د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ایران په سیستان-بلوچستان کې پرونی برید غندلی


د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې په حمله کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي لري.(انځور: ارشیف)
د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې په حمله کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي لري.(انځور: ارشیف)

د پاکستان حکومت د ایران په سیستان-بلوچستان ایالت کې هغه پرونی برید غندلی دی چې د پولیسو پر مرکز شوی وو.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، وسلوالو د سیستان-بلوچستان په زاهدان کې د پولیسو پر مرکز حمله وکړه چې پکې دوه امنیتي سرتېري ووژل شول.

د رسنیو په وینا، تر دوو ځانمرګو بریدونو وروسته د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ نښته وشوه چې پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جولايي پر اتمه ناوخته په بیان کې هغه برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

په بیان کې د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري له خولې راغلي چې په حمله کې د وژل شویو له کورنیو سره خواخوږي لري.

بیان زیاتوي چې اسلام اباد د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د ایران له حکومت او وګړو سره په بشپړه توګه ولاړ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG