د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه کې د پوځي کېمپ مخې ته د انټرنېټ نیشتوالي پر ضد پرلت


په احتجاج کې شریک خلک غوښتنه کوي چې هلته له یوې میاشتې معطل انټرنیټ دې زر تر زره بحال کړل شي.
په احتجاج کې شریک خلک غوښتنه کوي چې هلته له یوې میاشتې معطل انټرنیټ دې زر تر زره بحال کړل شي.

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې ځايي خلکو په سیمه کې د انټرنیټ نیشتوالي پرضد د پوځي کېمپ مخې ته پرلت پیل کړی دی.

دا پرلت له اکتوبر ۱۵مې راهیسې د پاکستان پیپلز ګوند جنوبي وزیرستان څانګې په غوښتنه پیل شوی دی. په احتجاج کې شریک خلک غوښتنه کوي چې هلته له یوې میاشتې معطل انټرنیټ دې زر تر زره بحال کړل شي.

د پیپلز ګوند یو ځايي مخکښ عمران مخلص مشال راډیو ته وویل چې په ځینو سیمو کې له سره موبایل ټیلیفون هم کار نه کوي.

هغه وايي: "زموږ مقصد دا دی چې دلته دې انټرنیټ بحال شي. دوی راته وايي چې دلته د امنیتي ګواښونو له وجې انټرنیټ او مبایل سرویس کار نه کوي. د نیټ د نیشتوالي له وجې زموږ زده کوونکي د لوی مشکل سره مخ دي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر مولانا زینت الله هم په احتجاجي کیمپ کې ناست دی. هغه مشال راډیو ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهېسې هغوی د انټرنیټ د نیشتوالي له کبله کړېږي.

نوموړی وايي، د انټرنیټ د بندېدو له وجې هغوی ته په کاروبار کې هم مشکلات مخې ته راغلي دي. هغه غوښتنه وکړه چې انټرنیټ دې ورته زر نه زر بحاله کړل شي.

احتجاج کوونکي وايي، تر څو انټرنیټ بحال شوی نه وي، پرلت ته به دوام ورکوي
احتجاج کوونکي وايي، تر څو انټرنیټ بحال شوی نه وي، پرلت ته به دوام ورکوي

د جنوبي وزیرستان ایډیشنل مرستیال کمشنبر فهیدالله مشال راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د انټرنیټ زر تر زره بحالۍ لپاره ګامونه پورته کړي.

هغه وايي: "انشاالله دا مسله به زر هواره شي او پرلت به ختم شي. په ځینو سیمو کې نیټ بحال شوی او په خینو نورو سیمو کې به هم زر کار پیل کړي."

احتجاج کوونکي وايي، تر څو عملا د هغوی په سیمه کې نیټ او مبایل سرویس بحال شوی نه وي، هغوی به د پوځي کیمپ مخې ته خپل پرلت ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG