د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

کراچۍ: سیاسي ګوندونه د مئ ۱۲نیټه د تورې ورځې په توګه ولمانځل

په کراچۍ کې عوامي نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي پارټي د ۲۰۰۷ کال د مئ ۱۲ تاريخ په ياد کې کراچۍ کې جلسې او مظاهرې کوي.

همداراز وکيلانو د نن ورځې لپاره په عدالتونو کې د کار نه کولو اعلان کړی دی. اته کال مخکې د مئ په ۱۲ تاريخ کراچۍ کې په ډزو کې ۴۸ کسان هغه مهال ووژل شول چې وکيلان د ليري کړل شوې چيف جسټس افتخار محمد چودري هرکلي ته راوتي وو.

په دوی کې اکثره يې پښتانه وو چې عوامي نيشنل ګوند يې پړه پر متحده قامي مومنټ اچوي خو هغوی یې ردوي.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

خېبر پښتونخوا حکومت د کورونا وایرس ټېسټونه زیاتوي

انځور له ارشیفه

د خيبر پښتونخوا صحت محکمې مشر ډاکټر اکرام الله وايي، په صوبه کې د کورونا وايرس ټيسټونه يې تر نورو وختونو زيات کړي دي.

ډاکټر اکرام الله د مې پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په لومړي سر کې یې ټول ټيسټونه اسلام اباد ته لېږل خو اوس ۱۲ سرکاري ليبارټریانې او شاوخوا درې شخصي هغه یې د کورونا وايرس ټيسټونه کوي.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې روغتياپالان د کورونا وايرس د ټيسټونو زياتولو غوښتنه کوي.

د هېواد د سرکارې ويبپاڼې ترمخه د مې تر ۲۷مې په هیواد کې د نېږدې پنځوسو زرو کسانو ټيسټونه شوي دي.

د ويبپانې ترمخه په تېرو ۲۴ ګېنټو کې له اتو زرو زيات د کورونا وايرس ټيسټونه شوي دي.

سوات: د کور چت له پرېوتو درې کسان وژل شوي

د خېبر پښتونخوا د سوات تحصيل مټې په بهاکۍ سیمه کې د کور چت راپرېوتو په پېښه کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د مټې مرستيال کمشنر محمد يار خان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې نن د مې پر ۲۷مه سهار په برابړو نومي کلي کې د یوه ځايي اوسېدونکي د کور باروچي خانې چت پرېوتو په پېښه کې دوې ښځې او يوه ماشومه مړه شوي دي.

د دې تر څنګ دوه ژوبل کسان د مټې روغتون ته رسول شوي دي.

مرستيال کمشنر وویل چې د ضلعې انتظامېي غړي د پېښې ځای ته رسېدلي او متاثره کورنۍ ته یې امدادي شيان ورکړي.

پر تورخم له سوداګرو او ټرانسپورټرانو سره د ناوړه چلند شکایتونه

د تورخم دروازه

د خیبر ضلعې ټرانسپورټرانو لخوا افغانستان ته د ټرانزټ مالونو وړلو نه بایکاټ نن د مې پر ۲۷مه په دوايم ورځ هم دوام لري.

د خیبر ټرانسپورټ یونین مشر شاکر اپرېدي د مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وويل بايکاټ يې ځکه اعلان کړی چې په تورخم کې له ټرانسپورټرانو او سوداګرو سره سم چلند نه کېږي او د دوی د لکونو روپو مالیت ګاډي د تورخم هغې غاړې ته بیا افغان ډریورانو ته وسپارل شي چې اکثره پکې بيا د حادثو ښکار شي.

دوی د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتي چې دوی ته دې تر جلال اباد او کابله پورې پخپله د مالونو رسولو اجازه ورکړل شي.

بلخوا د خیبر انتظامي چارواکي وایي په تورخم کې له پاکستانيو ډريورانو افغان ډريورانو ته د ګاډو سپارلو پريکړه د کورونا وايرس د مخنيوي په تدابيرو کې شامله ده چې دارنګ پاکستاني او افغان ډریوران د یوه بل هېواد ته سفر و نه کړي او تجارت هم روان وي.

تورخم دروازه تر دوه میاشتني بندیز پس د مې پر۱۶ مه ۲۴ ساعته تجارت لپاره خلاصه کړل شوه.

په اسلام اباد کې دوه پوليسان وژل شوي

انځور له ارشیفه

د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د وژل شویو دوو پوليسو تر جنازی روسته يې مړي د چارشنبې په ورځ د هغوی سیمو ته ليږدول شوي. د ځايي پولیسو په خبره دواړه پولیس واله تیره شپه د وسله والو په ډزو کې ووژل شول.

په اسلام اباد کې د پوليسو يوه وياند وويل دواړه پولیس واله د ترنول په سيمه کي په يوه ناکه موجود وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې. وسله وال د برید وروسته په تېښته کې بريالي شول.

جماعت الاحرار وسله والې ډلي د پېښې ذمه واري منلې.

د پوليسو وياند وايي د پېښې روسته په سيمه کې د وسله والو لټون لپاره عملیات شوي خو لا څوک نیول شوي نه دي.

وژل شوي پوليس والا د پنجاب د چکوال او د خیبر پښتونخوا د هري پور اوسيدونکي ول.

کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

د افغانستان د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل.

په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي مشال راډیو ته وویل، دغه کسان له میانشین څخه د ارزګان مرکز ترینکوټ ته روان وو چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.

احمدي زیاتوي: "په دې پېښه کې یوه مور، دوې ماشومې لوڼې او یو ماشوم زوی ورسره وو چې څلور واړه وژل شوي دي. د موټر چلوونکی او د کورنۍ سرپرست ټپیان شوي او په ټپي حالت ارزګان ته لېږدول شوي دي."

تر اوسه د دې ماین چاودنې مسولیت چا نه‌ دی منلی.

ولسي وګړو ته دا مرګ‌ژوبله په داسې حال کې اوړي چې وسله ‌والو طالبانو او حکومت د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

د جنوبي وزیرستان واڼه کې یو ځايي مشر ټپي شوی

د جنوبي وزیرستان په واڼا کې د مې پر۲۶مه سهار د نا پیژندل شویو وسله والو په ‌ډزو د سیمې د امن کمیټۍ یو ځايي مشر تحصیل خان زخمي شوی دی.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي مې پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې په موټر کې سپرو ناڅرګنده وسله والو د تحصیل خان په موټر ډزې پیل کړی چې پکې د هغه ورور وژل شوی دی خو تحصیل خان پکې زخمي شوی دی.

پولیسو وویل، د نوموړي حالت له خطره بهر دی خو ښايي له واڼه بل روغتون ته و لېږل شي.

پوليس وايي، په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي دي.

د دې پېښې ذمه واري لا چا پر غاړه نه ده اخیستې.

کراچۍ کې د الوتکې پېښې پلټنه روانه ده

ځايي خلک د نسکورې شوې الوتکې د ملبې سره ولاړ دي.

د پاکستان د الوتکو پېښو د پلټنو بورډ په کراچۍ کې د راغورځېدلې الوتکې په اړه تحقيقات پيل کړل.

د پاکستان هوايي شرکت پي ای ايې الوتکه د مې پر ۲۲مه له لاهوره کراچۍ ته روانه وه، چې د کراچۍ هوايي ډګر سره نېزدې په یوه رهايشي سیمه کې ولوېدله.

د پاکستان سرکاري راډيو د مې پر ۲۵مه خبر ورکړې چې ۱۰ کيسزه تکنيکي پلټنیزه ډله د پېښې له ځایه شواهد راغونډوي.

د پي ای اې وياند ويلي دي چې د الوتکې لوېدلو بې طرفه او شفافه پلټنو لپاره به په ډله کې د هوايي شرکت غړي شامل نه وي.

د کراچۍ په ماډل کالوني کې چېرته چې دغه الوتکه راغورځېدلې وه، په پېښه کې اوه نوي ۹۷ کسان وژل شوي وو او تراوسه له هغه ځایه ۳۹ مړي راویستل شوي دي.

بلخوا د مسافرو الوتکو جوړونکي کمپني ايربس یوه ډله د مې پر ۲۵مه کراچۍ ته رسيدلی او د پېښې پلټنو کې به له متعلقه ادارو سره مرسته کوي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل کورونا وایرس وهلی

د ننګرهار والي د خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال: ۲۰۱۹، ۱۷ نومبر

د افغانستان د ننګرهار ولايت والي شاه محمود مياخېل په کورونا وایرس اخته شوی دی.

هغه د مې په ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې ده د احتياطي تدابيرو په کولو سره ځان قرنطين کړی دی او د تېرې هفتې په پرتله يې اوس صحت ښه دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د مې تر پينځه ويشتمې پورې په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر یوولس زرو او يو سل درې اويا (۱۱۱۷۳) دی. په دې اړه شمېرې ساتونکي امریکايي پوهنتون، جانز هاپکېنز ترمخه، تر نن سهاره پورې په دغه هېواد کې ټول ۲۱۹ کسان له دې وايرسه مړه شوي او ۱۰۹۷ (یو زر، اوه نوي) ورڅخه رغېدلي دي.

د خیبر پښتونخوا چیف سېکرېټري کورونا وایرس وهلی

د خېبر پښتونخوا چيف سيکريټري او د پنجاب يو صوبايي وزير په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د خېبر پښتونخوا وزيراعلی، محمود خان نن د مې په ۲۵مه په ټويټر ليکلي چې چيف سيکريټري ډاکټرکاظم نياز د کورونا وایرس پر ضد کار کاوه.

بلخوا د مې په ۲۴مه، د پنجاب د ليک لوست يا خواندګۍ وزیر حافظ رشيد پر فېسبوک خپره کړې ويډيو کې ويلي چې په کورونا وایرس تر اخته کېدو وروسته، ده ځان له نورو خلکو بېل کړی خو صحت یې مخ په ښه کېدو دی.

په همدې حال کې په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته شوو کسانو شمېر ۵۶ زره ۳۴۹ ته رسېدلی دی. د کورونا وايرس په اړه شمېرې خپرونکي سرکاري ويب سايټ ليکلي چې د مې تر ۲۴مې پورې له دې وايرسه ۱۱۶۷ کسان مړه شوي او اولس نيم زره ترې رغېدلي دي.

په پاکستان او افغانستان کې د کورونا وایرس نوې پېښې ثبت شوي

یوه ډاکتره د کابل په روغتون کې د کورونا وایرس ناروغ درملنې پر مهال

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر ۵۶،۳۴۹ لوړ شوی دی.

د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، په هغه هېواد کې د مې ۲۵مې تر سهاره، کووېډ – ۱۹ ناروغۍ ۱،۱۶۷ کسان وژلي خو ورڅخه ۱۷،۴۸۲ جوړ شوي هم دي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۱۰،۵۸۲ ته لوړ شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې ۲۵مې تر سهاره په هغه هېواد کې ټول ۲۱۸ کسان له ناروغۍ مړه شوي او ۱،۰۷۵ ورڅخه رغېدلي دي.

امریکا پاکستان ته د کورونا وایرس ضد مبارزې لپاره شپږ میلیونه ډالر ورکوي

په کراچۍ سېول روغتون کې ډاکتر د کورونا وایرس مشکوک ناروغ درملنې پر مهال

امریکا د کورونا وایرس پر وړاندې د مبارزې لپاره د پاکستان حکومت ته د اضافي شپږ میلیونه ډالرو ورکولو اعلان کړی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفیر پال جونز د مې پر ۲۴مه، د اختر مبارکۍ په ویډیويي بیان کې وویل، دا پیسې به د کووېډ - ۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره د روغتیاپالانو د روزنیز بهیر پر پراخولو، په روغتیايي مرکزونو کې د وایرس خپرېدو مخنیوي او په زیاتو ځپلیو سیمو کې د خلکو د معاینې لپاره د څلورمې ګرځنده لېبارټرۍ پر جوړولو لګېږي.

په پاکستان کې روغتیاپالانو په وروستیو کې د مناسبې روزنې نه کېدو له وجې شکایت کړی او حکومت هم منلې وه چې د لا زیاتې او ځانګړې روزنې اړتیا ده.

همداراز، په هغه هېواد کې سلګونه روغتیاپالان د درملنې پر مهال د کورونا وایرس ښکار شوي.

د امریکايي سفارت بیان زیاتوي، له تازه اعلان سره، پاکستان ته امریکايي مرستې ۲۱ میلیونه ډالرو ته لوړې شوې دي.

تر دې مخکې واشنګټن، د وایرس پر وړاندې د مبارزې په موخه له پاکستان سره د ۱۵ میلیونه ډالرو مرستو ژمنه کړې وه.

په سوات کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي

د سوات پولیس وايي، په مټه کې دوه کسان د ناموس په نوم وژل شوي دي.

د مټې د تاڼې یوه افسر شاه دوران د مې ۲۴مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وویل چې د اتوار پر ورځ یوه کس خپله واده شوې خور او یو سړی ویشتلي.

دی وايي، ملزم یې نیولی او وسله یې هم ورڅخه اخیستې.

شاه دوران زیاتوي چې پولیسو دا پېښه ناموسي وژنه بللې او د ملزم ضد یې رپورټ دایر کړی دی.

په سوات کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ناحکومتي اداره (اوېکنېنګ) وايي، په مارچ او اپرېل کې په سیمه کې شپږ ښځې د پت په نوم وژل شوې دي.

د ایران لویدیځې سیمې زلزلې ولړزولې

آرشیف

د ایران په لویدیځ کې کوه کیلویه او بویر احمد ولایتونه د مې پر ۲۴مه، یوې زلزلې ولړزول.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د مې پر ۲۴مه وویل چې د دې زلزلې زور د ریښتر په پیمانه پنځه اعشاریه یو درجې وو.

ایرنا خبري آژانس، د تهران پوهنتون د جیوفزیک انستیتیوت په حواله وايي چې زلزله په سیمه ییز وخت د ماسپښین په شل کم دوو بجو وشوه او مرکز یې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې وو.

سمدستي د دې زلزلې د انساني تلفاتو او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ایران د ځمکې په هغه موقعیت کې پروت دی چې ډېرې زلزلې پکې کېږي.

د افغانستان په سرپل کې یو شمېر ښځو د اختر لمونځ ادا کړ

دوی د اختر په لمانځه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

د افغانستان په سرپل ولایت کې د مې پر ۲۴مه، یو شمېر مېرمنو د اختر په لمانځه کې ګډون وکړ.

د سرپل د ښځو د چارو رییسې نبیلا حبیبي مشال راډیو ته وویل چې د سرپل د امام خرد سیمې په جامع جومات کې شاوخوا ۱۰۰ مېرمنو د اختر لمونځ په جماعت ادا کړ خو نوموړې زیاته کړه چې دوی د عامې روغتیا وزارت ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نیولې وې.

مېرمن حبیبي زیاته کړه چې دوی د اختر په لمانځه کې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

د اسراییلو د وزیراعظم خلاف عدالتي کارروايي پیل شوې

نتنیاهو د مې پر ۱۷مه په پنځم وار د وزیراعظم په حیث لوړه وکړه.

د اسراییلو د وزیراعظم بینیامین نتنیاهو پرضد د درغلیو مقدمه، د مې له ۲۴مې څخه، د بیت المقدس په یو عدالت کې پیل شوې ده.

نوموړی لومړی برحاله اسراییلی وزیراعظم دی چې پرضد یې جنايي تحقیقات کېږي او هغه به عدالت ته وړاندې کېږي. بینیامن نتنیاهو دا مقدمه سیاسي ځورونه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي یوه اوونۍ وړاندې په پنځم ځل د یووالي د حکومت د مشر په توګه سوګند وکړ.

نوموړي تر درو بې نتیجو انتخاباتو او تر یو کال سیاسي ځنډ وروسته سوګند پورته کړ.

هند او بنګلا دېش کې توپان مالي او ځاني تاوانونه اړولي

توپان د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی.

په ختيځ هند او بنګلا دېش کې امفان نومي توپان له ۱۰۰ زيات کسان وژلي او ميليونونه يې بې کوره کړي دي.

چارواکو د مې پر ۲۳مه وويل چې دا په تېرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو لوی توپان دی چې د مې پر ۲۰مه په سيمه کې راغلی او تر دې وروسته سخت بارانونه شوي.

د هند په غربي بنګال ایالت کې لږ تر لږه ۸۰ او په بنګلا دېش کې د ۲۲ کسانو د وژل کېدو خبرونه راغلي.

د توپان له وجې په هغو سيمو کې د ژوند د نورو سهولتونو ترڅنګ فصلونو ته هم زښت زيان اښتی دي.

د غربي بنګال اعلا وزيرې ممتا بېنرجې پرون وويل چې توپان دې ملي ناورين وګرځول شي او له وفاقي حکومت يې مرستې غوښتې دي.

سيمه يیزو چارواکو ويلي دي چې د توپان له وجې ۱۵ میليونه کسان اغېزمن شوي او تر يو ميليون زيات کورونه ړنګ شوي دي. هغوی وايي سيمې ته د خواوشا ۱۳ اربه ډالرو تاوان رسېدلی.

زيراعظم نريندر مودي د توپان ځپلې سېمي څخه لیدنه هم کړې ده.

هانګ کانګ: پر مظاهره کوونکیو اوښکې بهوونکی ګیس استعمال شوی

دا مظاهرې له هغې وروسته پېل شوې چې د چين حکومت پر هانګ کانګ د خپلو قوانینو د عملي کولو اعلان وکړ.

راپورونه وايي، د مې پر ۲۴مه، د هانګ کانګ پولیسو په جمهوريت پلوو مظاهرينو اوښکې بهوونکی ګېس کارولی دی.

د مې په ۲۴مه دا مظاهرې له هغې وروسته پېل شوې چې د چين حکومت پر هانګ کانګ د خپلو قوانینو د عملي کولو اعلان وکړ.

د چين حکومت د مې په ۲۱مه د داسې قوانينو عملي کولو وړاندیز وکړ چې له مخې به یې استخباراتي ادارې په دې ښار کې فعاليت کولی شي.

هانګ کانګ خودمختاره حیثيت لري او د چين له خوا پکې د نوو قوانينو عمل کېد د دې حثیت تروړل ګڼل شوي دي.

له همدې وجې یې خلکو په خلاف مظاهرې پېل کړي دي. په پلان کې ده چې د چين پارليمان به د جون په څلورمه دا وړاندیز شوي قانوني مسوده منظور کړي.


ایران کې حکومت ټولبند نرم کړ

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ايران حکومت د ځينو کاروبارونو، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړې ده.

ولسمشرحسن روحاني د مې په ۲۳مه پر سرکاري ټيليويژن کړو خبرو کې وويل د اختر په پېل سره د تاریخي ځایونو او موزیمونو دروازې د خلکو په مخ خلاصېږي.

خو هغه زیاته کړه چې خلک دې له يوه بله فاصله وساتي او په روغتیایي سپارښتنو دې کلک عمل وکړي.

ایران هم د هغو هیوادونو په قطار کې دی چې کورونا وایرس زیات ځپلي دي. د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې د مې تر ۲۴مې په هغه هیواد کې ۱۳۳ زره نه زیات کسان کورونا ځپلي، ۷۳۵۹ ترې مړه شوي خو ۱۰۴ زره نه زیات ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

فواد چودري: د سپوږمۍ جنترۍ له مخې د مې ۲۴مه د اختر ورځ ده

انځور له ارشیفه

د پاکستان د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير وايي، د هغوی د وزارت لخوا د جوړې کړل شوې سپوږمۍ جنترۍ له مخې په پاکستان کې د مې پر ۲۴مه د وړوکي اختر ورځ ده.

فواد چودري په اسلام اباد کې د مې پر ۲۳مه خبري غونډې ته وويل چې په سانګړ، پسنۍ، جيونۍ، بدين او ټټه کې د مې د ۲۳مې په ماښام د مياشتې د ليدو امکان دی.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د مې پر ۲۲مه د پېښور قاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدين پوپلزي وار له مخې اعلان کړی چې د مې پر ۲۴مه به په پاکستان کې د وړوکي اختر لومړۍ ورځ وي.

هلته د پاکستان حکومتي رويت هلال کميټۍ به د مې پر ۲۳مه ماښام په کراچۍ کې د اختر مياشتې لېدو لپاره غونډه کوي.

خو فواد چودري وويل چې وزیر اعظم دفتر ته يې وړانديزونه لېږلي چې د نورو اسلامي هېوادونو پشان پاکستان کې هم د مې پر ۲۴مه، د وړوکي اختر ورځ ده.

تر دې په وړاندې کلونو کې لیدل شوي چې د روژې او وړوکي اختر پر سر د اختلاف له کبله په خیبر پښتونخوا کې په یوه او په نور پاکستان کې په بله ورځ اختر وي.

خوست کې د ماین اېښودونکو څلور کسیزه ډله نیول شوې

خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي وسله وال.(ارشیف)

د افغانستان د خوست ولایت چارواکي وايي، څلور داسې کسان یې نیولي دي چې ماینونه به یې ښخول.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو دا کسان په لکڼو سیمه کې په داسې وخت کې نیولي چې ماین یې ښخولو.

هغه وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د وسله والو داسې ۱۵ ماینونه شنډ کړي دي چې هغوی پر لویو لارو ښخ کړي وو.

دا تر اوسه نه ده معلومه چې نیول شوي کسان په کومې وسله والې ډله پورې تړلي دي.

چین دې د هانګ کانګ ولسي ازادۍ ته احترام وکړي: پامپیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د چین له خوا په هانګ کانګ کې د ملي امنیت سازۍ په خپل لاس کې اخیستل غندلي دي.

مایک پامپیو د مې پر ۲۲مه په یو بیان کې ویلي، د چین داسې پرېکړه چې د هانګ کانګ د قانون سازۍ طریقه کار او د ولس خوښه له پامه وغورځوي، د هغې خپلواکۍ د مرګ نښه به وي د کومې چې چین په ۱۹۹۷م کال کې له دې سیمې سره ژمنه کړې وه.

د مایک پامپیو په وینا، چین باید خپل دې ورانوونکي وړاندیز ته له سره کتنه وکړي، خپلې نړیوالې زمه وارۍ پوره کړي او د هانګ کانګ د پراخې خپلواکۍ، جمهوري ادارو او ولسي ازادۍ احترام وکړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که چین د هانګ کانګ د ملي امنیت سازۍ چارې په خپل لاس کې اخلي نو امریکا به غبرګون وښيي خو هغه د غبرګون څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی.

امریکا د چین ګڼ شرکتونه په تور لېسټ کې اچولي

د چین بېرغ

امریکا د چین تر۳۰ زیاتې کمپنۍ او ادارې په اقتصادي تور لېسټ کې اچولې دي.

دا خبر د مې پر ۲۲مه د امریکا د تجارت وزارت پر ویبپاڼه ورکړل شوی دی.

خبر لیکي چې په دې کې د چین یو حکومتي اداره او اته کمپنۍ هم شاملې دي.

پر هغوی تور پورې شوی دی چې د چین په لویدیځ کې یې په سینک یانګ کې د اېغور مسلمانانو او نورو لږکیو پرضد له بشري حقونو سرغړونې کړې دي.

دا د دې لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې تازه ګام ګڼل کېږي چې له اېغور مسلمانانو سره د چلند پر سر چین ته سزا ورکړي او هغه کمپنۍ په نښه کړي چې ښايي د چین له پوځ سره همکاري کوي.

په غزني کې اووه وسله وال وژل شوي

د افغان هوايي ځواکونو بریدونه، ارشیف

د افغانستان د غزني ولایت چارواکي وايي د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۱۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند وحید الله جمعه زاده د مې پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل، تېره شپه ناوخته د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړنده د مېتر ګوډلو په کلي کې افغان هوايي ځواکونو د ملا ذاکر په ګروپ عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې يې د سرګروپ ذاکر په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور يې ژوندي نیول شوي دي.

په دغه عملیاتو کې د وسله والو اړونده یو عراده موټر او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

جمعه زاده زیاتوي، په دغه عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونه ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د دغه ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د وسله والو په وړاندې پوځي او هوايي عملیات زیات شوي دي او حکومت هغوی د زیاتو زیانونو د وراوښتو راپورونه ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

په کوهاټ کې د پولیسو یو افسر وژل شوی

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د پولیسو یو ایس ایچ او وژل شوی او بل عسکر ټپي شوی دی.

د کوهاټ د پولیسو ویاند فضل نعیم په وینا، دا پېښه د مې پر ۲۲مه ماښام مهال په لاچۍ نومي سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې پر ایس ایچ او نذر عباس او عسکر یې هغه مهال برید شوی چې هغوی په ګشت روان وو.

چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.

د جمال خاشقجي زامنو د خپل پلار قاتلان وبخښل

د جمال خاشقجي زوی صالح خاشقجي

د سعودي عرب وژل شوي خبريال جمال خاشقجي زوی ويلي دي چې د پلار وژونکي يې بخښلي دي.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې په ترکې کې په سعودي قونسلګرۍ کې وژل شوی وو.

صلاح خاشقجې د مې پر ۲۲مه په ټويټر پاڼه ليکلې چې د دوی کورنۍ د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت هغه کسانو ته بخښه وړاندې کوي چې د جمال خاشقجي د وژني ذمه واره ول.

جمال خاشقجي په واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کې په خپلو ليکنو کې د سعودي عرب پر حکومت سختې نيوکې کولي.

سعودي چارواکو ویلي ول چې د خاشقجي وژنه کې رياست ککړ نه وو بلکې ځينې باغي عناصرو دا کار کړی وو.

خو سعودي چارواکو وروسته خپل بيان بدل کړو او ويلي وو چې خاشقجي هېواد ته راستنولو لپاره د عملیاتو پر مهال وژل شوی وو او په ډېسېمبر مياشت کې هغو پنځو ملزمانو ته د مرګ سزا ورکړه چې د خاشقجې وژنې کې ککړ وو.

ملګرو ملتونو د دې پېښي بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې وه.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG