د لاسرسي ځای

تازه خبر

جج، جنرال او د پاکستان راټوکېدونکی متوازي طاقت


مشر قاضي افتخار محمد چودري، او لوی درستیز جنرل اشفاق کيانی
مشر قاضي افتخار محمد چودري، او لوی درستیز جنرل اشفاق کيانی



د امريکا په دي ډیپلومېټ مجله کې د عارف رفيق د مقالې عنوان دی، جج، جنرل او د پاکستان د طاقت راپورته کيدونکی توازن.

ليکوال په اصل کې دا مقاله تيره اونی د پاکستان د پوځ او د سپريم کورټ د مشرانو ترمينځ د لفظي شخړې په رڼا کې ليکلې ده.

چيف جسټس افتخار چودهری ويلي وو، نور هغه وخت تللی دی چې د هيواد د قامي سلامتی پر فيصله به د پوځ سوچ غالبه وو. خو بلخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق کيانی بيا ويلي وو، هيڅ يوکس يا اداره د هيواد د قامي سلامتي په اړه د فيصلې حق نه لري.

ليکوال وايي ، جنرل کياني غواړي د فعاله سپريم کورټ په وړاندي يوه سره کرښه راوباسي. دده په وينا دا له هغه وروسته ده کله چې عدالت د پلټنو حکم ورکړی چې آیا د پوځ او د آی ايس آي پخواني مشرانو جنرل مرزا اسلم بيګ او جنرل اسد دراني خو د ۱۹۹۰م کال په انتخاباتو کې چرته په درغليو کې لاس نه درلودلی.؟

د عارف رفيق په وينا، جنرل کياني ويريږي چې د پخواني لوړو پوړو پوځي چارواکو پر ضد مقدمه به د پوځ حوصله راټيټه کړي.

د ليکوال په وينا جنرل کياني غواړي د پوځ د پراخو مالي ګټو په ګډون د ادارې خودمختاري او مراعات خوندي کړي. دا شان پوځ د ولسي قوتونو له لوري د دوی د احتساب مخالفت کوي.

دي ډیپلومېټ ليکوال وايې، په تيرو پنځو کلونو کې په پاکستان کې د طاقت په توازن کې ډیر ښکاره بدلون راغلی دی.

پخوا به پاکستان د مسلم ليګ، پيپلز پارټي او پوځي او جاسوسي اسېټبلیشمېنټ په لاس کې وو خو په ۲۰۰۷م کال کې دوه نور قوتونه ميډيا او فعاله سپريم کورټ هم مخې ته راغي دي.

دا شان د ۲۰۰۸م کال په انتخاباتو کې مخي ته راغلي پارليمان هم ډير فعاليت ښکاره کړی دی.

عارف رفيق وايې ، داسې امکان دی ، په پاکستان کې د پوځ برلاسيتوب نور پای ته په رسيدو وي او دا هيواد د اتفاق رايې د يوه نوي دور د پيليدو له تجربې تيريږي.

خو دده په وينا په بدلون کې د شفافيت راوستو لپاره پکار ده واکمن قوتونه د برلاسيتوب له رجحاناتو او ځان د واحد محافظه د ګڼلو له ناروغۍ خلاص کړي.

د ليکوال په وينا پوځ بايد و مني چې د سياستدانانو په شان پوځي افسران هم په کرپشن کې لاس درلودلی شي.

دا رنګه پوځ بايد د هغي ورځي لپاره هم ځان تيار کړي چې پارليمان به د دوی د بجټ په تفصيل سره جاج اخلي.

ددې ترڅنګ عارف رفيق وايي بايد سپريم کورټ هم پر هر څه د سوموټو نوټس اخستو رويه بدله کړي او هم دا رنګه سياستوالان پکار ده دا ومني چې کرپشن پاکستان نږدې کنګال (ديواليه) کړی دی او بايد دوی د احتساب يو خپلواکه او باصلاحيته قوت ځواکمن کړي.

په پای کې دي ډپلوميټ ليکوال عارف رفيق وايې ، په ۲۰۱۳م کال کې به په پاکستان کې د طاقت د اوښتون مرحله ځکه هم نوره نازکه وي چې په دې هيواد کې به ښايي نوی وزيراعظم، نوی ولسمشر، د پوځ او سپريم کورټ نوي مشران و ټاکل شي.

XS
SM
MD
LG