د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه کې د پوځي کېمپ مخې ته د انټرنیټ بحالولو پرلت پای ته ورسېد


د جنوبي وزیرستان واڼه د یو شمېر ځايي اوسېدونکو احتجاجي ناسته له ځايي انتظامیې سره تر مذاکراتو وروسته ختمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په واڼه کې د فېبرورۍ پر ۱۰مه نېټه ځايي ولس په سیمه کې د انټرنیټ تري جي او فور جي بحالولو او د موبایل نیټورک سګنل سمولو لپاره د پوځي کېمپ مخې ته پرلت وهلی وو.

د دهرنې یو مشر عمران مخلص مشال راډیو ته وویل چې د سیمې مرستیال کمشنر ورته ورغلي وو او مذاکرات کامیاب شول. خو دوی دوه ورځې ګوري، که بیا هم د دوی غوښتنو باندې عمل و نه شو نو یو ځل بیا به احتجاجي پرلت پیل کړي.

احتجاج کوونکو د احتجاج ختمولو مخکې نن (د فېبرورۍ پر ۱۱مه) مشال راډیو ته ویلي وو چې د وزیر اعظم عمران خان د اعلان باوجود ځايي انتظامیې تر اوسه دوی ته د انترنیټ سهولت نه دې ورکړی.

د واڼه ډپټي کمیشر بشیر خان د مذکراتو وروسته مشال راډیو ته وویل چې د دوی غوښتنې جایزې دي چې ورباندې کار پیل شوی او ژر به د سیمې اوسېدونکو ته دغه سهولتونه ورکړل شي.

په پرلت کې مل تاج محمد له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، تري جي او فور جي خو پرېږده د عام سیګنلو چاره یې نه کېږي.

دی غوښتنه کوي چې په سیمه کې دې د کورونو، کاروباري مرکزونو او نورو ودانیو ته په مزي کې تلونکې انټرنیټي اسانیتا (ډي اېس اېل) هم وغځول شي ځکه چې د نه شتون له وجې یې سوداګرو ته د کاروبارونو په لړ کې ډېرې ستونزې دي.

نوموړی زیاتوي نن یې دوهمه ورځ وو چې د اېف سي کېمپ چوک مخې ته پر درنا وو. د ده په خبره چې دې احتجاجي ناستې ته له رغزۍ او مکینه هم ګڼو ولسونو برخه اخېستې ده.

په جنوبي وزیرستان کې ځايي ولس د مظاهرې پر مهال.
په جنوبي وزیرستان کې ځايي ولس د مظاهرې پر مهال.

د واڼه سیمې یو بل مخور کس ایاز وزیر وايي چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د تېرې میاشتې جنورۍ پر ۲۰مه نېټه جنوبي وزیرستان ته د خپلې دورې پرمهال د تري جي او فور جي سهولت ورکولو اعلان کړی وو خو مقامي انتظامیې یې لا د واڼه سیمې ته دا سهولت نه دی ورکړی.

نوموړي وویل، خلک یې دوکه کړل، تش یوه ورځ یې سیګنل راپرېښود. د ملک وزیر اعظم اعلان کوي چې جنوبي وزیرستان ته د انټرنیت، تري جي او فور جي سهولت ورکوي خو دا څوک دي چې دا سهولت نه راپرېږدي له دې څخه دا ښکاري چې اختیار له وزیر اعظم سره نه بلکې له یوه بلچا سره دی. ځوک خو ولس په احتجاج راوتی دی او د پوځ کېمپ مخ ته کښېنستلو.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG