د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا معپ: کراچۍ کې د پښتنو وژونکي دې ونیول شي


پښتونخوا معپ: کراچۍ کې د پښتنو وژونکي دې ونیول شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:56 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېند څانګې مشران وايي، نهه کاله مخکې په کراچۍ کې د وژل شویو پښتنو وژونکو تر نیولو به په ارامه نه کښېني. دې مشرانو بېګا د جعې په شپه پر باچاخان چوک په یوه غونډه کې د مې ۱۲مه د تورې ورځ په نوم یاده کړه. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېند څانګې مرستیال مشر سکندر خان یوسفزي مشال راډیو ته وویل، په بې انصافۍ هېوادونه نشي چلېدای نو ځکه د پښتنو وژونکي باید ونیول شي. د ۲۰۰۷ز کال د مې پر دوولسم مې د پوځي حکمران پروېزمشرف له خوا د خپلې څوکۍ لرې کړې شوي چيف جسټس افتخارچودري د هرکلي لپاره د سياسي ګوندونو غړي، وکيلان او د مدني ټولڼي غړي هوايي ډګر ته روان ول چې په لارو کې پرې د نامعلومه کسانو له خوا ډزې وشوې او تر پنځوستو پورې کسان پکې مړه او تر سلو زيات ژوبل شوي ول. له کراچۍ د محمد عمران ویډيو

XS
SM
MD
LG