د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او ایران پوځي مشران د "ترهګرۍ پرضد پر ګډو اقداماتو" کولو سلا شوي دي


ای اېس پي ار وايي، جنرال عاصم منیر (له کیڼ لوري لومړی) له خپل ایراني سیال جنرال محمد باقري سره پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړې - د جولای ۱۵مې انځور.
ای اېس پي ار وايي، جنرال عاصم منیر (له کیڼ لوري لومړی) له خپل ایراني سیال جنرال محمد باقري سره پر سیمه ییز امنیت خبرې وکړې - د جولای ۱۵مې انځور.

د پاکستان او ایران پوځ د دواړو هېوادونو له پولو سره په نېږدې سیمو کې "د ترهګرۍ پرضد" د ګډو اقداماتو پر کولو سلا شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر تهران ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له خپل ایراني سیال برید جنرال محمد باقري سره ولیدل.

د بیان له مخې، دواړه پوځي قومندانان پر دې سلا شول چې "ترهګري سیمه بالعموم او په ځانګړي ډول دواړه هېوادونه ګواښي."

ای اېس پي ار وايي، هغو چارواکو ژمنه وکړه چې د "استخباراتي معلوماتو شریکولو او د ترهګرو شبکو پرضد د موثره اقداماتو کولو" له لارې به د دواړو هېوادونو له "پولو سره په نېږدې سیمو" کې د "ترهګرۍ ختمولو" هڅې کوي.

په بیان کې راغلي چې جنرال منیر او جنرال باقري به د "امنیت په برخه" کې د "همکاریو د زیاتولو" لارې چارې هم لټوي.

ای اېس پي ار په بیان کې زیاته کړې ده چې د پاکستان د پوځ مشر په تهران کې له ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره هم ولیدل او ورسره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر سولې او ثبات بحثونه وکړل.

د پاکستان د پوځ مشر د جولای پر ۱۴مه پر داسې مهال د ایران په دوه ورځني سفر تهران ته ورسېد چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د سیستان- بلوچستان ایالت په زاهدان کې د پولیسو پر مرکز په وسلوال برید او بیا نښته کې دوه سرتېري او څلور مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

ای اېس پي ار وايي، عاصم منیر له ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي سره هم ولیدل - د جولای ۱۵مې انځور.
ای اېس پي ار وايي، عاصم منیر له ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي سره هم ولیدل - د جولای ۱۵مې انځور.

ایرانیو رسنیو د جولای پر اتمه ویلي ول چې دوو ځانمرګو لومړی پر مرکز حمله وکړه او بیا نښته پیل شوه چې پکې پاتې دوه مشکوک وسلوال هم ووژل شول. ايرانیو رسنيو ویلي ول چې په تهران کې د ملاقاتونو مهمه موضوع د ايران او پاکستان ترمینځ پر پوله د وسلوالو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره د لارو چارو موندل دي.

د ایران ناارامه سیستان - بلوچستان ایالت د پاکستان له بلوچستان صوبې سره پوله لري. تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي. خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG