د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا بلوڅ لېبرېشن ارمي ترهګره ډله ونوموله


له ارشیفه - د بلوڅ ازادۍ لښکر وسله وال د بلوچستان په یوه غرنۍ سیمه کې
له ارشیفه - د بلوڅ ازادۍ لښکر وسله وال د بلوچستان په یوه غرنۍ سیمه کې

پراګ - د امریکا بهرنیو چارو وزارت د جولای پر دویمه د بلوڅانو ازادۍ لښکر یعنې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه د نومولو اعلان وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ماخوستن مهال په یوه بیان کې وویل چې بلوڅ لېبرېشن ارمي "یوه بېلتونپاله ډله ده چې عموماً د پاکستان په بلوڅ توکمه سیمو کې امنیتي سرتېري او ولسي وګړي په نښه کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي، بي اېل اې د ۲۰۱۸ز کال پر مهال "یو شمېر ترهګر بریدونه" کړي او بیا یې په بلوچستان کې پر چینايي انجینرانو، په کراچۍ کې پر چینايي کونسلګرۍ او روان کال په ګوادر کې پر پېنځه ستوریز هوټل د حملو مثالونو په ورکولو دا د ترهګرې ډلې په توګه نومولې.

د پاکستان حکومت د امریکا د دې اقدام هرکلی کړی.

په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر دویمه شپې مهال په یوه لنډ بیان کې هیله ښودلې چې د بهرنیو ترهګرو ډلو په نوملړ کې ورداخلېدل به "د بي اېل اې د فعالیتونو لپاره ځمکه تنګه کړي."

بېلتونپالې بلوڅ لېبرېشن ارمي د ۲۰۱۸ز کال په اګست کې د بلوچستان په چاغي کې پر یوه بس د ځانمرګي برید ذمه واري منلې وه. په هغه بس کې چینايي انجینران ناست ول چې د دالبندین هوايي ډګر ته روان ول.

تر دې وروسته دې ډلې په نومبر کې په کراچۍ کې پر چینايي کونسلګرۍ د برید ذمه واري ومنله او ویې ویل چې درو وسله والو یې حمله کړې وه.

د ۲۰۱۹ز کال په مې کې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې پر پرل کانټېنېټل هوټل په برید کې پېنځه کسان ووژل شول.

پر هوټل درې وسله والو برید کړی وو چې له امنیتي سرتېرو سره تر ساعتونو نښتې وروسته ووژل شول.

بي اېل اې د هغې حملې ذمه واري هم منلې وه.

بي اېل اې د چین – پاکستان اقتصادي پروژو او په ځانګړي ډول په بلوچستان کې د چینايي فعالیتونو مخالفه ده او دریځ لري چې د بلوڅانو پر خاوره دا ډول پروژې د استحصال معنا لري.

د جیش العدل ډلې ترهګر ګرځول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د بلې پاکستان مېشتې وسله والې ډلې ذکر هم شوی او پکې راغلي چې امریکا جیش العدل ډله چې پخوانی نوم یې جندالله وو هم د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته وراچوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې جندالله یې لومړی په ۲۰۱۰ز کال ترهګره اعلان کړې وه خو دې ډلې په ۲۰۱۲ز کې خپل نوم بدل کړ.

بیان زیاتوي چې جیش العدل ډلې په ایران کې پر ولسي وګړو او حکومتي چارواکو یو شمېر حملې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د جیش العدل ډلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بلوڅ بېلتونپالو فعالیتونه

په بلوچستان کې د بېلتونپاله ډلو فعالیتونه د پاکستان تر جوړېدو یو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې پیل شوي ول خو وروسته یې شدت کم شو.

په ۱۹۷۰ز لسیزه کې بیا بلوڅ ملتپاله بېلتونپالو څو کاله د خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه وکړه چې پر ضد یې د پاکستان امنیتي ځواکونو پراخ عملیات وکړل.

د بلوڅ لېبرېشن ارمي نوم هم هغه مهال په لومړي ځل اورېدل شوی وو.

تر دې وروسته شاوخوا دوه لسیزې په بلوچستان کې کراري وه او د بېلتونپالو ډلو فعالیتونه نه تر سترګو کېدل خو له ۲۰۰۰ز کال راهیسې بیا د حملو خبرونه خپرېدل پیل شول.

په ځانګړي ډول په ۲۰۰۶ز کال کې چې د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په بلوچستان کې د عملیاتو پر مهال د بلوڅانو یو مشر او د صوبې پخوانی اعلا وزیر او ګورنر نوابزاده اکبر بګټی وواژه نو د بېلتونپاله وسله والو ډلو بریدونه او فعالیتونه هم پراخ شول.

پاکستان هم هغه کال بي اېل اې ترهګره ډله اعلان کړه.

XS
SM
MD
LG