومن رایټس واچ وايي چې د کابل په ختیز کې "۲،۰۰۰ بستره امېد" مرکز له ۲۰۱۶ز کال راهیسې د ناټو د پخواني فېنېکس (هما) کیمپ په ساحه کې فعالیت کاوه.
د بشري حقونو هغه نیو یارک مېشتي سازمان د روغتون د یو کارکوونکي له خولې ویلي دي چې په برید کې "د خوړو تالار، یوه وداني چې ۴۵۰ ناروغان پکې ځایېږي او د امنیتي ساتونکو خونه، چې پکې اته کسانو کار کاوه" په نخښه شوي دي.
سازمان د نړیوالو ادارو په حواله ویلي چې په برید کې لږ تر لږه ۱۴۳ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات ژوبل شول. د طالبانو حکومت وايي، په برید کې تر ۴۰۰ زایت کسان ووژل او ۲۶۵ ژوبل شول.
طالب چارواکي وايي، په "امېد" روغتون کې د بېلابېلو ولايتونو او کابل شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې ول.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه په بيان کې دعوه وکړه چې پوځ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نخښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."
وروسته د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شريف چودري هم له رسنيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په هغه بريد کې يې "د وسلو ذخيرو کولو مرکز" په نخښه کړی دی.
هیومن رایټس واچ وايي، تارړ په خپل بیان کې پر امېد مرکز د حملې ذکر و نه کړ.
بیان د سازمان د اسیا چارو یوې رییسې پیټریشیا ګاسمین له خولې وايي، "شواهد ښيي چې د کابل پر هغه مشهور طبي مرکز د پاکستان هوايي برید، چې پکې لسګونه ناروغان ووژل شول، ناقانونه" وو.
د پاکستان حکومت لا د سازمان د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې د ولسي وګړو په نخښه کولو تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی دی چې حملې یې "دقیقې" دي او پکې د "ترهګرو مرکزونه" او پوځي اهداف په نخښه کوي.
د روغتیايي مرکز یو کارکوونکي د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ته ویلي دي چې د حملې پر مهال هلته "تر ۱،۰۰۰ زیات ناروغان موجود ول خو کره شمېر یې معلوم" نه دی.
سازمان د یوې نړیوالې ادارې د چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوولی، په حواله ویلي دي چې په خوړنځي کې تر روژه ماتي وروسته ډېر ناروغان موجود ول.
سازمان د ملګرو ملتونو د بیان په حواله ویلي دي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په ودانۍ کې یې "بشپړه ویجاړي ولیده."
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، د مارچ پر ۲۳مه له سپوږمکۍ اخیستل شوي انځورونه په امېد مرکز کې پراخه ویجاړي ښيي.
سازمان د مارچ پر ۱۷مه د پاکستان د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ خپره کړې ویډیو تایید کړې چې پکې ښکاري چې یو توغندی په هغه ساحه کې پر تر ټولو لویه ودانۍ لګي او لږ وروسته په دوو نورو ودانیو کې چاودنې کېږي.
د بشردوستانه ادارې چارواکو د سازمان څېړونکو ته ویلي چې هغه لویه وداني د ناروغانو د خوړنځي او استوګنې لپاره کارېده. سازمان وايي، د هغو چارواکو معلومات یې د پخوانیو انځورونو او د ودانۍ د داخلي برخې د یوې ویډیو په لیدو تایید کړي دي. داراز، په ۲۰۲۳ز کال کې الجزیره ټېلېوېژن د هغه مرکز په اړه یو مستند جوړ کړی وو چې پکې یې هغه وداني ښوولې وه.
سازمان وايي، پر ټولنیزو شبکو یې خپرې شوې درې ویډیوګانې تایید کړې دي چې تر برید وروسته وضعیت او ویجاړي ښيي.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، "نړیوال بشري قانون د پاکستان او افغانستان پر وسلواله شخړه لازم الاجرا یا لاګو" دی او دواړه باید د "پوځي عملیاتو پر مهال ملکي وګړي بشپړ خوندي" وساتي.
سازمان وايي، "روغتونونه او کلېنېکونه تر جنګي قوانینو لاندې له ځانګړو خوندیتوبونو" برخمن وي او که داسې وانګېرل شي چې په یو برید کې به "ولسي وګړو ته د پوځي ګټو پرتله زیات زیان رسي" نو هغه قوانین بیا "پر پوځي اهدافو هم حملې منع" بولي.
هیومن رایټس واچ کاږي، "موجود معلومات ښيي چې هېڅ داسې شواهد نه شته" چې دا ثابته کړي چې "امېد مرکز د پوځي مقاصدو لپاره کارېده" نو ځکه ورباندې "برید ناقانونه" وو.
بیان وايي، په "مجرمانه ارادې یا نیت - یعنې قصداً یا په بې پروایۍ - د جنګي قوانینو جدي سرغړونې جنګي جنایتونه وي" او زیاتوي چې د "نړیوال قانون له مخې پاکستان مکلف یا پابند دی" چې پر "خپلو ځواکونو د جنګي جرمونو" د تورونو "پلټنه وکړي او د جدي سرغړونو لپاره له مسوولو سره حساب وکړي."
د بشري حقونو د څار تر نړیوال سازمان مخکې د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) هم له پاکستانه په کابل کې پر روغتون د خونړي برید په اړه سپیناوی او خپلواکه پلټنې غوښتې وې.
هغه سازمان د مارچ پر ۱۹مه په بیان کې، د پاکستان د دې دعوې په غبرګون کې چې په کیمپ کې یې د وسلو زېرمتون په نخښه کړی، ویلي ول چې که د ناټو د پخواني کیمپ په ساحه کې "د وسلو او مهماتو ډېپو موجود هم وای، د برید په اړه پرېکړه باید د ولسي وګړو خورا زیات زیانمنېدو ته په کتو سنجول شوې وای."
د پاکستان حکومت د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په غبرګون کې هم څه نه ول ویلي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم تر برید وروسته ویلي ول هغه پېښه باید ژر، خپلواکه او په شفاف ډول وڅېړل شي، او زیاته یې کړه چې "مسوول کسان باید د نړیوالو معیارونو سره سم حساب ورکولو ته اړ شي."
پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيو راهیسې پر کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې د طالبانو حکومتي سرتېرو هم پر پاکستان ډرون حملې کړې دي او د هغه هېواد له امنیتي سرتېرو سره یې د مخامخ جګړې له لارې ځواب ورکړی دی.
د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یوشمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې يې طالبانو هم ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل. دواړو خواوو په هغو بريدونو کې يو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې وکړې.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وايي چې د کابل روغتون له برید مخکې، د فبرورۍ له پای راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ په شخړو کې د ۱۰۴ ماشومانو او ۵۹ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۸۹ افغان ولسي وګړي وژل شوي یا ژوبل دي او د جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي.
داراز، د طالبانو په حملو کې هم د ډېورنډ کرښې هغې خواته پرتو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او تر ۳،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي.
د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
پاکستان د "انرژۍ سپما" په موخه د پي اېس اېل لومړنۍ سیالۍ بې له نندارچیانو کوي
بورډ ویلي دي چې د دې اقدام موخه "د توانایۍ (انرژۍ) سپما" او په "مسوولانه ډول د اتلولۍ د سیالیو ترسره کول" دي.
کرکټ بورډ البته ټینګار کړی دی چې "په لنډمهالي ډول" نندارچیان یوازې "له کورونو" د پي اېس اېل د ۱۱م پړاو سیالۍ لیدلای شي.
بیان داراز ویلي دي چې ټولې سیالۍ به اوس د هېواد د شپږو لوبغالو پر ځای یوازې په لاهور او کراچۍ کې ترسره کوي او د دې لپاره یې هم نوی مهالوېش اعلان کړی دی چې له مخې یې لومړۍ ۱۴ سیالۍ په لاهور او ورپسې ۱۵ نورې سیالۍ په کراچۍ کې کېږي.
دا تر هغې وروسته ده چې وفاقي حکومت په منځني ختیځ کې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمینځ د روانې جګړې له کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیو زیاتېدو ته په کتو د یو لیټر پېټرولو او ډیزلو نرخ ۵۵ روپۍ زیات کړ.
تر دې دوه ورځې وروسته وزیراعظم شهباز شریف د مارچ پر نهمه ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې د انرژۍ سپما (بچت) او اقتصادي وضعیت سم ساتلو لپاره یو ۱۴ نکاتي پلان اعلان کړ او و یې ویل چې د ټولو سرکاري او شخصي ادارو ۵۰ سلنه کارکوونکي به له کوره کار کوي او له بانکونو، صنعتونو او کرنیزو چارو پرته به ټول دفترونه په اونۍ کې څلور ورځې کار کوي.
کرکټ بورډ د پي اېس اېل په سږنیو سیالیو کې دوه نوې لوبډلې - حیدراباد کېنګزمین او راولپېنډیز - شاملې شوې دي.
د جنورۍ پر اتمه په داوطلبۍ کې د حیدراباد او سیالکوټ لوبډلې منتخبې شوې وې خو وروسته چې ملتان سلطانز د مالي ستونزو او له بورډ سره د مخالفتونو له وجې د قرارداد له نوي کولو انکار وکړ نو بورډ خرڅه کړه او نویو مالکانو یې نوم راولپېنډۍ ته وربدل کړ.
تر دې وروسته د سیالکوټ مالکانو خپله لوبډله خرڅه کړه او نویو مالکانو یې نوم په ملتان سلطانز وربدل کړ.
په دې توګه د حیدراباد او پېنډۍ تر څنګ پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، کراچۍ کېنګز، اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز د پي اېس اېل د ۱۱م پړاو په سیالیو کې ګډون کوي.
ټاکل شوې چې د پاکستان سوپر لیګ سږنۍ سیالۍ د مارچ له ۲۶مې څخه د مې تر درېیمې پورې ترسره شي.
لاهور قلندرز لوبډلې په ۲۰۲۵ز کال کې د پي اېس اېل د ۱۰م پړاو سیالیو په پایلوبه کې کوټه ګلیډیېټرز ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو جام ګټلی وو.
د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د کابل پر روغتون د برید "بې پرې او خپلواکه پلټنې" وکړي
نوموړې ویلي دي چې دا "ښه مستنده ده" چې "له ۲۰۱۶ز کال راهیسې" د "فینېکس (هما)" په نوم د ناټو ځواکونو د "پخواني کیمپ یوې لویې برخې" روږدو د "درملنې د روغتون په توګه فعالیت کاوه."
هغې د پاکستان د دې دعوې په غبرګون کې چې په کیمپ کې یې د وسلو زېرمتون په نخښه کړی ویلي چې که د پخواني کیمپ په ساحه کې "د وسلو او مهماتو ډېپو موجود هم وای، د برید په اړه پرېکړه باید د ولسي وګړو خورا زیات زیانمنېدو ته په کتو سنجول شوې وای."
لاسي زیاته کړې چې همدا لامل دی چې اسلام اباد "باید اوس دا وضاحت ورکړي چې د کومو معلوماتو پر اساس یې اقدام کړی او د هغو معلوماتو د تایید لپاره یې کوم ګامونه اخیستي دي؟ هغوی باید همدارنګه د دې برید او په نتیجه کې یې د ملکي تلفاتو په اړه یوه خپلواکه، بې پرې او پر وخت پلټنه ترسره او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي چې حساب ورکونه یقیني شي."
د پاکستان حکومت لا د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز په برید کې تر ۴۰۰ زایت کسان ووژل او ۲۶۵ ژوبل شول. خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ملګرو ملتونو تر اوسه په هغه برید کې د ۱۴۳ کسان وژنه تایید کړې ده.
طالب چارواکي وايي، د "امېد" په نوم په هغه روغتون کې د بېلابېلو ولايتونو او کابل شاوخوا ۳،۰۰۰ کسان تر درملنې لاندې ول.
البته د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ بيا د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه په بيان کې دعوه وکړه چې پوځ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې "پوځي تاسيسات او د ترهګرۍ هغه مرکزونه په نخښه کړي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ملاتړ لاندې کار کوي."
وروسته د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شريف چودري هم له رسنيو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې په هغه بريد کې يې "د وسلو ذخيرو کولو مرکز" په نخښه کړی دی.
مشال راډيو په خپلواکه توګه د ولسي مرګژوبلې کره شمېر او د پاکستان حکومت د ادعا نه شي تاییدولای.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اختر په مناسبت پینځه ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یوشمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې يې طالبانو هم ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل. دواړو خواوو په هغو بريدونو کې يو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې وکړې.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ پر ۱۷مه پر اېکس په بيان کې د پاکستان برید "د ټولو منل شویو اصولو خلاف بشرضد عمل" وباله.
نوموړي دعوه وکړې چې "د پاکستان پوځي رژیم روغتونونه او ملکي ځایونه په نخښه کوي او وحشت رامينځته کوي."
په کابل کې په نشو د روږدو کسانو پر مرکز بريد په پراخه کچه غندل شوی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وویل چې هغه پېښه باید ژر، خپلواکه او په شفاف ډول وڅېړل شي، او زیاته یې کړه چې "مسوول کسان باید د نړیوالو معیارونو سره سم حساب ورکولو ته اړ شي."
د مارچ پر ۱۷مه ملګرو ملتونو په خپله اعلامیه کې وویل، "عیني شاهدانو د روغتون په ساحه کې د بشپړ ویجاړۍ صحنه بیان کړه او لیدل کېدل چې سلګونه کسان د خپلو خپلوانو د لټون لپاره ګرځېدل."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر داراز وايي چې د کابل روغتون له برید مخکې، د فبرورۍ له پای راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمينځ په شخړو کې د ۱۰۴ ماشومانو او ۵۹ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۸۹ افغان ولسي وګړي وژل شوي یا ژوبل دي او د جګړو له امله لسګونه زره کسان بې ځایه شوي دي.
داراز، د طالبانو په حملو کې هم د ډېورنډ کرښې هغې خواته پرتو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده او تر ۳،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي.
د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
اخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نيشنل عوامي ګوند مشرانو په يوه شريکه اعلاميه کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې پر افغانستان بریدونه ودروي.
د مارچ پر ۱۶مه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې دواړه خواوې دې ژر تر ژره مذاکرات وکړي او خپلمینځي اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي.
په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ولمانځل شوه
د طالبانو حکومت د اختر د لمونځ د امنیت لپاره د کابل په ګډون په ولایتي مرکزونو او نورو لویو ښارونو کې ګڼ پولیس او سرتېري ځای پر ځای کړي ول.
دا تر هغې وروسته ده چې سعودي عرب د مارچ پر ۱۸مه وویل چې د هغه هېواد په هېڅ برخه کې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه به اختر د مارچ پر ۲۰مه، چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شوال میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، لمانځل کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر د لمونځ امامت وکړ او خلکو ته یې وینا وکړه.
هغه په خپله وینا کې د ولس پر یووالي او له حکومت یې د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
اخوندزاده د چا نوم وانخیست خو ظاهراً یې پاکستان ته په اشاره وویل چې "توپ او طیاره" یې نه شي "خرابولای. که یې موږ په توپ او طیاره له مینځه یې وړلای شوای نو امریکایانو به له مینځه وړي وای، شورویانو به له مینځه وړي وای."
د طالبانو د حکومت رییس الوزرا (لومړي وزیر) ملا محمد حسن اخوند د اختر په مناسبت په خپل بیان کې ویلي دي چې په "سوله ییز ډول" د ستونزو پر هواري باور لري.
د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو او ټېلېوېژن په خبر کې لیکلي دي چې نوموړي پر هېواد د پاکستان حملې "وغندلې" او زیاته یې کړه چې "د خلکو او هېواد دفاع" یې د حکومت "دیني او وجداني مسوولیت" دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او طالبانو حکومتونو د کوچني اختر په مناسبت لنډمهالی اوربند اعلان کړی دی.
په همدې حال کې ټاکل شوې چې د پاکستان د مياشتې لیدلو مرکزي کمېټۍ د مارچ پر ۱۹مه په اسلام اباد کې غونډه وکړي.
د ای اېم اېف کاري ډله پاکستان ته د پورونو له پروګرامونو د بل قسط پر ورکړې موافقې ته نه ده رسېدلې
هند او نیو زیلینډ د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام پای لوبه کې مخامخ کېږي
تر دې وړاندې د مارچ پر پینځمه د هند او انګلستان (انګلینډ) د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اووره نړیوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شول. په هغه لوبه کې هند لومړی بیټنګ وکړ او د ۲۵۴ منډو هدف یې وټاکه خو په ځواب کې انګلستان په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۶ منډې وکړې.
تر هغې یوه ورځ مخکې نیو زیلینډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.
د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه د هند او سري لنکا په کوربه توب پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته.
له هغو څخه یې د پاکستان په ګډون اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د اسټرالیا او افغانستان په څېر لوبډلې ورڅخه پاتې شوې.
د غوره اته لوبډلو په پړاو کې پاکستان، زېمبابوې، وېسټ انډیز او سري لنکا د سیاليو بایللو او کمو نومرو (پواینټونو) اخیستو له وجې له نیمه پایلوبو پاتې شوې.
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: کوربه هند او انګلستان نن نیمه پایلوبه لري
تر دې یوه ورځ مخکې نیو زیلینډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا ته په نهو وېکټو په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره ومونده.
په کلکته کې د سیالۍ پچه نیو زیلینډ وګټله او لومړی یې ډګرساتنه (فیلډنګ) او توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړل.
د جنوبي افریقا لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اتو وېکټو په زیان ۱۶۸ منډې وکړې. مارکو ینسن ۵۵، ډېوالډ برېوېس ۳۴ او ټرېسټن سټبز ۲۹ منډې وکړې. د نیو زیلینډ کول مککانچي، رچین روېندرا او میټ هنري دوه، دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې نیو زیلینډ ټاکلی هدف په ۱۳م اوور کې د یو لوبغاړي په زیان پوره کړ. فېن ایل په ۳۳ بالونو د ۲۰ اووره نړیوال کرکټ تر ټولو چټکه سلیزه پوره کړه او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو. له دې پرته ټېم سایفرټ ۵۸ منډې وکړې.
د کرکټ ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه د هند او سري لنکا په کوربه توب پیل شوې وې چې پکې د افغانستان او پاکستان په ګډون ۲۰ لوبډلو برخه واخیسته.
له هغو څخه یې د پاکستان په ګډون اته غوره لوبډلې دویم پړاو ته ووتې او د اسټرالیا او افغانستان په څېر لوبډلې ورڅخه پاتې شوې.
د غوره اته لوبډلو په پړاو کې پاکستان، زېمبابوې، وېسټ انډیز او سري لنکا د سیاليو بایللو او کمو نومرو (پواینټونو) اخیستو له وجې له نیمه پایلوبو پاتې شوې.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه وشي.
پر ایران حملې: پاکستانیان او افغانان هېواد ته ستنېږي
د طالبانو حکومت د پاکستان د بریدونو د "مناسب او حساب شوي ځواب" ورکولو خبرداری ورکړی دی
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: اسټرالیا عمان ته په ۹ وېکټو ماتې ورکړه
د عمان لوبډله په ۱۷م اوور کې په ۱۰۴ منډو وسوځېده. اسټرالیا ټاکلی هدف په ۱۰م اوور کې د یو لوبغاړي په زیان پوره کړ.
تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۹مه افغانستان د ورځې په درېیمه سیالۍ کې کاناډا ته په ۸۲ منډو ماتې ورکړه.
د چېنای په لوبغالي کې د سیالۍ پچه کاناډا وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) او ډګرساتنه (فیلډنګ) غوره کړل.
افغان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان ۲۰۰ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ ۹۵، صدیق الله اتل ۴۴ او رحمان الله ګربز ۳۰ منډې وکړې. د کاناډا جسکرن سېنګ درې او ډېلون هېلېګر یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې کاناډایۍ لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۱۱۸ منډې وکړای شوې. هرش ټاکر ۳۰ او سعد بن ظفر ۲۸ منډې وکړې. د افغانستان محمد نبي څلور او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.
ځدراڼ د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
پر همهغه ورځ زېمبابوې له سري لنکا څخه خپله سیالي په شپږو وېکټو وګټله. د کولمبو په لوبغالي کې د سیالۍ پچه سري لنکا وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) منتخب کړه.
کوربنې لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۷۸ منډې وکړې. پتوم نېسانکا ۶۲، پون رتنایکې ۴۴ او کوسال پرېرا ۲۲ منډې وکړې. د زېمبابوې ګرېم کرېمر، بریډ ایوانز او بلېسېنګ موزارباني دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د زېمبابوې لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره کړ. براین بېنېټ ۶۵، سکندر رضا ۴۵ او تادېوناشي ماروماني ۳۴ منډې وکړې. دوشان هېمانتا دوه او داسون شانکا او دونیت وېلالګې یوه، یوه وېکټه واخیسته.
د زېمبابوې لوبډلمشر حسن رضا د سیالۍ غوره لوبغاړي انعام وګاټه.
داراز، د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې وېسټ انډیز د اېټالیا ملي لوبډلې ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه.
د فبرورۍ له ۲۱مې څخه د نیو زیلینډ او پاکستان له لوبې څخه د اته غوره لوبډلو د پړاو سیالۍ پیلېږي.
له هغو پرته د وېسټ انډیز، زېمبابوې، سري لنکا، هند، جنوبي افریقا او انګلستان (انګلینډ) لوبډلې هم د اته غوره لوبډلو د سیالیو په پړاو کې شاملې دي.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، شاملې دي. له هغو ۲۰ لوبډلو څخه یې اته دویم پړاو ته وتلې دي او د افغانستان په ګډون نورې ورڅخه بهر شوې دي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: وېسټ انډیز اېټالیا ته په ۴۲ منډو ماتې ورکړه
وېسټ انډیز په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو وېکټو په زیان ۱۶۵ منډې وکړې. شای هوپ ۷۵ او روسټن چېس او شېرفېن ردرفورډ ۲۴، ۲۴ منډې وکړې. د اېټالیا بېنجمېن مانېنتي او کرېشن کالوګاماګې دوه، دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې اېټالیایۍ لوبډله په ۱۸ اوورونو کې په ۱۲۳ منډو وسوځېده. مانېنتي ۲۶، جې جې سمټس ۲۴ او اینتني موسکا ۱۹ منډې وکړې. د وېسټ انډیز شمار جوزف څلور، میتیو فورډ درې او ګوداکېش موتي دوه وېکټې واخیستې.
د فبرورۍ پر ۱۹مه د سري لنکا او زېمبابوې لوبډلې د ورځې په دویمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي. تر دې وروسته د افغانستان او کاناډا لوبډلې له یو بل سره لوبه لري.
تر دې یوه ورځ مخکې هند نېدرلینډز ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه. داراز، پاکستان له نمېبیا څخه سیالي په ۱۰۲ منډو وګټله او جنوبي افریقا متحده عربي اماراتو ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۲۰مه د اسټرالیا او عمان لوبډلې د نړیوال جام د لومړي پړاو په وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.
تر دې یوه ورځ وروسته د نیو زیلینډ او پاکستان له لوبې څخه د اته غوره لوبډلو د پړاو سیالۍ پیلېږي.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، شاملې دي. له هغو ۲۰ لوبډلو څخه یې اته دویم پړاو ته وتلې دي او د افغانستان په ګډون نورې له سیالیو بهر شوې دي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.
نارسمي پایلې: د بنګلادېش ملي ګوند د پارلېمان اکثریت څوکۍ ګټلې دي
دا د شاوخوا دوو لسیزو په موده کې لومړی ځل دی چې بي اېن پي دومره زیاتې څوکۍ ګټلې دي او واک ته رسېدو ته نېږدې شوی دی.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونو د بنګلادېش د ټېلېوېژنونو په حواله ویلي دي چې د نارسمي نتیجو له مخې بي اېن پي او ملګرو ګوندونو یې ۲۱۲ او جماعت اسلامي او اېتلافیانو یې ۷۰ څوکۍ ګټلې دي.
په بنګلادېش کې د فبرورۍ پر ۱۲مه تر سخت امنیت لاندې ټولټاکنې او په اساسي قانون (ایین) کې د بدلون په موخه ټولپوښتنه وشوه.
د بنګلادېش ټول نفوس شاوخوا ۱۷۵ مېلیونه دی چې ورڅخه یې ۱۲۷ مېلیونه وګړو د رایې کارونې حق درلود.
انتخاباتي کمېشن وايي، په هغه هېواد کې د جاتیو شونګشود یا پارلېمان له ۳۰۰ څخه پر ۲۹۹ څوکیو مستقیم انتخابات وشول او پکې د رایې ورکوونکو ټول شمېر ۵۹ سلنه وو.
له دې پرته د هغه هېواد پارلېمان د ښځو لپاره ۵۰ څوکۍ ځانګړې کړې دي چې تر ټولټاکنو وروسته د ګوندونو د ګټلیو څوکیو په تناسب وېشل کېږي او ډکېږي.
دا شاوخوا یو نیم کال مخکې د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد تر ګوښه کېدو وروسته لومړنۍ ټولټاکنې وې چې د هېواد د لنډمهالي حکومت مشر محمد یونس د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې اعلان کړې وې او ټینګار یې کړی وو ټاکنې "به ازادې او عادلانه" وي.
دا په ۱۹۷۱ز کال کې له پاکستانه د بنګلادېش له بېلېدو او خپلواکۍ اخیستو راهیسې په هېواد کې ۱۳م پارلېماني انتخابات ول.
په همدې حال کې د بنګلادېش ملي ګوند خپله بریا اعلان کړې ده او ویلي یې دي چې د رسمي پایلو تر اعلان وروسته به حکومت جوړولو بهیر پیل کړي. بي اېن پي ۶۰ کلن طارق رحمان، چې د پخوانۍ وزیراعظمې او خپلې مور خالدې ضیا تر مړینې وروسته د ګوند مشر شو، د وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولی دی.
اخوا د فرانسې خبري اژانس وايي، د بي اېن پي اصلي سیال جماعت اسلامي، چې ۶۷ کلن شفیق الرحمان یې مشري کوي، ویلي چې د "انتخاباتي رایو د سموالي" په اړه "جدي پوښتنې" لري.
د ګاونډیو په ګډون د یوشمېر هېوادونو مشرانو بي اېن پي ته مبارکي ویلې ده.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او وزیراعظم شهباز شریف طارق رحمان ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ ویلي چې د سیمې د ثبات لپاره له ډاکې سره ګډ کار ته ژمن دي.
د پاکستان دولتي ټېلېوېژن پر اېکس د شریف له خولې لیکلي دي چې هغه له بنګلادېش سره د نېږدې اړیکو د پیاوړتیا هیله لري او غواړي چې دواړه هېوادونه دوه اړخیز تعلقات لا نور ژور کړي.
په همدې حال کې هند، چې د حسینې واجد له ګوښه کېدو او ورته د پناه له ورکولو راهیسې یې د بنګلادېش له لنډمهالي حکومت سره تعلقات ساړه شول، هم د رحمان "پرېکنده بریا" ستایلې ده.
هندي وزیراعظم نرېندرا مودي پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې د "ولسواکه یا جمهوري، مترقي او ټولګډونه" بنګلادېش ملاتړ ته دوام ورکوي.
مودي هم رحمان ته په خطاب کې زیاته کړې چې ورسره د "ګڼ اړخیزه اړیکو د پیاوړي" کولو او د دواړو هېوادونو د "شریکو پرمختیايي موخو" ترلاسه کولو لپاره "ګډ کار کولو ته سترګې پر لار" دی.
په ډاکې کې امریکايي سفارت هم بي اېن پي ته د "تاریخي بریا" مبارکي ویلې او
د بنګلادېش لنډمهالي حکومت د فبرورۍ ۱۲مې ټولټاکنو د امنیت لپاره شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ پولیس او پوځیان ځای پر ځای کړي ول خو د اژانسونو په وینا، انتخابات په ټولیز ډول په ارامه او سوله ییزه فضا کې وشول.
د بنګلادېش خلکو د پارلېمان ترڅنګ په اساسي قانون کې د بدلون لپاره په ټولپوښتنه (رېفرنډم) کې هم ووټونه واچول.
د "جولای منشور" په نوم ټولپوښتنه د سیاست او ادارو د بڼو بدلولو او د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد پر وړاندې د ۲۰۲۴ز کال د پاڅون د اییني رسمیت پېژندنې لپاره جوړ شوی دی.
شیخ حسینې واجد د هغه کال په جولای کې په پلازمېنې ډاکې او نورو ښارونو کې د زده کوونکو په مشرۍ تر خونړیو مظاهرو او تاوتریخوالي وروسته د اګست په پيل کې استعفا ورکړه او هند ته ولاړله.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په هغه تاوتریخوالي کې شاوخوا ۱،۴۰۰ کسان وژل شوي ول.
د بنګلادېش ډېریو ګوندونو په اکتوبر کې هغه منشور لاسلیک کړی وو خو د ملي وګړو ګوند، چې د ۲۰۲۴ز کال غورځنګ مشرانو جوړ کړی، او څلورو کیڼ یا چپ لاسو ګوندونو ورڅخه پرېکون (بایکاټ) اعلان کړ.
لنډمهالي حکومت د واجد پر ګوند عوامي لیګ بندیز لګولی دی او دا د هغه هېواد په شاوخوا ۵۵ کلن تاریخ کې لومړی ځل وو چې په انتخاباتو کې یې د نه ګډون له وجې د هېواد سیاسي فضا بڼه بدله وه.
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: متحده عربي اماراتو کاناډا ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه
تر دې مخکې د ورځې په دویمه سیالۍ کې متحده عربي اماراتو په پینځو وېکټو د کاناډا ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د نوي دلي په لوبغالي کې سیالۍ پچه کاناډا وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړه.
کاناډایۍ لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان ۱۵۰ منډې وکړې. هرش ټاکر ۵۰ او نونیت دلېوال ۳۴ منډې وکړې. د اماراتو جنید صدیق پینځه وېکټې واخیستې.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان پوره کړ. ارینش شرما ۷۴ او صهېب خان ۵۱ منډې وکړې. د کاناډا سعد بن ظفر درې وېکټې واخیستې.
د زېمبابوې ملي لوبډلې د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې اسټرالیا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه.
د سري لنکا د کولمبو په لوبغالي کې اسټرالیا د فبرورۍ ۱۳مې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
زېمبابوې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په زیان ۱۶۹ منډې وکړې. براین بېنېټ ۶۴ او تاداوناشي ماروماني او راین برل ۳۵، ۳۵ منډې وکړې.
په ځواب کې د اسټرالیا لومړي څلور بیټران ژر وسوځېدل خو ګلېن میکسوېل او میټ رېنشا ښه توپوهنه وکړه. میکسوېل ۳۱ او رېنشا ۶۵ منډې وکړې. خو تر دې وروسته یې لوبغاړي بیا ژر، ژر وسوځېدل.
د اسټرالیا ټوله لوبډله په ۲۰م اوور کې په ۱۴۶ منډو وسوځېده.
تر دې یوه ورځ مخکې هند په ۹۳ منډو نمېبیا ته ماتې ورکړه. داراز، اېټالیا، چې په لومړي ځل د ۲۰ اووره کرکټ په نړیوال جام کې برخه اخلي، په ۱۰ وېکټو له نیپاله سیالي وګټله. د ورځې په لومړۍ سیالۍ کې د سري لنکا لوبډلې عمان ته په ۱۰۵ منډو ماتې ورکړه.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، برخه اخلي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: اېټالیا نیپال ته په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه
د نیپال ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې په ۱۲۳ منډو وسوځېدل. عارف شیخ ۲۷، روهېت پاودل ۲۳ او اصف شیخ ۲۰ منډې وکړې. د اېټالیا کرېشن کالوګاماګې درې او بېنجمېن مانېنتي دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې اېټالیايي وروڼو بیټرانو اینتني موسکا او جسټن موسکا ټاکلی هدف په ۱۳م اوور کې پوره کړ. اینتني ۶۲ او جسټن ۶۰ منډې وکړې.
دا لومړی ځل دی چې اېټالیا په ۲۰ اووره کرکټ کې برخه اخلي او دا یې لومړۍ بریا وه.
تر دې مخکې هم د فبرورۍ پر ۱۲مه د سري لنکا لوبډلې عمان ته په ۱۰۵ منډو ماتې ورکړه.
د سري لنکا د کیڼدي ښار په لوبغالي کې عمان د فبرورۍ ۱۲مې سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
کوربه سري لنکا په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۵ منډې وکړې. کوشال مینډېس ۶۱، پون رتنایکې ۶۰ او داسون شانکا ۵۰ منډې وکړې. د عمان جېتنکمار رامانندي دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د عمان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۲۰ منډې وکړای شوې. محمد ندیم ۵۳ او وسیم علي ۲۷ منډې وکړې. د سري لنکا مهېش تیکشانا او دوشمنتا چمیرا دوه، دوه وېکټې واخیستې.
له دې پرته د ورځې په درېیمه سیالۍ کې د هند او نمېبیا لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې د ممبۍ په لوبغالي کې په درېیمه سیالۍ کې وېسټ انډیز انګلستان (انګلینډ) ته په ۳۰ منډو ماتې ورکړه.
د کولمبو په لوبغالي کې د ورځې په دویمه سیالۍ کې اسټرالیا په ۶۷ منډو له ایرلینډه سیالي وګټله.
داراز، د ګجرات د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د جنوبي افریقا ملي لوبډلې تر سختې سیالۍ وروسته په دویم سوپر اوور کې افغانستان ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، برخه اخلي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.
بنګلادېش کې تر سخت امنیت لاندې تر ټولټاکنو وروسته د رایو شمېر روان دی
دا په ۱۹۷۱ز کال کې له پاکستانه د بنګلادېش له بېلېدو او خپلواکۍ اخیستو راهیسې په هېواد کې ۱۳م پارلېماني انتخابات ول.
رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونه وايي، د فبرورۍ پر ۱۲مه د انتخاباتي عمل له پیلېدو راهیسې په مختلفو سیمو کې رایې ورکوونکي په لویو قطارونو کې ولاړ ول.
حکومت د ټولټاکنو د امنیت لپاره شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ پولیس او پوځیان ځای پر ځای کړي ول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو شنونکو تر رایې اچونې مخکې د ناکرارۍ زیاتېدو، ګواښونو، بریدونو او په لوی کچ د ناسمو معلوماتو د خپرېدو خبرداری ورکړی وو.
د بنګلادېش ټول نفوس شاوخوا ۱۷۵ مېلیونه دی چې ورڅخه یې ۱۲۷ مېلیونه وګړي د رایې کارونې حق لري. هغوی د پارلېمان د ۳۰۰ څوکیو د ډکولو ترڅنګ په اساسي قانون کې د بدلون لپاره په ټولپوښتنه (رېفرنډم) کې هم ووټونه واچول.
د "جولای منشور" په نوم ټولپوښتنه د سیاست او ادارو د بڼو بدلولو او د پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد پر وړاندې د ۲۰۲۴ز کال د پاڅون د اییني رسمیت پېژندنې لپاره جوړ شوی دی.
شیخ حسینې واجد د هغه کال په جولای کې په پلازمېنې ډاکې او نورو ښارونو کې د زده کوونکو په مشرۍ تر خونړیو مظاهرو او تاوتریخوالي وروسته د اګست په پيل کې استعفا ورکړه او هند ته ولاړله.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په هغه تاوتریخوالي کې شاوخوا ۱،۴۰۰ کسان وژل شوي ول.
د بنګلادېش ډېریو ګوندونو په اکتوبر کې هغه منشور لاسلیک کړی وو خو د ملي وګړو ګوند، چې د ۲۰۲۴ز کال غورځنګ مشرانو جوړ کړی، او څلورو کیڼ یا چپ لاسو ګوندونو ورڅخه پرېکون (بایکاټ) اعلان کړ.
د بنګلادېش د ملي ګوند (بي اېن پي) مشر طارق رحمان د فبرورۍ پر ۱۲مه تر ووټ اچولو وروسته وویل چې که ګڼ خلک په انتخاباتو کې برخه واخلي نو "هېڅ ډول سازش به بریالی نه شي."
بل لوري ته د جماعت اسلامي مشر شفیق الرحمان هم وايي چې ګوند یې د ټاکنو د عادلانه پایلو د خونديتوب لپاره "هر څه ته تیار" دی.
پولیس وايي، په هغه هېواد کې د انتخاباتي کېمپېن پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې پینځه تنه وژل شوي او تر ۶۰۰ زیات ژوبل شول.
د بنګلادېش لنډمهالي حکومت د واجد پر ګوند عوامي لیګ بندیز لګولی دی او په انتخاباتو کې یې ورته د برخې اخیستو اجازه ور نه کړه.
په همدې حال کې محمد یونس انتخابات د هېواد د راتلونکې لپاره خورا مهم بللي دي.
د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام: جنوبي افریقا په دویم سوپر اوور کې افغانستان ته په ۴ منډو ماتې ورکړه
د ګجرات د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې د فبرورۍ ۱۱مې د سیالۍ پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړ.
د جنوبي افریقا لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې. راین رېکټلټن ۶۱ او کوېنټن ډي کاک ۵۹ منډې وکړې. د افغانستان عظمت الله عمرزي درې او راشد خان دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې افغان لوبډله په ۲۰م اوور کې په ۱۸۷ منډو وسوځېده. د دواړو لوبډلو ترمینځ د سیالۍ پر مهال کله جنوبي افریقا برلاسې برېښېده او کله افغانستان. خو په وروستي اوور کې د جنوبي افریقايي توپ اچوونکي کاګیسو ربادا دوه ځلې نو بال وکړ چې ورسره د افغانستان د بریا امکان روښانه شو. خو فضل حق فاروقي د دوو منډو اخیستو پر مهال وسوځېد.
رحمان الله ګربز ۸۴، عظمت الله عمرزي ۲۲ او راشد خان ۲۰ منډې وکړې. د جنوبي افریقا لونګي اېنګېدي درې او مارکو ینسن، جارج لېنډې او کېشف مهاراج یوه، یوه وېکټه واخیسته.
په لومړي سوپر اوور کې عظمت الله عمرزي او رحمان الله ګربز توپوهنه (بیټېنګ) وکړ. عمرزي پر لومړي توپ څلوریزه او په دویم بال یې شپږیزه ووهله. افغانستان بې له کوم زیانه ۱۷ منډې وکړې.
په ځواب کې د جنوبي افریقا لوبډلې ډېوالډ برېوېس او ډېوېډ مېلر توپوهنې ته ورغلل. برېوس د اوور په دویم بال شپږیزه ووهله او په درېیم بال وسوځېد. تر دې وروسته ټرېسټن سټبز بیټېنګ ته ولاړ او څلوریزه یې ووهله او بیا یې په وروستي توپ په شپږیزې وهلو سیالي مساوي کړه.
تر دې وروسته دویم سوپر اوور پیل شو چې پکې سټبز او مېلر توپوهنې ته ولاړل. جنوبي افریقا په اوور کې ۲۳ منډې وکړې.
په ځواب کې د افغانستان لوبډلې ۱۹ منډې وکړې او سیالي یې وبایلله.
له دې پرته هم د فبرورۍ پر ۱۱مه یوه سیالي د اسټرالیا او ایرلینډ او بله د انګلستان (انګلینډ) او وېسټ انډیز ترمینځ کېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان امریکا ته، نیو زیلینډ متحده عربي اماراتو ته او نېدرلینډز نمېبیا ته ماتې ورکړه.
د هند او سري لنکا په کوربه توب د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شوې دي چې پکې ۲۰ لوبډلې، چې په څلورو ډلو یا ګروپونو وېشل شوې دي، برخه اخلي.
ټاکل شوې چې د نړیوال جام پایلوبه د مارچ پر اتمه نېټه وشي.
شنونکي: د بنګلادېش د انتخاباتو پرېکنده نتیجه د هېواد ثبات لپاره اړینه ده
اسلام اباد کې له امام باړې سره نېږدې چاودنه کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی
د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) او رویټرز د اسلام اباد د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) عرفان نواز مېمن له خولې ویلي دي چې په پېښه کې د وژل شویو شمېر "۳۱ ته رسېدلی" دی.
نوموړي ویلي دي چې د اسلام اباد "روغتونونو ته ۱۶۹ ټپیان لېږدول" شوي دي.
د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ویلي دي چې یوشمېر ژوبل کسان یې د اسلام اباد پولیکلېنېک او پاکستان انسټېټیوت اف میډیکل ساینسز (پېمز) ته لېږدولي دي.
دوو پولیس چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط رویټرز اژانس ته ویلي دي چې امنیت ساتونکو بریدګر د امام باړې په وره کې ودراوه او بیا هغه هملته چاودنه وکړه.
په سیمه کې یو دوکاندار حمید الله مشال راډیو ته وویل چې د چاودنې پر مهال یې ډزې هم واورېدې.
دی وايي، بریدګر د امام بارګاه مرکزي خونې ته په رسېدو و نه توانېد او په وره کې یې چاودنه وکړه.
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه او د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې د پولیسو سرتېري او د مرستندویه چارو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي او سیمه یې کلابنده کړې ده.
د اسلام اباد انتظامیې ښار په ټولو روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري ځانمرګی برید غندلی دی او پکې یې پر مرګژوبلې خپګان ښوولی دی.
د پاکستان دولتي خبري اژانس وايي، وزیراعظم شریف د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته د حملې د سمو پلټنو او پکې د ککړو کسانو د قانون منګولو ته د سپارلو امر کړی دی.
په همدې حال کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت هم ځانمرګی برید په "کلکه غندلی" دی.
سفارت د ناظم الامورې (شارژدافېرې) نیټلي بېکر له خولې پر اېکس په بیان کې ویلي چې د خپل حکومت له لوري په حمله کې د وژل شویو او ژوبلو له "کورنیو سره ژره خواخوږي" ښيي.
دا په تېرو څو میاشتو کې په اسلام اباد کې دویمه لویه حمله ده. د نومبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زيات ژوبل شوي ول.
د اسلام اباد پوليسو يو چارواکي جمشېد خان، چې د پېښې په ځای کې موجود وو، مشال راډيو ته ويلي ول چې پر موټرسايکل سپور ځانمرګي بريدګر د هغه ښار په جي-۱۱ سيمه کې د کچهرۍ (ځايي عدالتونو) د ګاډو په تمځي کې چاودنه ورکړه او ګڼو کسانو ته يې مرګژوبله واړوله.
د هغه برید مسوولیت وسلوالې ډلې "جماعت الاحرار" منلی وو.
د پاکستان حکومت تر پېښې درې ورځې وروسته په حمله کې د ککړتیا په تور د څلورو کسانو د نیولو دعوه کړې وه.
په کابل کې چاودنې لږ تر لږه ۷ تنه وژلي، یوشمېر ژوبل دي
نوموړي ویلي چې پلټنیزې ډلې د "چاودنې د نوعیت په اړه" تحقیقات کوي چې "جزییات به یې وروسته له رسنیو سره شریک" کړي.
خو د طالبانو یوې حکومتي سرچینې، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل، دا د ماین (بم) چاودنه وه. هغه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.
په کابل کې د اېټالیې په مرسته د چلېدونکي اېمرجنسي روغتون د مطبوعاتي چارو مسوولې مشال راډيو ته په برېښلیک (ایمېل) کړي بیان کې لیکلي دي چې په پېښه کې اووه تنه روغتون ته تر رسېدو مخکې پر لاره مړه شوي ول او ۱۳ ژوبل دي.
بیان د روغتون د مشر دېیان پانیچ له خولې زیاتوي چې په ژوبلو کې څلور ښځې او یو ماشوم دی.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز اژانس ته ویلي ول چې د "لومړنیو راپورونو له مخې" په پېښه کې "یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده."
نوموړي زیاته کړې وه چې کره ارقام به وروسته خپاره کړي.
د افغانستان طلوع نیوز ټېلېوېژن د طالبانو په حکومت کې د یوې "امنیتي سرچینې" په حواله وايي چې د چاودنې هدف "چینايي وګړي" ول.
د فرانسې خبري اژانس لیکي چې د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا د رستوران د یوه کارکوونکي په حواله ویلي چې په پېښه کې دوه چینايي وګړي ژوبل شوي دي.
خو په کابل کې د چین سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
نوی ښار د کابل یو له خوندي سیمو ګڼل کېږي چې پکې ډېر دوکانونه او رستورانونه دي.
د چاودنې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې ده.
په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دې ډول یوشمېر پېښو مسوولیت همدغې وسلوالې ډلې منلی دی.
داعش د ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۱۱مه په کندوز کې ځانمرګی برید کړی وو چې د طالبانو په وينا پکې پینځه تنه وژل شوي او اووه ژوبل شوي ول.
هغې ډلې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د طالبانو د کډوالو چارو د پخواني سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي هم په نخښه کړي ول.
داعش داراز په افغانستان کې د شیعه هزاره ګانو په ګډون پر نورو مذهبي لږکیو هم خونړۍ حملې کړې دي.
اخوا د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د داعش ډلې ګواښ یې تر ډېره له مینځه وړی دی.