د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ۲۰۰۷ز کال د خونړیو پېښو ضد "توره ورځ" او د وکیلانو کاربندیز دی


ملتپاله ګوندونه او وکیلان وايي د ۲۰۰۷ز کال د مې ۱۲مې په پېښو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنۍ لا هم د انصاف په تمه دي.
ملتپاله ګوندونه او وکیلان وايي د ۲۰۰۷ز کال د مې ۱۲مې په پېښو کې د وژل شویو او ژوبلو کورنۍ لا هم د انصاف په تمه دي.

په کراچۍ کې د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه د هغه تاوتریخوالي او نښتو ۱۶ کاله پوره شول چې د بېلابېلو سياسي ګوندونو شاوخوا ۵۰ غړي پکې وژل شوي او ۱۳۰ تنه ژوبل شوي ول.

د هغه مهال د سپریم کورټ مشر قاضي افتخار محمد چودري د بحالۍ لپاره تر مظاهرو وروسته په خونړیو پېښو کې د وژل شویو او ژوبلو کسانو د کورنیو غړي، سیاستوالان او وکیلان وايي چې لا هم د انصاف په تمه دي.

پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف چودري له دندې ګوښه کړی وو چې پرضد یې وکیلانو او د حکومت مخالفه ګوندونو احتجاجي تحریک پیل کړ.

په کراچۍ کې د مې پر ۱۲مه د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي او پلویان د چودري په ملاتړ سړکونو ته وروتلي ول. د مظاهرچيانو د منشرولو لپاره د جنرال پروېز مشرف د پوځي حکومت پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او ډزې یې وکړې.

د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه په تاوتریخوالي او نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه په تاوتریخوالي او نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد د ۲۰۲۳ز د مې پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، د هغو پېښو ذمه وار پخوانی پوځي واکمن مشرف او د هغه وخت حکومت وو. دی وايي، خلکو د چودري لپاره قربانۍ ورکړې خو چې هغه بحال شو نو خلکو ته یې انصاف ور نه کړ.

تر پېښو وروسته د کراچۍ په مختلفو تاڼو کې ۴۰ مقدمې دایرې شوې وې چې پکې د سیند د هغه وخت واکمن متحده قامي موومنټ د سیاستوال او د کورنیو چارو صوبايي حکومت پخواني سلاکار وسیم اختر په ګډون د څه د پاسه ۵۵ کسانو نومونه شامل ول. وروسته ټول تورن کسان په ضمانت خوشې شول او په یوشمېر قضیو کې ګواهان هم عدالت ته نه وړاندې کېږي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مې ۱۲مه توره ورځ او هغه پېښه د ریاست له خوا پر "ولسي وګړو جبر" بولي.

د هغه ګوند صوبايي مشر سلیم ترین وايي، هغه پېښه په تاریخ کې د ریاست د جبر او ظلم د یو مثال په توګه ثبت ده. دی وايي، دا "په ډاګه ده چې له پروېز مشرف سره اېم کیو اېم هم په دې کې تورن او ککړ دی خو افسوس چې نن هم هغه کسان په کراچۍ کې ازاد ګرځي او څوک تپوس نه شي کولای."

ترین وايي، خپل "شهیدان" یې نه دي هېر کړي او له ریاست او حکومته د مې ۱۲مې په پېښه کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

په کراچۍ کې وکیل او د پاکستان د وکیلانو ټولنې پخوانی غړی قادر خان وايي، د هغه وخت خلکو د تاوتریخوالي پړه پر پروېز مشرف او حکومت اچولې وه ځکه چې هغوی په ښار کې د امنیت ذمه وار ول.

دی وايي، په هغه پېښه کې د چودري د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورتلونکي وکیلان هم وژل شوي ول نو ځکه د مې پر ۱۲مه د وکیلانو لپاره توره ورځ ده او کاربندیز کوي.

سیاسي ګوندونه هم هر کال د مې پر ۱۲مه د مظاهرو له لارې د امريت په خلاف شعارونه ورکوي او د پېښې قربانيانو ته انصاف غواړي.

پروېز مشرف د ۲۰۲۳ز کال د فبرورۍ پر پینځمه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹کلونو په عمر کې ومړ.

نوموړي او متحده قامي موومنټ په تاوتریخوالي او نښتو کې د ککړتیا تورونه رد کړي ول. البته د هغه ګوند کنوېنر یا مشر خالد مقبول صدیقي د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر اتمه د بلوچستان په مرکز کوټه کې د وکیلانو یوې غونډې ته ویلي ول چې اېم کیو اېم باید د مې ۱۲مې پر پېښه بښنه وغواړي ځکه چې هغه تاوتریخوالي هغه ګوند هم زیانمن کړی وو.

XS
SM
MD
LG