د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريد ۵ پوځيان او ۳ ولسي وګړي ژوبل کړي دي


په روان ۲۰۲۳ز کال کې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د ځانمرګو بريدونو شمېر دوه ته رسېدلی ــ انځور له ارشيفه
په روان ۲۰۲۳ز کال کې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د ځانمرګو بريدونو شمېر دوه ته رسېدلی ــ انځور له ارشيفه

پولیس او امنیتي ځواکونه وايي چې د شمالي وزيرستان د میرلي په عیدکو کې د پوځ پر قافله ځانمرګي برید کې پينځه سرتېري او درې ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر سلیم ریاض او هلته د پوځ یو افسر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال راډيو ته وويل چې ځانمرګي بريدګر پرون (د مې پر ۱۵مه) د پوځي قافلې له موټر سره ځان والوزاوه چې په نتیجه کې يې پينځه پوځیان او درې عام وګړي ژوبل شول.

د هغوی په وينا ژوبل شوي کسان يې د میرامشاه پوځي روغتون ته رسولي او حالت يې له خطرې بهر دی.

ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې بريد ذمه واري منلې ده.

د ټي ټي پي وياند محمد خراساني مشال راډیو ته په لېږل شوي بیان کې ادعا کړې چې پر پوځي قافله يې په ځانمرګي برید کې درې پوځيان وژلي او دوه يې ژوبل کړي دي.

دا په روان ۲۰۲۳ز کال کې د شمالي وزیرستان په میرلي کې دويم ځانمرګی بريد دي.

تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۱مه له کجوري امنیتي پوستې سره جوخت د امنيتي ځواکونو په بدرګه روان د ماړي پېټرولیم کمپنۍ پر کاروان ځانمرګی برید شوی وو چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول. په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پیټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه نور د اېف سي ځواک سرتېري دي.

د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې نهه ځانمرګي بريدونه شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې مودې راهيسې وسلوالو د شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې بريدونه زيات کړي دي.

بل خوا ځايي ولس، سیاسي ګوندونو او جرګو د ناامنۍ پرضد په وار وار احتجاجونه کړي او له حکومته یې غوښتنه کړې چې هلته امن پر ځای کړي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، روان کال د وسلوالو پر ضد ۸،۲۶۹ واړه او لوی عمليات شوي چې "۱،۳۷۸ مشکوک ترهګر پکې ونيول شول او ۱۵۷ ووژل شول".

چودري ویلي ول چې د عملیاتو پر مهال له وسلوالو سره په نښتو او د هغوی په بريدونو کې ۱۳۷ پوځيان ووژل شول او ۱۱۷ ژوبل شول.

هغه زیاته کړې وه، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

XS
SM
MD
LG