د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ۱۲مې پېښې ځپلي انصاف غواړي


په کراچۍ کې د ۱۲مې خونړۍ پېښې ځپلي انصاف غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:39 0:00

په کراچۍ کې لس کاله وړاندې پر ۱۲مه مۍ د ډزو په پېښو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي ول او بېلا بېل سياسي ګوندونه دعوې کوي چې وژل شوي کسان د دوی کارکنان ول خو په دغه پېښو کې د متاثره کسانو يوه لويه شمېره د پښتنو وه او نن هم لس کاله وروستو دغه خلک ګيله لري چې دوی ته انصاف نه دی ورکړل شوی.

د ۱۲م مې پېښې يو اغېزمن شوی تن شاهد اپرېدی وايي په هغه ورځ یې په خپله د ژوبلو ملګریو ترڅنګ مړي هم راپورته کړي ول.

شاهد مشال رېډيو ته د هغه وخت د سترګو ليدلی حال بيانولو پر وخت وويل چې دوی د يوې قافلې په شکل کې د کراچۍ نړيوال هوايي ډګر ته روان ول چې له کالا بورډ سيمې سره نېزدې پرې ډزې شروع شوې.

شاهد ادعا کوي دوی روان ول چې له وړاندې د متحده قامي موومنټ قافلې ولاړې وې چې د ملير هالټ کالا بورډ سره نزدې ورباندې ډزې وشوې خو دوي ته هېڅ معلوم نه وو چې ډزې ورباندې له کوم اړخه کېدلې.

''په دغه وخت پښتانه له ګاډیو راويستل شوي، په قطارونو کې ودرول شوي او ويشتل شوي دي، داسې کارونه ورسره شوي دي. په دغه وخت به يې ويل چې "کوچ کو آګ لګاو يعنې کوچ ته اور ولګوئ" دغه ګاډي کې پينځه شپږ کسان وو ټول يې په يو قطار کې ودرول او په ډزو يې وويشتل.''

په دې پېښه کې وکيلان هم شامل وو نو ځکه د هغې ورځې وروستو هر کال ۱۲مه مۍ وکيلان د تورې ورځې په توګه نمانځي.

د سيند هائيکورټ وکيل قادرخان وايي چې د دې پېښې ذمه وار هغه پوځي حکمران وو چا چې د پاکستان ايين مات کړی او بيا پرې د غدارۍ کېس هم روان دی خو تر اوسه نه خو هغه حکمران ته کوم عدالت سزا ورکړه او نه يې د ۱۲مې مۍ د پېښې ځپلو کورنيو ته انصاف ورکړو.

''د دې پېښې اصل ملزم پروېزمشرف دی. د هغه پرضد په عدالتونو کې د غدارۍ مقدمه روانه ده خو څوک ورته څه نه وايي. د دې پېښې نه لويه واقعه د غدارۍ هغه ده خو پرضد يې هېڅ څوک کوم ګام نه اخلي. دوېم ذمه وار د دې پېښې اېم کيو اېم دی او تر کومې چې د دې ملزمانو ته سزا نه وي ورکړل شوي د پاکستان ټول وکيلان به د دې پرضد اواز پورته کوي او نن هم په دې خبره په ټول پاکستان کې د وکيلانو احتجاج روان دی.''

په دا ورځ د عوامي نېشنل ګوند يو شمېر کارکنان د لانډهي سيمې نه د هوايي ډګر پر لور هم راروان وو او د ياد ګوند د سيند صوبې جنرل سېکرټري يونس بونېری وايي چې دوي څو وارې عدالتونو ته خواست کړی چې د دې پېښې اورېدنه وکړي خو تر دې دمه هېڅ چا دې اړخ ته پام نه دی کړی نو ځکه دوي هر کال په دا ورځ احتجاجونه کوي او د دې پېښې د وژل شوو کسانو په ياد کې غونډې راجوړوي.

د نوموړي په وينا چې د چا لپاره دې خلکو قربانۍ ورکړې، هغه يو وارې بيا په څوکۍ کېناستو خو د دې خلکو لپاره يې هېڅ ونکړل.

''افتخارمحمدچودري د ټماټر په ګرانېدو نوټس اخستو خو چا چې د قانون د حکمرانۍ او په خصوصي توګه هغه خلک چې د ده لپاره سړکونو ته راوتلي وو او وژل شوي وو، په دومره طاقتوره څوکۍ د ناستې باوجود هم هېڅ قسمه ګام پورته نه کړی شو.''

د يونس بونېري په وينا که د ۱۲مې مۍ ځپلو کسانو ته انصاف ورکړل شوې وې نو نن به په ملک کې دومره ترهه ګري نه وه خوره شوې.

د يادونې ده چې دا پیښه پر داسې مهال رامنځته شوې وه چې د هغه وخت د پوځي صدر پروېز مشرف لخوا د ستر عدالت «سپريم کورټ» د لیرې کړل شوي مشر جج يا چيف جسټس افتخار محمد چودري د بحالۍ تحریک په زور کې وو. د نوموړي د هرکلي لپاره بيلا بيل سياسي ګوندونه او د وکيلانو يوه لويه شمېره هوايي ډګر اړخ ته روانه وه چې د ښار په فیصل سړک (شاهراه فېصل) کې ورباندې وسله والو ګولۍ چلولې وې، په هغه پیښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي وو او تر ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شوي وو چې پکې يو شمېر د ژوبل کېدو وروستو معذوران شوي هم دي خو لس کاله تېرېدو وروستو هم د دې پېښې ذمه وار نه دي په ګوته کړل شوي.

XS
SM
MD
LG